
سلامونه هيله ده چي روغ جوړ او بريالي اوسئ ، پرون دلته د مالې وزارت معين شهراني او د اوبو او بريښنا وزارت معين تشريف راوړي وو، چي پكتيا ولايت سره يي د ې د لاندې پروژو اعلان وكړ: ۱- د بريښنا شبكه : كا بل - پكتيا له اويا ميلونو څخه تر سلو ميلونو ډالرو پورې . ۲- د مچلغو د اوبو بند جوړول چې شل ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي . ۳- د پكتيا پوهنتون د تعمير جوړول او فرنيچر اخيستل – ۱۶ سوه زره ډالر له اويا ميليونو څخه تر سلو ميليونو امريكايي ډالرو پورې د برېښنا د ليگدولو په برخه كې له كابل څخه ژمنه وشوه چې دا پيسې د آسيايي بانك بلاعوضه مرسته ده ،چې د بريښنا د اشبكه به پكتيا پكتيكا او خوست ته بريښنا وركوي . همدارنگه د مچلغو بند په اړه ژمنه وشوه چې شل ميليونه ډالر وركول كيږي چې بند پرې جور شي . اوس مهال يو ميليون ډالر عملا د او بو او بريښنا وزارت ته وركړل شول چې په تخنيكي توګه د بند سروې وشي . همد را نگه د پوهنتون په برخه كي شپاړس لكه ډالر وعده وشوه چې په 15 لكه به يي تعمير جوړيگي او يو لك به په فرنيچر او تجهيزاتو لگول كيږي مننه . روح الله سمون -- پكتيا