
په دې وروستیو کې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی زبر ځواک او ورسره ملګرو ېې یو ځل بیا د ددې میړنیو د ایل کولو لپاره په پوره زور رادانګلي دي، خو دا هڅه له پخوانیو هغو سره ډیر توپیر لري. دې ښکیلاګرو تیرو ټولو پیښو ته په کتو او له هغو څخه د ځانګړنو په جلا کولو یوه بیله لاره غوره کړې ده. دوی په خپله د افغانانو تر منځ د بیلوالي او ډلبازۍ په رامنځته کولو سره د افغانانو د یاغيتوب او یوالي زور تر ډیره کم کړئ او توانیدلي چې له لسو کلونو راپه دیخوا دلته خپلې پښې ټینګې کړي.د دوی د څو لسیزو جوړو شوو پلانونو او د هغو په ترڅ کې د رامنځته شوو ګوډاګیو شتون او کړو وړو ته په کتو سره ویلای شو چې دوی ښايي څو نور کلونه هم دلته خپل شتون وغزوي او خپلې کرغیړنې کړنې د خپلو لاسپوڅو په راشه درشه کې خوندي کړي. هو! له لاسپوڅو نه مې موخه طالبان دي. ښايي د طالبانو په لیکو کې ځینې پاک او داسې کسان چې موخه ېې یوازې له یرغلګرو د هیواد خلاصون وي، شتون ولري خو هغوی د ګوتو په شمیر دي او د نورو هغو تر منځ يي څرنګوالی او اغیزمنتوب پیکه شوی دی. ګوډاګیو طالبانو په بیشرمۍ سره د هغو رښتینو مجاهدینو د جهاد او ویاړونو غلا ته مخه کړې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د یرغلګرو په وړاندې جنګیږي. طالبان ځانونه داسې ښيي لکه دوی چې له آسمان څخه راکښته شوې پرښتې وي! او یوازې دوی کولای شي چې جهاد وکړي!؟ یوازې دوی غیرتي او ویاړمن دي.!؟ یوازې ددوی په وینو کې ځوښ شته.!؟ یوازې دوی دي چې یرغلګر پيژني.؟!طالبانو له ډیره وخته په هیواد کې د هرې ورانۍ او ودانۍ پړه پر غاړه اخستې. ان تر دې چې که چیرې په کومه سیمه کې د کوم دولتي موټر ټیرونه هم چاودیدلي او یا د کوم دولتي مامور په په پښه کې ازغی تللی، نو طالب ویاند تر ټولو د مخه د دې پيښې ویاړ خپل بللی او پکې ېې د څو پولیسو او یا ملي اردو د سرتیرو د وژنې ادعا هم کړې ده. دا دې هم وکړي ځکه دوی دې کار ته تبلیغاتي جګړه وايي او په دې لاره کې هر ډول درواغ روا او په خپله ګټه ګڼي. خو که چیرې دوی په هوايي ډګر کې د یو داسې ویاړمن افغان کارنامه چې د خپل افغانیت او اسلامیت جذبې ېې د لسګونو یرغلګرو ژوند واخست او په خپله ېې هم د شهادت ویاړ وګاټه، له خپلو ډارنو طالبانو سره وتړي نو دا کار ېې ډیر بې خونده بریښي او د افغانانو له زرګونه کلونه ویاړ او راتلونکي تاریخ سره جفا ده. یا هم که چیرې د دفاع په وزارت کې د خپلمنځي جګړې په اړه وايي نو دا ېې هم له درواغو پرته بل څه نه شي کیدای. همدا شان که چیرې د هیواد په هر ګوټ کې د بهرنیو یرغلکرو په کاروانونو د هره ورځ کیدونکو بریدونو ویاړ خپلو هغو طالب جنګیالیو ته ورکوي چې له پښتنو او افغان وژنې پرته ېې نور څه نه دې زده کړي نو دا به بیا هم د زرګونه هغه مجاهدینو په ویاړونو لوبې کول وي چې تر اوسه ېې په بهرنیانو رڼا ورځ توره شپه کړې ده.د کندهار په زندان کې د تیښتې پیښه که څه هم یوې فلمي کیسې ته ورته ده خو بیا هم د تښتیدونکو کسانو زړوتیا ښيي. دلته هم ډیرې داسې پوښتنې شته چې ځواب ته اړتیا لري. خو داسې څرګندیږي چې دلته هم د مخالفو جګړه کوونکو ډلو تر منځ د ادعاوو ګډون شته چې روښانتیا ېې ښايي یو څه وخت ته اړتیا ولري.همدا شان په سلګونه نوم ورکي غازیان او شهیدان شته چې د هیواد د خپلواکۍ په لار کې جنګیږي، خو دهمدې ډول بې بنسټه څرګندونو او درواغو په لړ کې ېې کارنامې او ویاړونه پټ پاته شوې دي. طالبان په یوازې ځان ځای ځای کله ناکله بریدونه کوي خو ددوی بریدونه تر ډیره د افغان ملي اردو او پولیسو په ځواکونو او یا هم د بهرنیو یرغلګرو په لوژستیکې کاروانونو وي. په لوژستیکي کاروانونو بریدونه هم تر ډیره مؤثر نه دي ځکه په هغو کې هم موخه د خلکو په سترګو کې د خاورو اچول او د افغانانو د خپلمنځي جګړې ګرم ساتل دي. په دې لوژستیکي کاروانونو کې ددې پر ځای چې اړین مواد ورسول شي، تر ډیره یو لوی کانټینر کښې یوازې یو سپی او یا هم څو کارټنه د څښاک اوبه وي. د ځانمرګي بریدونو ښکار ېې هم یوازې د پښتنو د سر سړي، تجارتي ځایونه، عامه شتمنۍ او بیوزله افغانان دي. په تیرو څو کلونو کې ډیر کم لیدل شوي چې طالبان دې د بهرنیو ځواکونو په اډه کوم لوی ډله ایز ځانمرګي برید وکړي.د بهرنیو ځواکونو له لوري په بریدونو او پټو عملیاتو کې تر ډیره هغه کسان په نښه کیږي چې په بهرنیانو مخامخ بریدونه کوي. خو هغه کسان چې خپلې هڅې یې یوازې د افغانانو او پښتنو وژلو او د هیواد د ورانۍ لپاره ځانګړې کړې دي، ارامه ګرځي. په غرونو کې لوېې هډې لري چې له سترګو پټیدل ېې ناشونې دي. خو دوی له هر ډول برید څخه خوندي دي. که چیرې په کوم بانک، د ښاروالۍ په هغو بیوزله کارګرو چې سړکونه جارو کوي، په مسجد کې په لمانځه ولاړو خلکو او یا بل د ګڼه ګوڼې ډک ځای کښې د چاودنې او پکې د لسګونه بې ګناه افغانانو د وژنې پړه په غاړه اخلي نو دا کار ېې له اسلامي او انساني چوکاټ څخه وتلی او دا د افغانانو په نوم، ویاړ، دین او تاریخ بیشرمانه تیری دی.طالبان په ډیره سپین سترګۍ سره خپل ناڅرګند او مرموز مشر ملا عمر ته د امیرالمؤمنین، د اسلامي نړۍ لارښود، د جهاد قهرمان او سپیڅلي انسان لقبونه ورکوي او نوموړی د اسلامي نړۍ لپاره د خلاصون مرجع او ریښتینی مجاهد بولي. چې دا خبرې یې یو ځل بیا د افغانانو په ویاړ، جهاد او پښتونولی له پسخند وهلو پرته بل څه نشي کیدای. دوی باید پوه شي چې افغان اولس اوس له هر ډول سیاسي چلوټو سره بلد دی او پوهیږي چې ددوی په برخلیک د لوبو ټیکه داران څوک دي. طالبان د خپل محبوبیت یوه بیلګه د خلکو تر منځ خپل شتون په ګوته کوي. په داسې حال کې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کښې خلک له دوی څخه پوزې ته راغلي دي، خو له دې کبله چې دوی لا پخوا د خلکو لاسونه او پښې تړلې دي او هیواد ېې د یو لوی ښامار په خوله کې اچولی دی نو خلک اړ دي چې خولې پټې کړي او ددوی په نارواوو سترګې وتړي. له بل لوري له یو داسې خاین او غله دولت سره مخامخ شوي دي چې د هیڅ ښیګڼې تمه ترې نشي کیدای، کنه نو په طالب د هیواد یوه لویشت خاوره حرامه وه.په پای کښې د طالب په نوم له هر لوستونکي څخه هیله کوم چې نور دې د خدای، هیواد او خپلو مظلومو خلکو په خاطر خپلې ناوړه کړنې بندې کړي. د خپل هیواد او خلکو د ګټو لپاره دې کار وکړي او نور دې د افغانیت او جهاد له غلا څخه لاس واخلي.و ما علینا الی البلاغ.
م. نړیوال