د قذافی له لور سره خبری

 عایشه قذافی د لیبیا د مشر معمرالقذافی لور خپلو دریو ماشومانو ته د ویده کیدو په وخت کی له ژونده وروسته(له مرګه وروسته حالاتو په هکله) کیسی کوی او ددی دا ډول کیسی ډیری خوښیږی او وایی چه دا یو مناسب کار دی ځکه چه ددی له پاره چه ماشومان مرګ ته تیارکړو دا ډول کیسی اړینی دی ځکه د جګړی په وخت کی څوک په دی نه پوهیږی چه کله به راکیټ او یا هم بمب موږ له منځه وړی او هر څه به پای ته رسیږی. ۳۶ کلنی عایشی، چه په حقوقو کی یی تعلیم کړی   او یو وخت یی د صدام حسین په دفاعی ټیم کی دنده تر سره کوله،  په یوه نادره مرکه کی چه پخپله خیریه موسسه کی یی خبری کولی او د خپلی منزوی کورنی سره  په لیبیا کی د جګړی د اور په منځ کی چیری چه دډیموکراتیکو بغاوتو، طوفانونو دا کورنی او سیمه پسی اخستی ده یاغیان تروریستان بولی او وایی چه د قذافی د حکومت ځینی چارواکی چه له مخالفینو سره دی اوس هم له دوی سره اړیکی لری. دی د خبرو میز ته د کښیناستو غوښتنه وکړه او د ډیموکراتیکو اصلاحاتو په هکله یی خبری کولی. دا وایی چه یاغیان د هغه تیری او ظلم له کبله چه کړی یی دی د خبرو لیاقت نه لری. دی د اوباما او هلیری کلنټن په وړاندی کړی انتخاباتی دیموکراسی پوری وخندل او هغه یی مسخره وګڼله.ددی د تیری اونی له اوږدو خبرو وروسته ناټو په دولتی تلویزون برید کړ اوهغه یی له کاره وغورځاوه بله حمله په تریپولی کی د قذافی د اوسیدو پر ځای وشوه. د قذافی د کورنی دا غړی چه د ملک په اقتصاد او سیاست کی مهمه ونډه لری وایی چه   دی جګړو د قذافی کورنی ډیره متحده کړی ده او اوس د یوه لاس په شان کار کوی. دا وایی چه دا یی له اوو وروڼو سره هره ورځ مخکی له دی چه کوم مهم ګام واخلی مشهوره کوی دی دا راپورنه تایید کړل چه دی په ورځپاڼو کی هغه راپورنه لیدلی دی چی وایی ددی خویندو دا وړانیز کړی دی چه ددی پلار دی واکه لاس په سر شی  او دا چه واک دی ددی ورور سیف الاسلام ته ولیږل شی خو دی له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډه ډه وکړه.دی دا پوښتنه هم ځواب نه کړه چه ایا د یاغیانو مشر او د کورینو چاور پخوانی وزیر د قذافی له کورنی سره په تماس کی دی او که نه؟ دی وویل دوی خپله کورنی او بچیان لری او هغو په هکله په تشویش کی دی ځکه نو یی دا موقف ځانته نیولی دی او له موږ سره تماس لری په دوی کی ځینو کسانو زما له پلا ره سره تر ۴۲ کلونوډیر کار کړی دی ځکه نوی دوی له موږ سره اړیکی نیسی خو چا هم فکر نه وو کړی چه دوی به داسی کوی.ددی د ورور او پلار دغچ د قسم خوړلو پر خلاف دی د وررستیو پیښو په هکله پریشانی څرګنده کړه او ویی ویل چه له قذافی وروسته به لیبیا ډیر بد حالت ولری. له ډیر تاکید وروسته چه د خبریالانو له خوا په دی پوښتنه وشوڅنګه ددی کورنی ددومره ډیر وخت له پاره په قدرت کی پاتی شویده ؟ دی په ساده ټکو کی وویل چه موږ خدای ته ډیر زیات امید واره یو. د بمباری له پیله تر اوسه دا دوه ځلی د خبریالانو په وړاندی ښکاره شویده ده  خو په نور حا لاتو کی دا ډیر کمه د خلکو په وړاندی راوځی. دی پخپل قسمت پوری وخندل چه دا یوځلی د سولی سفیره وه خو اوس ملګری ملتونه دا نړیوالی محکمی ته ته راکاږی. دی وویل چه دا له عراق څخه دا تجربه لری کله چه دا د صدام حسین په ټیم کی رضا کار ه وه د عراق د حکومت مخالیفینو به امریکایانو او غربیانو ته ویل که تاسو عراق ته راشی نو خلک به درته په ګلونو هرکلی ووایی خو اوس امریکایان خلکوته په بمونو او مرمیو هرکلی وایی نو د لیبیا حالت به که غربیان راشی  له دی څخه هم بد تر وی.دی په اوباما او میرمن هلیری کلنټین پوری وخندل او وویل اوباما تر اوسه هیڅ هم نه دی کړی دی زیاته کړه: زه له اغلی کلینټین څخه پوښتنه کوم، کله  چه ستا میړه د بدنامی په هغه قضیه کی ښکیل وو تاسو ولی سپینه ماڼی نه پریښودله؟دی سره له دی چه په کراتو مراتو یی امریکایی مشران غندل بیا یی هم د خبر وړاندیز کاوه او ویل یی نړی باید د خبر میز ته کښینی البته د نړیوالو سازمانونوپه مرسته.دی له جګړه مارو مخالفینو سره خبری رد کړی هغه کسان چه د هیواد شرقی برخیا او دهغه مهم اقتصادی مرکز  میستوراتا او غربی غرنی سیمی لکه نالوټ او زینټآن په خپل کنترول کی لری اغلی قذافی ورته د تروریستانو خطاب وکړ او وویل دوی یوازی د جګړی ددوام له پاره جګړه کوی.دی وویل چه ددی د ورور سیف تر مشری لاندی یوی ډلی  د نوی اساسی قانون په مسوده چه دیمکراتیک اصلاحات یی راوستل کار کاوه چه دا مصیبت رامنځ ته شو او هر څه یی ګ‌ډوډ کړل.
له وال ستریت جورنال څخه په مننه.