ورته پېښې او بېل بېل چلندونه

ګل شريف هڅاند                        
دوست مې الحاج بسم الله حقمل راته د حج فريضې اداکولو نکل کاوه. نوموړی، چې د خپلې ميرمنې سره په ۱۳۸۹.ل کال کې د حج د مراسمو پر ځای کولو له پاره مکې معظمې ته تللی وو، هلته د ورباندې تېر شوي حال د يوې شيبې کيسه داسې بيان کړه:
پوهېږې، چې زما خو غبرګې پښې پرې (غوڅې) دي. ميرمن مې هم د کمزوري روغتيايي حالت په وجه په خپلو پښو د مراسمو د پر ځای کولو توان نه درلود، نو دواړو کراچي بيوونکو سره په کرايه ونيوې.
هره ورځ د مراسمو پر ځای کول په ګړنديتوب روان وو. ځوانو زړو، روغو او معيوبو هڅه کوله هر څه ژر اړينو ځايونو ته ځانونه ورسوي. په دې اله ګوله او لالهاندی کې يوه ورځ هغه کس، چې ما پسې يې کراچي بيوله يوه ځوانه ښځه د کراچی په پايه په پښه سخته ټپي کړه. داسې، چې وينو ځينې سختې دارې وهلې. هغوی، چې خور، ورور او مور وو، په مور پسې کراچي بيوله. ښکاره ده، چې درې واړه کراچۍ سره و دريدې. زما افغان کراچي بيوونکي بې له دې، چې فکر وکړي د چا په ګناه دا حالت رامنځ ته شو. يا يې هم ځينې بښنه وغواړي خپله خوله په خبرو داسې خلاصه کړه:
ولې په لاره سم نه ځې؟ زموږ مو وخت ضايع کړ؟ ولې پام نه کوې؟ بر خلاف ځوانې ښځې ددې په ځای، چې ويلي يې وای ولې دې زه په خپل ناسم خوځښت خوږ او وينې کړم؟ ولې دې زموږ وخت ونيوۍ؟ او ولې پر لاره له اختياطه پرته ځې؟ ځواب ورکړ(( بښنه غواړم ستاسو وخت مې ضايع کړ)).
ددې کلماتو په ويلو سره خور، ورور، او مور لومړی يو بل ته او بيا مور ته وکتل او ور پسې يې خپله لاره ونيوه.
اوس نو بل د سترګو ليدلۍ حال خو په ( افغانستانو خوست کې):
په دې توګه، چې زموږ د کوز کلي اوسيدونکی، چې ميرشادين نوميده، په کابل کې خورا ډېر کلونه برقي (د بريښنا مامور) وو.
يو وخت خپل کلي خيدرخېلو ته لاړ. د ورځو نه يوه ورځ د کوره وزي او د کلي په جوس کې يو بل کليوال په پټي کې کار کوي. نوموړی يې له اړخه تيريږي. يا يې له ياده وزي او يا هم قصديو خو سلام نه ور اچوي. کليوال د سلام نه اچولو تپوس او د علت پوښتنه ځينې کوي.
تر منځ يې خپرې، اترې پيل او شيبه په شيبه زور اخلي.
لاس سره اچوي او د وهلو، ډوبولو په پايله کې مير شادين وژل کيږي.
اوس نو ځير شه لوستونکيه!
دواړه پيښې سره پر تله کړه. د هغوی د پيښيدو ځای او حالاتو د ګډون کوونکو چلند او دا، چې څوک له عقله کار اخلي او پر چا بې عقلي زوروري کوي. الله تعال (ج) انسان ته په دا دنيا يو ځلې د ژوند چانس ورکوي، موږ هغه ځينې اخلو او په خپل غير انساني او غير اسلامي عمل وياړو هم.
وګوره! افغان دېته تيار نه دی،چې بل افغان ته تېريدنه وکړي. د افغان مينه د قلم او پوهې حاصلولو پر ځای د ټوپک او وژلو سره ده.
که آن مخکيني تېر په هير هم کړو، نو ايا اوس،چې اوس هم دی، دا تېر دېرش کاله يو د بل وژنه بسنه نه کوي؟
پام وکړه! موږ څه کوو، بهرنيان څه کوي؟
زموږ په کلي، مالت کې څه تيريږي او په نوره نړۍ انسانان په څه بوخت دي. ايا ممکنه ده د پوهې سوچ، زغم چلند او کړو وړو په دې کچه د نړيوالو سره سيالۍ کول؟ ښکاره ده،چې نه.
چې داسې ده، نو موږ ته ښايي د ټولنيز ژوند په ټولو ډګرونو کې له سره کتنه، سنجش او بيا، بيا فکر وکړو.