
ګل شريف هڅاند
انتظار
وخوړې پېغلې زموږ د کلي
ځوان په
کډه پسې تللى د ولور دى
پښتانه
يو ځانګړى ټبر دى. د دوى د مبداء په خبره کې ټولو څېړونکو ته د قناعت او ثبوت واحد
نظر نه دى تر لاسه شوى، خو ټول پلټونکي ددې حقيقت څخه انکار نه کوي، چې د ميلاد د
مخه د ډېرو پخوا زمانو راهيسې په دې سيمه کې يو غيرتي، په ازادۍ مين، مغرور او
جنګي اولس ژوند کړى دى، چې نېږدې ټول تاريخ يې د بيديانيو سره د مجادلې مجموعه ده
او دغه اولس د تاريخ په اوږدو کې د پښتانه، پټان او افغان په نومونو خپلو او پردو
نومولى دى.
ددې
ټبر په منځ کې ډېر غوره، مثبت او ګټور دودونه او رواجونه مروج دي،چې د ډېرو سخرو
ګنډو د وازولو سبب ګرځي.
د
بېلګې په توګه لويې او وړې جرګې،چې همداسې وړې او لويې آن هېوادنۍ ستونزې او کشالې
حل او اواروي، خو ددې په اړخ کې ځينې داسې ناولي او کرغېړن رواجونه شته، چې د پښتني
کلتور او فرهنګ ونه يې د يوه ضرري چنجي په څېر متاثره کړي ده.
له
دې نه يو د ودونو رواج او دستور دى،چې ځوانان يې له ژونده بيزار کړي دي.
په
شرعي لحاظ د نجلۍ ولور يا مهر عبارت له هغه مال څخه دى،چې د لسو شرعي درهمو لږ نه
وي. د زوم له خوا د زوم او نجلۍ په خوښه، نجلۍ ته ورکول کيږي.
خو
زموږ په ټولنه په ځانګړې توګه سيمه کې دومره جګ او لوړ ټاکل کيږي، چې ډېر نادار
ځوانان د نکاح له نعمت څخه بې برخې دي. نجونې په کورونو کې د پيسو له پاره ناستې
وي او هغه چاته چې خپل آزاد انسانان د غلامانو
په څېر خرڅوي سخت عذاب ښودل شوى دى، چې لاندې حديث يې قوي دليل ده:
ژباړه
: له ايوهريره (رض) څخه روايت دى ، چې وايې رسول الله (ص) فرمايلي دي چې الله (ج)
فرمايلي:
درې
کسان دي، چې د قيامت په ورځ به زه ورسره جګړه کوم يو هغه سړى دى، چې زما په نوم
وعده وکړي او بيا عذر وکړي. بل هغه سړى دى، چې اصيل خرڅ کړي او بيا يې پيسې وخوري،
بل هغه سړى دى، چې يو مزدور ونيسي، خپل کار پرې وکړي او د هغه مزدوري ورنه کړي.
سهي
خبره خو داده، چې د ولور د ټاکلو حق خپله نجلۍ يا يې وکيل او ولي لري او نجلۍ ته
ورکړل شي. بيا ددي خوښه ده،چې له ځان سره يې ساتي، ميړه ته يې ورکوي يا بل نيږدې
کس او يا يې هم صدقه کوي.
او
دا، چې. زموږ په سيمه او چاپيريال کې څه تيريږي د جوهر د لاندې بيتونو ښه
څرګنديږي:
دغه
مصرفونه دلته هېڅ نه پوره کيږي
دا جګې
جلکۍ، چې وي دوبۍ ته مې تړي.
صورت مې
مړ وي او دا سر مې داسې دروند وي
خداى مې
وسي کړه ګوندې ښه شم، چې واده وکړمه.
چې
داسې ده، نو اوس خپله قضاوت وکړى، هغه شمېر ځوانان، چې د دومره لوړ ولور مخه نه
ويني، که خداى مه کړه، بدلمنۍ ته مخه کړي، نو بيا يې مسووليت د چا په غاړه دى؟
او
لکه، چې وايي:
جوهره
وختې اتو (نهو) لکو ته
د
جينکيانو، خدايه ټنګ پورې کړې.
په
داسې حال کې، چې د اسلام سپيڅلي دين هلک او نجلۍ ته داسې قانون وضع کړى، چې دواړه
اختيار لري، چې د جبر او اکراه پرته سره وګوري او يو بل خوښ کړي. د واده په کولو
کې هم هلک او نجلۍ ته د اسلام سپيڅلي دين دا حق ورکړى دى. خو پښتني ټولنه نه يوازې
دېته تياره نه ده، بلکې لوى شرم يې بولي، ځکه خو کفري نړۍ موږ د بشر حقوقو په نه
رعايت تورنوي.
د
يادې بدګړې سره په پخوا کې هم چارواکو تر وسه جدو جهد کړى، خو، چې د پوهې، کلتور
او فرهنګ کچه ټيټه ده، نو پايلې يې ارهميش
منفي پاتې شوي دي او هماغسې، چې وايي:
داسې خو
ده جوهره څه وکړو له دې نه، نه شي
د پــــښتنو
روپــــۍ تــمامــي پـــه جـــيلکــيو لاړې.
پښتنو
ته په دې برخه کې هماغه درانه پيټي، چې پخوا وو لا درانه کيدونکي په ځاى پاتې دي.
د
بېلګې په توګه همدا مهال په خوست کې په لږ توپير سره پنځه سوه پنځوس زره افغانى
نغدې روپۍ، لس توله سره زر د پيزوان او بنګړي سره، شپږ جوړې کالي، اتيا منه نرى
وريجې، لس پيپه غوړي، پنځلس زره پسه او د دېرش زرو افغانيو په شاوخوا کې ماما،
ولور رواج دى. نو، چې سوداګيري، بل ګټور کاروبار، يا بهر ته پسې لاړ نه شې، چې دا
زمينې د وګړو يوازې لږې سلنې ته برابريږي، له کومه شي. له اسمانه خو نه راولويږي.
ځيني بيا د مجبورۍ په وجه د بدلون کار ته مخه کوي، چې دا بيا د بده، بدتره خبره
شي، ځکه که ځير شو، کټه، مټه داسې ده لکه څاروي، چې سره بدل کړي، چې وروسته د دا
شمېر نجونو سره د ژوند په اوږدو کې هم په سپک نظر چلند کوي.
له
نيکه مرغه دا مهال په خوست کې ښاغلي والي صيب عبدالجبار نعيمي، چې د ډېرو سختو
لانجو اواري ته يې مټ ورکړى، همدا د ولور ټولنيزه بدګړه يې هم له پامه ليرې نه ده
پاته شوي او وخت نا وخت د چارواکو، د قومونو مشرانو او مخورو، عالمانو او روحانيونو
سره په ناستو کې په دې برخه کې د زياتو اسانتياوو په راوستلو ټينګار کوي. له همدې
امله ده، چې د اسماعيل خېلو، مندوزيو او صبريو په اولسواليو کې يې دم ګړى دوه سوه
سره زره ولور اعلان کړى دى
خو
بدبختانه دې توضيحي پروپاګنديو او پرېکړو عملي کېدو ته هېڅوک هم کومه تمه نه لري.
آن دا زه، چې همدا ليکه کوم، د ستونزې په بدګړې د لوستونکو سرونه خلاصوم او د ولور
په بد دود، دستور او په هغې کې د اسانتياوو په
راوستلو ټينګار کوم، په ځان عملي
کولاى نه شم او چېرې، چې د خبرې او عمل تر منځ واټن وي، هغه خبرې ځاى نه نيسي. دا
ځکه چېرې، چې د پښتني رواجونو مساله مطرح شوي. هلته پښتنو تل نه د قانون پروا
ساتلي او نه يې د اسلامي احکامو.
اوس،
نو پوښتنه داده،چې چاره څه ده؟ ددې بدګړې په اواري کې به کوم تدبيرونه ګټور تمام
شي؟
دا
بايد ومنو، چې دا ټولنيزه بدګړه د جلا کسانو يا يو، دوو قومونو په تړون له منځه
وړلاى نه شو. دلته د ولايت مقام. امنيتي ارګانو، قومونو او په ځانګړې توګه روحانيونو
او د جوماتونو ملا امامانو همغږى ته اړتيا ده.
تر
هر څه د مخه بايد د ولايت مقام په مخامخ برخې اخيستنې په قومونو کې ځانګړي پرېکړې
وشي او ورپسې د پرېکړو تطبيق ته عملاً بډې راونغاړي او که چېرې ستونزې (سرغړونې)
رامنځ ته کيږي، نو امنيتي ارګانونه دې د ملاتړ په موخه عملاً لاس په کار شي.