
خوست کې ګرمي ده ماته کيږده چينارونه
په خوست کې په لومړي ځل د چنار ادبي ميلې کلنۍ مشاعره جوړيږي.
تير تاريخ ته به نه ځو، دنارنج ګل له ميلې (کلنۍ مشاعرې) به يي راواخلو. څه نا څه پنځوس کاله وړاندې د تل بهار ننګرهار زړه دجلال اباد په ښار کې د هغې وږمه ايزې او ګلوريني سيمې ليکوالو،شاعرانو، ادبيانو او فرهنګيانو کلنۍ مشاعره جوړه کړه او هغې ته يې د نارنج ګل نوم کيښود ، دنارنج ګل وږمې له يوه کال نه بل ته پسې خورې شوې، لوى ننګرهار يي په غيږه کې راونغاړه او له دې هم پسې وغځيدې په درست افغانستان کې تاوې راتاوې شوې ، کوزه او سويلي پښتونخوا يې هم راولټوله، او اوس دادى په دومره درز کې روانه ده چې هر کال زرګونه شاعران اومينوال پکې راټوليږي، د نارنج ګل له وږمه ايزې ميلې او مشاعرې خوند او کيف اخلي. نارنج ګل مشاعره که هر چا دود کړې، خو نن نه يوازې د ننګرهار دپاره بلکې د ټول افغانستان، په ځانګړې توګه د ټولو لروبرو پښتنو شمله ده.
په تيرو څو کلونو کې دا لړۍ پسې وغځيده ، او دا دود د افغانستان نورو ولايتونو ته هم ور وليږديده.
د وردګو د مڼو ګل ، د لوګر د سنځل ګل، د کندهار انارګل، د زابل بادام ګل، دپکتيا نښتر، د کندز ريدي ګل او ... يي رڼې بيلګې دي.
په خوست کې هم له څو کلونو راهيسې دټولو شاعرانو ، ليکوالو، ادبيانو، فرهنګيانو او مينه والو په زړونو او خيالونوکې دا سندره په ترنم وه چې دلته (خوست) کې يوه کلنۍ مشاعره جوړه او دود شي، دا سندره تته تته زمزمه کيدله، له ورځې نه بلې ته او له يوه کال نه بل ته يې اواز لوړيده بالاخره د خوست ټولو شاعرانو، ادبياتو، ليکوالو او فرهنګيانو سره غبرګه کړه او اتڼيزه ناره ترې جوړه شوه.
په خوست کې ټولو شاعرانو، ليکوالو، فرهنګيانو، ادبي،کلتوري ټولنو، مرکزونو، رسنيو او په ټوله کې ټولو مدني بنسټونو او اړوندو دولتي ادراو دا ومنله چې د ١٣٨٧لﻫ کال په پسرلي کې بايد په خوست کې هم د هيواد د نورو ولايتونو په څير د کلنۍ مشاعرې بنسټ کيښودل شي. او دا دود راتلونکو نسلونو ته د يوه ځلانده ستوري په شان پريښودل شي.
د خوست ټولو فرهنګيانو او فرهنګپالو په ګډه سلا دغې کلنۍ مشاعرې ته د چنار ادبي ميلې کلنۍ مشاعره نوم کيښودل شو.
ولې د چنار نوم ؟
دا ښکاره خبره ده چې چنار په ټول پښتني ادب، کولتور او په ځانګړې توګه ولسي ادب کې ځانله او ځانګړى ځاى لري. دچنار په اړه له شماره وتي پښتو لنډۍ،ولسي سندرې، چاربيتې او نور اهنګونه شته ، چنار د پښتنو د جمعې، جومات، کلي او ګودر سره تړلى نوم دى. چنار د وقار، ميړانې،مينې، يوالي، جلال او جمال داسې سمبول دى لکه ادب چې له انساني ژوند سره څنګ په څنګ راروان دى، چنار له پښتني روح او ژوند سره غاړه غړۍ دى.
نو په خوست کې د يوې کلنۍ ادبي ميلې (مشاعرې) لپاره د چنار نوم د چنار پورتنيو صفتونو، مشخصاتو او ځانګړتياوته په پام سره او له بله پلوه دا چې لکه نارنج ګل د ننګرهار لپاره ، انار ګل د کندهار لپاره، نښتر د پکتيا لپاره، مڼې ګل د وردګو لپاره، سنځل ګل د لوګر لپاره،ريدي ګل د کندز او بادام ګل د زابل لپاره يو تشخص بللاى شو. همدا راز چنار د خوست د سيمې لپاره يو تشخص دى.
موږ دا منو چې چنارونه په ټول افغانستان او ټوله لره او بره پښتونخوا کې شته، همدا ډول پاس ذکر شوي ونې او ګلونه هم درواخلئ، خو د خوست لپاره يې ځکه يو تشخص او پيژندګلو ګڼلاى شو چې په خوست کې په هره جمع،هر کلي،هرګودر هره سمه او هر غره کې چنار شته او چنار يو خوست شموله نوم دى همدا راز دخوست په فلکوريکو سندرو، ټپو او نارو کې په وار وار چنار را شين شوى دى، دبيلګې په توګه!
خوست کې ګرمي ده ماته کيږده چنارونه
¯¯¯
عبدالرحمانه زوروره
خيمې دې لکې کړې سيګۍ١په چنارونه
¯¯¯
زړګى مې دوه ځايه مين دى
يو پر سيګۍ بل د متون٢ پر چنارونه
¯¯¯
راځه چې ښکلي خوست ته ځونه
شنه شول د لکڼو٣ چنارونه
¯¯¯
که د ټولو پښتنو په کچه د چنارونو اړوند ولسي کيسې، سندرې اوټپې راټول کړو کتابونه، کتابونه به پرې ډک شي ځنې يې دا هم دي:
د ستا نه لاندې جينۍ سترګې توروينه
چناره! وسپړه ځولۍ ځولۍ ګلونه
¯¯¯
د چنارو لاندې منګيه
سبا کوچ دى لاليه
¯¯¯
د کورمې څه سړې او به شنه چنارونه
ښکلې ليلا ترې شنه منګي راډکوينه
¯¯¯
١ سيګۍ په خوست کې د يوې سيمې نوم دى
٢ متون د خوست مرکز هم دې او په خوست کې د يوه قوم نوم هم دى
٣ لکڼ په خوست کې د يوې سيمې نوم دى
سبا به لوړ چنار ته خيږم
باد به پوښتم چې جانان څه ويلي دينه
¯¯¯
خداى به پخپله مازديګر کړي
دچنارو سيورو ته مه ګوره مينه
¯¯¯
د پښتو په کلاسيک او معاصر ادب په ځانګړې توګه پښتو معاصر شعر کې هم د بيلا بيلو شاعرانو په شعرونو کې چنار په بيل بيل رنګ او جلا جلا مفهوم راغلې دى يو څو بيلګې يې چې دم ګړۍ زما په ذهن کې دي را اخلم:
لوى خوشال بابا: اور د سوي زړه دى چې د غره پر سر بليږي
شنې لوخړې خيږي له نښتره له چناره
¯¯¯
حمزه بابا: ته سروه که د حسن يې چنار زه د پښتو يم
نګړم ستا د قد او د قامت غلامي نه کړمه
¯¯¯
رحمت شاه سائل: څوک چې مې ذکر د وطن د سروې قدو وکړي
ماته دهغه ځاى نښتر ياد شي چنار ياد شي
¯¯¯
اسمعيل ګوهر: زموږ دمينې ګواهان دې خداى ښيرازه لري
هغه بکياڼه، هغه توت، هغه چنار د کلي
¯¯¯
اسمعيل ګوهر: دا زمانې خو افسانې جوړوي
دلته ساه هم په اختياط اخله
په چنارونو مې نوم ونه ليکې
¯¯¯
پيرمحمد کاروان: درې واړه پر ماګران اول يار زموږ دکلي
چنار زموږ دکلې او کوکنار زموږ دکلي
¯¯¯
پيرمحمد کاروان : مرغان دې راشې زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري کلې مو چنار نه لري
¯¯¯
مسطفى سالک: د ګوګل دنيا مې پټه پټه سوځي
ښکاري، اوس به سر بلند لکه چنار شم
¯¯¯
سيدشاه سعود: يو څوک به وي چې اور به يې په پټه ورته کړى وي
کشمير پخپله نه سوځي، چنار پخپله نه سوځي
¯¯¯
سيدشاه سعود: زړه کې د سعود غمونه،نه دي دا
پاڼې د چنار دي څوک يې وشماري
¯¯¯
زاهدشاه "انګار" : راشه دجانان دياد سپرليه پر ګودر راشه
مات مې ديادونو چنارونه څانګې،څانګې
¯¯¯
زاهدشاه "انګار" : ستا دخيال ببرى خو ډير له ونې ټيټ دى
مراندې څه له غځوې تر چنار دنګه
سروه غبرګه شي په ملا کې تندى ټيټ کا
د چنار څانګه چې باد کړي ړنګه،بانګه
¯¯¯
بازمحمد عابد : چې زمانه پرې ګواهي زموږ دمينې وايي
د جانان نوم به په تنه د چنار وګنډمه
¯¯¯
(شاعر يې رانه ده هير دى) : د چنار غوندې په خپلو مټو زور کړه
د انګور غوندې پر بل تاويږه مه
¯¯¯
مير علي ملنګ : دلنډۍ له چنارو لوګي اوچت شول
د ملنګ محبت اور دى لګولى
¯¯¯
سردارولي "څرک" په دې مالت خدايږو څه غم تير شوى
ګودر خاموشه دى چنار غلى دى
¯¯¯
په ټوله مينه او ټول زړه
زاهد شاه "انګار"