نن په پېښور کې د پښتو امن کنفرانس  پيليږي

پېښور: د پښتو نړيوال امن کنفرانس نن د پېښور په نشترهال کې شروع کيږي چې پکې به د نړۍ د بيلابيلو سيمو په ځانګړي ډول د افغانستان، جرمني اوامريکا څخه راغلي پښتانه، ليکوال، شاعران او سياستوال برخه اخلي ، په دغه کنفرانس کې به د پښتو ادب، کلتور، سياست او په ځانګړې توګه د پښتنو په سيمه کې د امنيت په ټينګښت خبرې کيږي، د خيبر پښتونخوا اعلى وزير اميرحيدرخان هوتى به هم په دغه کنفرانس کې برخه اخلي، نوموړي په يو ځانګړي پيغام کې ويلي دي چې دغه کنفرانس به په سيمه کې د امنيت دپاره ښه پايلامه ثابته شي، پښتون قوم دا ګړۍ د سختو ستونزو سره مخ دى، او په ځاني او مالي قربانيو سره به ظالمو قوتونو ته ماتې ورکړي، نن به پښتانه د خپل پايښت لپاره جګړه کوي، دغه کنفرانس به دووه ورځې روانې وي او نن به يې درې ناستې تر سره شي .