دپاکستان سفير دغه خبر رد کړی، چې د سي ای اې سره يې اړيکي ترينګلي شوي دي .

دامريکا په متحده ايالاتونوکې دپاکستان سفير حسين حقاني وايي دامريکا متحده ايالاتونه په افغانستان کې دبرياليتوب لپاره دپاکستان همکارۍ ته اړتيا لري .
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دواړه هيوادونه دمګړۍ دافغانستان دستونزې په هوارۍ کې له يوبل سره همکاري دي .
حقاني هغه تورونه ردکړل چې دپاکستان او امريکااستخباراتي سازمونونو ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې دمتحده ايالاتونو دوسله والو ځواکونو لوى درستيز څو ورځې وړاندې اى ايس اى دطالبانو اوحقاني شبکې په ملاتړ تورنه کړي وه .