دامريکا متحده ايالاتونو کې دسختو بادونو له امله پنځويشت تنه وژل شوي اونهه تنه نورټپيان دي .

درپوټونو له مخې دغه کسان دالاباما ايالات په شمالي او مرکزي سيموکې وژل شوي اوټپيان شوي دي . دنوموړي هيواد چارواکي وايي په دغه هيواد کې دبادونو له امله په دي ايالات کې دري اټومي بټۍ هم تړل شوي دي .
ديادونې وړده ديادو بادونو له امله دځاني زيانونو سربيره ستر مالي زيانونه هم اوښتي دي .