د كار سړي - نمانځغونډې خبرتيا


خوست مېشتو فرهنګيانو پتېيلې، چې (د كار سړي) په نوم د هغو د نمانځنې لړۍ پيل كړي، چا چې د ځان جوړونې پر ځاى، د جهان جوړونې فكر پاللى او په دې برخه كې يې د خپل قوم، ولس او وطن له پاره پام وړ كار كړى دى. د دې لړۍ پيل له دوو داسې څيرو (لال پاچا ازمون او محمديار - يار) كوو، چې تر اوسه ځوانې دي، خو په خپل كم عمر كې يې ډېر څه كړي او د لا ډېر څه كولو تمه ترې كيږي په دې هيله چې په دې نمانځغونډه كې راسره ګډون وكړئ او په خپل ګډون، نظر او وينا په خپلو خلكو كې ، د كار سړيو د لا ډيريدو بهير ګړندى كړئ د غونډې مهال او محل سه شنبه (څلورم ورځ).- د ۱۳۹۰ لمريز كال، د ثور ديارلسمه او د ۲۰۱۱ ميلادي كال، د مې درېيمه افغانستان - خوست اړيكشمېرې: 0799110214070083283307951017070703672737 يادونه: څوك چې په دې نمانځغونډه كې د ګډون مينه لري، كولى شي له پورتنيو نمبرونوسره تماس وكړي او د مې په ۲مه (دوشنبه) له كابل نه له هغه كاروان سره ملګري شي، چې دخوست پر لور به روانيږي ستاسو د ګډون په هيله پيوستون كلتوري او خپرندويه ټولنه - خوست