يمن کې د ﻻريون پر مهال 32 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په يمن کې دامنيتي ځواکونو او لاريونکونکو په تازه نښتو کې دوه ديرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم علي  عبدالله صالح ترراتلونکي يوې مياشتې پورې دواک پريښودل منلي خو له دې سره سره ديمن په بېلابېلو لويو ښاورنوکې په زرګونه لاريونکونکي دنوموړي دژرترژره دګوښه کېدو غوښتنه کوي.
رپورټونه وايي چې دشنبې دورځې  په لاريون کې دلاريونکونکو و او امنيتي ځواکونو ترمنځ په اخوډب کې قابو درې تنه وژل شوي او اولس نورژوبل شوي دي.
بلخوا! امريکامتحده ايالاتونه دسوريې دپوځ له لوري دلاريونکونکو دوهلو پرغبرګون پردغه هيواد دبنديزونو لګول ترڅېړنې لاندې نيولي دي.
سپينې ماڼۍ دلاريونکونکو پروړاندې دسوريې حکومت اقدامات وحشيانه عمل بولي او وايې چې دلاريونکونکو وهل ټکول دوي ته دمنلو وړنه دي.
تردې وړاندې دامريکادمتحده ايالاتونو ولسمشربارک اوباماپه سوريه کې دلاريونکونکو پروهلو ټکولو سخته اندېښنه څرګنده کړې وه او ويلي وچې دسوريې حکومت دلاريونکونکو وهلو ټکلو لپاره له ايران څخه مرسته غواړي خو دسوريې حکومت دغه تورونه بې بنسټه بللي او په کلکه يې ردکړي دي.
په سوريې کې ددلت پروړاندې لاريونونه تېره مياشت له سوېلي ښار دورعه څخه پيل شو.
ددولت مخالفين وايي قابوپنځه زره سرتېري دغه ښارورغلل.
ناتائيدشوي رپورټونه کاږي چې په دغه ښارکې دپوځيانوپه ډزو کې ترپنځويشتو ډير کسان وژل شوي دي.