دسره رود ولسوالۍ دځوانانو دمنتخب فدراسيون ريئس وټاکل شو

سيدرفيع الله سيدي دازادو ټاکنو په ترڅ کې  دسره رود ولسوالۍ دځوانانو دمنتخب فدراسيون ريئس وټاکل شو.
دغه ټاکنې چې دسره رود په ولسوالۍ کې ترسره شوي په کې دنوموړي ولسوالۍ مرستيال،دځوانانو چارو امر،دځوانانو دفدارسيون مشر،ديونسف اداري او حج او اوقافو رياست استازو برخه اخيستي وه .
دځوانانو چارو امر نوراغاځواک وويل ددغه ټاکنو څخه يې يوموخه په ځوانانوکې دټاکنو فرهنګ پلي کول دي .
نوموړى زياته کړه په دغه ټاکنو کې چې هرڅوک بريالى شي دځوانانو امريت سره به دخپلي ولسوالۍ دځوانانو ستونزي شريکوي اودحل په موخه به يې هلي ځلي کوي .
وروسته دڅلورتنو ترمنځ دځوانانو دمنخب فدارسيون دريئس لپاره ټاکنې ترسره شوي چې په ترڅ کې دسرخرود ولسوالۍ دځوانانو دعلمي اوکلتوري ټولنې غړى سيد رفيع الله سيدي دريئس په توګه،عايشه صميمي دمرستيالې په توګه او دنظراباد دعلمي اوکلتوري ټولنې غړى احمدظاهر زهير دمنشي په توګه وټاکل شوه .