دهلمندولايت په ګريشک ولسوالۍ کې دوه ځانمرګې بريدونه دسې شنبې په سهار رامنځ ته شوه .

دنوموړي ولايت امنيه قومندان محمدحکيم انګار وايي په دغه پيښه کې اکمالاتي کاروان ته کوم زيان نه دى اوښتى خو په کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
په ورته وخت کې دګريشک ولسوالۍ امنيه قومندان وايي په دغه ځانمرګې بريد کې داکمالاتي کاروان دوه موټر چلوونکي ټپيان شوي دي .