په بلخ کی د پښتنو د ترورو لړۍ بيا پيل شوه

په بلخ ولایت کی د پښتنو د وژنی لړۍ بیا پیل شوه چی په ترڅ کی یی پرون ۸:۳۰ دقیقی د پښتنو یو ستر مشر او داسلامی حزب پخوانی قواماندان عظیم خان سره له زوی او وراره چی عبدالاحمد او ضیا خان نومیږی په رڼا ورځ په داسی حال کی چی د خلم ښار په لور روان وو په خپل موټر کی ورباندی برید وشو او ووژل شول
داپیښه په داسی حال کی تر سره کیږی چی څومیاشتی وړاندی کله چی د ولسی جرګی ټاکتنی پای ته ورسیدی نو په همدی ولسوالۍ کی د عبدالرحمن په نوم یو پښتون مشر شهید کړای شو

او دا کس چی موضوع یی ټولو رسنیو کی خپره هم شوه د ولسی جرګی یوه نوی وکیل لخوا چی اسد الله شریفی نومویږی او د بلخ والی ښاغلی عطا په میخ خیزونه وهی ترور شو

وړاندی تر دی په څو څو ځله پښتانه مشران په شمال کی په مرموز ډول ترور شوی او په شمال کی د پښتو په مشری په دی اړه غونډی شوی او دغه عمل یی غندلۍ او همدا رنګه د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه یی کړی ده
دا ټولو ته څرګنده ده چی ددی وژنو تر شا د بلخ ولایتی اداره او پخپله والی عطا لاس لری خو مرکزی حکومت په دی اړه هیڅ کوم ګام نه دی اخیستی

دا په داسی حال کی ده چی تیره ورځ وال ستریت ژورنال امریکایی ورځپاڼی هم لیکلی وو چی د بلخ والی عطا محمد نور وسله والی ډلی لری او نوموړی له دی ډلو څخه په ګټی اخیستنی خپل شخصی حریفان  پښتانه ترور کوی
وال ستریت ژورنال لیکلی وو ه شمالي ولایتونو کې پښتانه د وسله والو ډلو له خوا تر سخت فشار لاندي دي او د ولسي جرګې په تیرو ټاکنو کې همدې ملیشه ځواکونو پښتانه له رای ورکولو منع کړي وو، که دا ملیشې نه وای طالبان به هیچا هم په خپلو سیمو کې نه وای پرې ایښي.

ورځپاڼه لیکي چې پښتانه د فشارونو او سختو ورځو له امله طالبانو ته په خپلو سیمو کې د تګ راتګ اجازه ورکوي ځکه چې دوی له قومي ملیشو اوحاکمې ادارې څخه ډیر په تنګ سوي دي.

وال سټریټ ژورنال وایی پښتانه چې د افغانستان اکثریت قوم دی په شمالي ځينې ولایتونو کې اقلیت دي او د ځايی ملیشو د زور زیاتي له کبله وسله والو طالبانو موقع تر لاسه کړې چې په د غو سیمو کې ځای تر لاسه کړي.