د طلوع، لمر او طلوع نيوز ټېلويزيونونو او د
ارمان او ارکوزيا راډيو د څښتن سعد محسني ايرانى الاصلې امريکايۍ مېرمنې سارا
محسني د امريکا د دفاع له وزارت څخه د افغانستان ملي اردو ته د يونيفورم جوړولو په
اړه د ٤٤ مليونو ډالرو په ارزښت يو قرادارد اخيستى دى.
د سعد محسني دغه ايرانى الاصله امريکايۍ مېرمن
په انصاري څلورلارې کې د خياطۍ او نجارۍ يو دوکان هم لري.
سارا محسني په امريکا کې له نفوذ لرونکو
يهودانو سره پياوړې اړيکې لري او له دې امله يې په مطبوعاتي برخه کې د افغانستان
لپاره ستر قرادادونه د خپل خاوند لپاره اخيستې دي.
نه يوازې په امريکا کې بلکې په ټوله نړۍ کې د
رسنيو لويه برخه د يهودانو په لاس کې ده او دوى په افغانستان کې هم خپل جال د سارا
محسني پر مټ د طلوع، طلوع نيوز او لمر ټلويزيونو او د ارمان او ارکوزيا راډيو ګانو
په چوکاټ کې غوړلى دى.
پردې سربېره سعد محسني
دایرانیانو لپاره په دوبۍ کې پارسي یک په نوم هم یو کانال جوړ کړې دی او ویل کیږي
، چې سعد محسني دخبري رسنیو دامپراتور رابرټ مردوخ ،چې له اره یهودي دې ټېنګې اړېکې لري .
په کابل کې د امريکا مرسته کوونکې ادارې هم
تاييدوى چې په رسنيو برخه کې يې لويې مرستې له سعد محسني سره کړي دي.
ويل کېدل چې دا مرسته تر اوسه پورې د رسنيو په
برخه کې وه، خو اوس غواړي دا مرستې او قرارداونه نورو برخو ته هم وغځوي.