له کومې ورځې، چې د امريکې د متحدو ايالتونو په
مشرۍ نړيوالې پوځي ټلوالې پر افغانستان بريد کړى تر ننه پورې زياته جګړه، چاودنې، او ورانۍ د پښتنو په سيمو پورې محدودې دي او په دې
جګړه کې اصلي قربانيان پښتانه دي او تر
اوسه د ډيورند کرښې دواړو لوريوته مالي، ځاني او معنوي زيانونه ترډېره پښتنوته ور
اوښتي د امريکايي الوتکو بې مسئوليته بمبارۍ د پښتنو په کليو او کورونو کيږي او
همدا پښتانه دي چې د دې بمباريو په پايله کې وژل کيږي، ټپيان کيږي او کډوالۍ ته اړويستل کيږي ، د
ګوانتامو، بګرام، کندهار، څرخي پله او نور زندانونه له پښتنو څخه ډک دي، ائتلافي ځواکونه د افغانستان ملي قوانينو، عنعناتو او کلتور ته له پاملرنې پرته د پښتنو کورونه پلټي، ښځې او
ماشومان په سپيانو داړي . نارينه او ځوانان لاس تړلي زندانونوته ليږي. هرڅوک چې اوږده ږيره لري. پګړۍ تړي او په پښتو
خبرې کوي هغوته د طالب او القاعده په سترګه کتل کېږي .
د افغانستان په امنيتي ادارو کې دپښتنو ضدڅېرې نړيوالو ځواکونو
ته ناسم راپورونه ورکوي او عمداً د پښتنو سيمې ورباندې بمباروي،ددې لپاره چې
پښتانه په جګړه کې ښکيل وساتل شي او په
سياسي پروسه کې د هغو دفعال ګډون مخه ونيول شي. له زده کړې بې برخې پاتې شي دخپلو
اوپرديو له خوا عمداً مخالفت او جګړو ته هڅول کېږي .
له بلې خوا کوم
عمليات او پوځي هلې ځلې چې د حکومت د مخالفينو له خوا ترسره کيږي هغه هم يوازې او
يوازې د پښتنو په سيموکې محدودې دي، نن
ورځ که ښوونځى سوزول کيږي، که د پښتنو ځوانانو او ماشومانو په مخ د ښوونځيو دروازې تړل کيږي، که ښوونکي وژل کيږي ټول د پښتنو په سيموکې دي او همدا پښتانه دي چې دددې نظام قرباني کېږي .
دپښتنو
په سيمه کې د بيارغونې او عمراني کارونو مخه نيول کيږي ، انجينيرانو او سړک
جوړونکو کمپنيو ته ماينونه ايښودل کيږي د ښوونځيو او روغتونونو د جوړولو مخنيوى کيږي او د پښتنو ځوانانو
د بې سواده کولو او معتاد کولو په خاطر د
نشه يې توکو کرکېلې ته وده ورکول کيږي. همدا اوس په ټولو پښتون ميشتو سيموکې د لويو لارو پلونه په بمونو الوزول شوي .
په سياسي پروسه کې
د پښتنو د فعال ګډون مخه نيول شوې په ټاکنو کې دپښتنو دګډون دمخنيوي لپاره د وسله والو مخالفينو او په حکومت کې دننه دځينو کړيو داعمالو
ترمنځ توپير نشته ، تېرې ټاکنې دپښتنو په وينو وشوې ، په دې پلمه ،
چې دټاکنو لپاره امنيت راوستل کېږي دپښتنو په سيموکې پوځي عمليات وشول په پايله کې
يې پښتنو ډېرزيانونه وګالل خو دټاکنو په پايله کې دپښتنو ريښتينى استازيتوب رامنځ
ته نه شو. بهرنيانو همدا ټاکنې رڼې وبللې، دوى خپلو ملتونو ته دروغ وايي، چې موږ
په افغانستان کې د ولسواکۍ د راوستو لپاره مرسته کوو خو په واقعيت کې دولسواکۍ پرمخ ترټولو درنې څپېړې همدوى
ورکړي دي .
په داسې حال کې ،چې
په افغانستان کې دامريکايي پوځونو دشتون منفي څېره ټولو ته څرګنده شوې ده، اورېدل کېږي ، چې دامريکې متحده ايالات له افغانستان سره دستراتېژيکو د تړون په ترڅ کې
ددايمي پوځي هډو غوښتنه کړې .
ترټولو ستره اندېښنه داده ، چې که دامريکايي پوځيانو موقتي
شتون په افغانستان کې دخلکو دبدبختيو لامل شوى نو له اوږدمهالي شتون څخه يې به يې
افغانانو په تېره بيا پښتنوته څه ګټه ورسېږي .
ترهغو چې دې
اندېښنو ته مثبت ځواب نه وي ورکړل
شوى او د امريکې متحدو ايالتونو په خپلې
رويې کې بدلون نه وي راوستى لازمه نه ده ،
چې دافغانستان دولت دې ورسره دستراتيژيکو
اړيکو په تړون خبرې وکړي .
د دوو هېوادونو
ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې پردوستۍ او متقابل درناوي ولاړې وي خو دامريکې دمتحدو ايالتونو دريځ دافغانستان پروړاندې صادقانه
نه دى . نه يوازې دافغانستان خلک بلکې
دافغانستان حکومت ، چې په نړيواله کچه
دامريکې د نږدې دوست په نامه يادېږي ، دامريکايي چارواکو له چلند او سياست نه خوښ نه دى .
تردې وړاندې به
دامريکايي ناوړه او دکاذبې دوستۍ پربنسټ ولاړ سياستونه ددې لامل کېدل ، چې
دافغانستان خلکو به دافغانستان حکومت ته
ګوته نيوله او حکومت به يې پړباله ، چې
ولې دامريکې د ناسمو سياستونو په اړه سکوت کوي ، خو اوس ، چې دافغانستان حکومت هم
دسکوت پرده له خپل مخه لرې کړې ، د ريښتيا وخت رارسېدلى او ريښتيا همدغه ده، چې
ترڅو پورې دامريکې متحدو ايالتونو د افغانانو شکونه نه وي لرې کړي ، په خپله
تګلاره کې يې بدلون نه وي راوستى او په عمل کې يې خپله سياسي ريښتينولي ثابته کړې نه وي کړې ،
دافغانستان حکومت دې دستراتيژيکو اړيکو
پرتړون باندې له هغو سره له خبرو کولو ډډه
وکړي ، ځکه تراوسه پورې افغانان په دې نه پوهېږي ، چې امريکا څه غواړي .