د پښتنو ځوانانو د کارستونزه

دوشنبه (گل)   ٢٥ / ٠٤ / ٢٠١١
له رسنيوڅخه خبر شوم چې د پښتو نړيوال کانګرس لخوا د پېښور په نشترهال کې د اپريل د مياشتې په نهه ويشتمه او دېرشمه نړيواله امن جرګه تر سره کيږي، پدې کې به د پښتنو په ستونزو او د پښتنو په سيمو کې د امنيت په ټينګښت خبرې کيږي لارې به سنجول کيږي او يوه ځانګړې پايله به تر لاسه کوي، او دا خبره هم څرګنده ده چې دا مهال د پښتنو په سيمه کې جګړې لمبلې بلې دي او نورو تر څنګ يې ځوانان زيات قربانى کيږي او دغه ځوانان ولې دغه ډګر ته ورځي دا پخپله يوه ستونزده چې د کور اقتصادى ستونزې په خپل ځان د نه باور او د بې کارۍ ستونزې دي چې په سر کې يې زمونږ پښتانه ځوانان اندېښمن کړى که مونږ دا مهال په پښتنې سيمه کې د ځوانان د کار اندازه ولګوو زما په اند په سلو کې به شل فيصده داسې ځوانان نه وي چې د ښه او غوره کار له مخې د خپل کور لګښت برابر کړي دغو ځوانانو اتيا فيصده د جنګي اړخونو سره يو ځاى کيږي د معاش او يا د کوم بل متبادل څيز په بدل کې جنګ کوى او په دې سيمه کې د سولې پر ځاى د جنګ ټغر غوړولى دىاو جنګي اړخونه د پښتنې خاورې د زېرمو د تالان دپاره راغلي او زمونږ ځوان نسل يې د يو لړ اندېښنو سره مخ کړى دى دا هم ښکاره خبره ده چې چا د خپلو ګټو دپاره يوه سپېڅلې لاره پلمه کړې ده او چا بله او که رښتيا ووايو چې دغو اړخونو په دروغو دغه لارې خپلې کړي او د پښتنو ځوانانو دپاره يې پلمه کړې او دخپلو ګټو قرباني کوي يې، د پښتنې خاورې د ګټو د ترلاسه کېدو دپاره له اروپا، له امريکا او له اسيا څخه جنګى اړخونه راغلى او د پښتنو ځوانانو دغوره استعدادونو څخه ګټه پورته کوى ايا د پښتنو مشرانو تر دې دمه په دې فکر کړى چې پښتون ځوان نسل ته د کار لارې چارې برابرې کړي، دا مهال زياتره پښتانه ځوانان په لويديځو هيوادونو او د عرب شيخانو سره کار کوي ځينې يې بيا په لويديځو او اروپايي هيوادونو کې په کار بوخت دى او کوم ځوانان چې په خپله خاوره کې پاتې دي هغوى بيا د بې روزګارۍ له ستونزو سره مخ دى او د نا بلليو جنګي اړخونو د شومو ګټو قربانى کيږي کمې پيسې ورکوي او ډېر کار ترې غواړي، که څه هم دا منل شوى حقيقت دى چې دا نا بلل شوي جنګي اړخونه د خپلو ګټو لپاره پښتنې سيمې ته راغلي او جنګ کوي او زمونږ ځوان نسل په ناسمو لارو برابروي.
که څه هم زمونږ ځوان نسل اوس په دې خبره پوهه دى چې د ځان او د خپلې خاورې ساتنې وکړي يوه خبره شته چې هغه د ملي مشرتابه نه شتون دى او که چېرې پښتون ځوان پخت د ملي مشرتابه غم وخوړ نو دا به ښه خبره وي او د کار او استعداد لپاره به لارې چارې برابرې شي.