په سويډن کې د افغان اريانا کلتوري ټولنې خبرتيا

په سویډن کې د اریانا افغان فرهنګي ټولنې پتیلي ده چې د راوان کال د مې د میاشتې پر ۲۱ نیټه د مالمو په ښار کې یوه لویه علمي غونډه جوړه کړي په غونډه کې به  اروپا میشتي ګڼ شمیر ادیبان ،لیکوالان، شاعران او د ادب منیوال ګډون وکړي غونډې ته د انګلستان څخه ښاغلی پوهاند دوکتور احمدمجاور زیار او د جرمني څخه ځوان ژبپوه ښاغلی سېبستيان هاینه « زمری خان » او ښاغلی ډاکټر اکرم ملکزی را بلل شوي ديوخت : غرمې یوه بجه ۱۳:۰۰ځای:  مالمو  ښار ، لاتین ښوونځي  Date : 21 mayTime:13:00Adress: LatinskolaAmiralsgatan 2Malmö 
د اړتیا پر وخت په لاندینو شمیرو اړیکې ونیسئکبیر امیري :۰۷۰۵۳۸۰۰۰۲هیواد شیرزاد: ۰۷۳۷۱۴۳۱۴۰ولایت خان ځدراڼ: ۰۷۶۲۴۰۹۳۲۲