غربت په افغانستان کې نا امنيو ته لار هواروي

 رفيع الله زيار
افغانستان د جنګونو او جګړو له لاسه د اقتصاد له پلوه هم يو ډېر کمزورى هېواد دى او خلک يې په سخت غربت کې شپې او ورځې تېروي،د دغه هېواد وګړي د يوې ګولې ډوډۍ لپاره د ننه په هېواد او دې هېواد نه د باندې په نورو هېوادونو کې ډېر درانه کارونه کوي، تر څو د خپلو اولادونو او کورنيو د ژوند تېرولو لپاره يو څه پيدا کړي.زموږ په خواره او غريبه ټولنه کې تر دې کچې غريبي زور کړى، چې څو کاله وړاندې په شمالي ولايتونو کې خلک دې ته مجبور شول، چې د خپلو او لادونو د ساتلو او د هغو د مرګ څخه د ژغورلو په خاطر له خپلو اولادونو څخه يو اولاد وپلوري او پاتې کورنۍ ته نجات ورکړي، نو هر کله، چې په کومه ټولنه کې د غربت رېښې په ځغلېدو شي، نو په هغه ټولنه کې بيا د غريبي له امله ډېرې بدې پېښې رامنځته کيږي، لکه څو ورځې وړاندې، چې نړيوالې ټولنې خبردارى ورکړ، چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کرلو کې زياتوالى راغلى دى او دوى زياته کړې، چې د تېر ١٣٨٩کال نه به په روان ١٣٩٠ کال کې د کوکنارو توليد زيات وي، ځکه چې دا ځل د کندهار او هلمند ولايتونو پر ځاى په شمال کې زيات کرل شوي دي. دا ناروا بوټى هم د اسلام له نظره حرام او ناروا دى او بل د بشر لپاره ډېر په مالي او جسمي لحاظ زيان رسوونکى دى. همدا خطرناک بوټى دى، چې زموږ دې هېواد نړيوال شهرت يې زيانمن کړى دى، زموږ هر ډول اعتبار ته يې سخته ضربه ورکړي، زموږ خلک يې د نورو ډول، ډول ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړي دي او همدې ناروا بوټي د دوى اولادونه وژلي ، د دوى اولادونه يې قاچاقبران کړي، د دوى اولادونه يې په نورو هېوادونو کې د همدې بوټي پر سر د دار تر پړي ( رسۍ ) رسولي او ډېرو خو يې تر اوسه پورې د مړي او ژوندي درک هم نشته، چې چېرې دى او په افغانستان کې د روانې تحميلي جګړې اصلي رېښې هم د مخدره موادو کښت تمويلوي ، چې له امله يې د افغانستان هر اړخيزه پرمختيا ستونزمنه کړيده.اول خو موږ په دې برخه کې په هغو هېوادوالو، چې د کوکنارو کر کيلې ته يې مخه کړي، غواړو، چې تاسو بايد له هر ډول غربت او ستونزو سره په مېړانه مقابله وکړئ او دغه ناروا بوټى، چې زموږ اولادونه ، وروڼه او نور هېوادوال له منځه وړي، ونه کرو او ددې ناروا بوټي په کرلو سره بايد خپل ځانونه ، اولادونه او وروڼه بې ځايه قرباني نه کړو.دوهم په افغان دولت باندې هم غږ کوو، چې پوره هڅه دې وکړي، تر څو هغو بې وزله خلکو ته، چې د غريبۍ سره لاس او ګرېوان دي د کار زمينه برابره کړي او زموږ ځوانان دې ته مجبور نه شي، چې نورو هېوادونو ته په کار کولو پسې په نا قانونه توګه لاړ شي، له دې وروسته بايد زموږ ځوانان د نشه يي توکو له کاربار نه راوګرځي، همدارنګه له دوى څخه بايد وسلوالې ډلې جوړې نه شي او بلاخره دغه ځوانان، چې په دې ناوړه کار کې ښکېل دي، په راتلونکي کې خپلو کورنيو، خپلو کليوالو او نورو هېوادوالو ته نيکمرغي او خوشالي راوړي.
په دې برخه کې دې افغان دولت دا هڅه هم وکړي، چې د زراعت په برخه کې بزګران وروزي او دوى ته د باغدارۍ او نورې ګټورې کرهنيزې زده کړې ورکړي، تر څو نور دا خلک په راتلونکې له هغو ستونزو سره، چې اوس ورسره مخامخ دي، راووځي او خپل ارام ژوند ته دوام ورکړي.له نېکه مرغه د خوست په ګلورينه سيمه کې ددې بدنام بوټي کر او قاچاق نشته ،خو له شک پرته په زرګونو خلک پدې روږدي دي، چې دا روږدو کسانو ته په لوى زيان تماميږي، مخدره موادو پر ضد وزارت له خوا هغو سيمو ته، چې په کې کوکنار صفر دي د يو کال يو ميليون ډالر د ټولنيزو پروژو د پلي کېدا لپاره په واک کې ورکوي، سږ، چې پنځم کال دى او له دې درکه خوست د پنځه ميليونه ډالرو مستحق ګرځېدلاى دى، هيله مو داده، جې اړوند وزارت نوموړى رقم د خوست ادارې په واک کې ورکړي. د مخدره توکو پر ضد سيمه يزه اداره هم بايد د پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت ټولګټې پروژې طرح او اړوند وزارت ته يې وسپاري، هسې نه خداى ج مه کړه دا لوى رقم ضايع شي او د خوست خلکو ته مسوول پاتې شو.
په اخر کې پر نړيواله ټولنه باندې هم غږ کوو، چې د افغان بزګرانو سره هغه کړي ژمنې په خپل وخت پوره کړي، دوى ته د زراعت په برخه کې زياتې اسانتياوې برابرې کړي او دوى ته بايد د نورو مرستو تر څنګ اصلاح شوي تخمونه هم ورکړل شي، تر څو دغه بزګران ورڅخه په راتلونکي کې سالمه ګټه پورته کړي او دې ته مجبور نه شي، چې د کوکنارو کر کيلې ته مخه کړي او دغه ضررناک بوټى ټولې نړۍ ته د ترورېزم په شان سر خوږى پيدا کړي.