افغانستان ترسلطنت وروسته

افغانستان ترسلطنت وروسته هغه نوی کتاب دۍ چې پدې وروستیو کې ددانش دخپرندویی ټولنې لخوا په ۴۴۰ پاڼوکې خپور شوی دۍ چې زموږ دهیواد  دروانی غمیزې په مختلفواړخونویې رڼا اچولې ده۰ دکتاب لیکوال ښاغلی محمدآصف خواتی  زموږدهیواد د اوږدې بې ثباتی لاملونه چې پایله یې دهیوادبشپړ ورانیدل اوپه برخلیک یې د پردیو واکمنیدل شول د۱۳۵۲ کال دچنګاښ د۲۶ نیټې پوځي کودتا ، دزبرځواکونوپه سیالۍ ،دافغانستان په کورنیوچاروکې بهرنې لاسوهنې اودواکمنیو اوسیاسي کړیوله لوری دزورزیاتۍ دسیاست په غوره کولو کې لټوي ۰ 
لیکوال خپل کتاب په لاندې شپژوفصلونو کې لیکلی دۍ ۰
۱- په افغانستان کې دجمهوری نظام ټینګښت
۲- دثوروسله وال پاڅون
۳- افغانستان دشوروی دنیواک پرمهال
۴- داسلامي انقلاب بری
۵- دطالبانو اسلامي امارت
۶- افغانستان له ترهګرۍ سره دمبارزې پرمهال۰
سربیره پردې کتاب یوه  سریزه اودوروستۍ خبرې ترسرلیک لاندې برخې هم لري ۰ دکتاب په وروستۍ  برخه کې چې کیدای شي هغه دروان ناورین نتیجه ګیري وشمیرل شي دروانې اوږدې بې ثباتې په را منځته راتګ، ژوریدواوپراخیدوکې دافغانستان ستراتژیک حساس جغرافیایي موقعیت، دواکمنیو، سیاستوالو، سیاسي کړیواوروڼ اندورول ته ګوته نیولې ده چې هغوی ونشوای کړای دخپل هیواددا حساس موقعیت  درک اوداسې دریځ غوره کړي چې وکولای شي په ګډه دپردیو اوخاصتآ دزبرځواکونودلاسوهنومخنیوی وکړي اوداهیواددهغوی دسیالیواوکشمکشونوپه ډګروانه وړي۰ لیکوال دزیاتروڅیړونکواولیکوالوخلاف چې دروانې غمیزې پړه پردې یاهغه حکومت یا ګوند اچوي ، ټولې واکمنې او مطرح سیاسي کړۍ پکې ښکیلې ګڼي  اوداسې لیکي« ددې ناورین اوغم لړلې کیسې پړه دپاچا  او سلطنتي کورنی نه نیولې تر ټولوپورې چې کولای یې شول دهیواددژغورنې لپاره څه وکړي خویایې بې کفایتې وښودله،یا لاس ترزنې کیناستل یا دغلیمانودلاس وسیله شول اوهیڅ يې هم ونه کړل پرته ده »۰
 دروهي ویبپاڼې وپتییله چې داکتاب په دې پاڼه کې خپورکړي ترڅودرانه وطنوال اوددې پاڼې لیوال دهغه نه ګټه پورته کړي ۰