په هلمند كې د ماين په چاودنه كې دوه ملکيان وژل شوي

د هلمند وﻻيت مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رارسيدلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په هلمند كې د ماين په چاودنه كې دوه ملکيان وژل شوي. د دوی په وينا دغه كسان د جمعې په ورځ هغه مهال شوي اويوه ښځه ټپي شوه كله چې د دوى سراچه موټر د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د جازي په سيمه كې د دولت د وسلوالومخالفينولخوا پرخښ كړل شوي ماين وربرابرشوچې د چاودنې په ترڅ كې مرګ ژوبله رامنځته شوه.
د هلمند ولايت مقام پر دغه پيښې خواشيني ښودلې او ويلي، چې د دښمن دغه عمل چې په عامو لارو كې د ولسي خلكود وژلو په موخه ماينونه ځاى پرځاى كوي په كلكو ټكو غندوـ