کندهار: په ژيړۍ ولسوالۍ کې دافغان اوبهرنيوځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتوکې دري وسله وال طالبان وژل شوي

 دکندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې دافغان اوبهرنيوځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتوکې دري وسله وال طالبان وژل شوي اويوبل ټپي شوى .
دکندهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دغه عمليات تيره ورځ دژيړۍ ولسوالۍ په مقوانوکلې کې دکره اوپټو عملياتو په ترڅ کې ترسره شوه چې په پايله کې يوشمير ماينونه هم کشف اوشنډ کړى شول .
ويل کيږي په دغه عملياتوکې ګډو ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى .