امريکايي چارواکی، پر ليبيا د بنديزونو د لګولو د ﻻرو چارو لپاره اروپا ته سفر کړی

امريکا دهغه هيواد ماليې وزارت يو لوړپوړى چارواکى ترکيې اوفرانسي ته واستاوو. دغه کس به دنړيوالو بنديزونو پردقيقي اجرا ډاډ ترلاسه کړي .
دترهګرۍ اومالي اطلاعاتو په چاروکې دامريکا دمالي وزارت مرستيال ډيويډکوهان به داپريل دڅلرويشتمې تر اته ويشتمې نيټې په پوري په انقره اوپاريس کې له ترکي اوفرانسوي چارواکو سره وګوري .
دامريکا دمالي وزارت وايي پرايران سربيره دليبيا حکومت پرخلاف د تنبهي تدابيرو اجرا هم دکوهان داجرا په لومړيتوب کې دى .
امريکا په تيرو دوو مياشتوکې دمعمرالقذافي دکورنۍ او دحکومت څه دپاسه دوه ديرش ميليارده ډالره کنګل کړي دي .