سوريه کې 75 تنو ته د ﻻريون پر مهال مرګ ژوبله پېښه شوې

دسوريې په پرونيو دولت ضدلاريونو کې پنځه اويا تنه  لاريون کوونکوته د دولتي ځواکونو د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتي .
درپوټونو له مخي امريکا،فرانسي او برتانيې په سوريې کې دلاريون کوونکو په وړاندي پرونى زور زياتى په کلکه غندلى دى .
رسنۍ وايي لاريون کوونکو ته ترټولو زياته مرګ ژوبله په سويلي ښارونو کې اوښتي ده .
په سوريې کې پنځه اونۍ وړاندي دولت ضد لاريونونه پيل شول چې په ترڅ کې ولسمشربشر الاسد په دولت کې دننه دځينو بدلونو پريکړه وکړه اوهمدارنګه يې په نوموړي هيواد کې بيړنى حالات قانون هم ړنګ کړ .