دامريکايي کشيش له خوا دقران کريم دسوځولو پر وړاندې غبرګون کې دافغانستان په بېلابېلو برخو کې داعتراض غږونه
اوچت شول خو په کندهار اوبلخ ولايتونو
کې له تاوتريخوالي سره ملو لاريونونو ته
،چې مرګ ژوبله يې هم لرله دټولو پاملرنه
ورواوښته ،خو هرچا هڅه وکړه، چې دې پېښې دخپل
ليدلوري له مخې بېلابېل لوري ورکړي . په دې کې شک نشته ، چې افغانانو په هروخت کې د ټينګې اسلامي عقيدې په لرلو سره داسلامي
ارزښتونو دسپکاوي پروړاندې تر بل
هرملته وړاندې غبرګون ښودلى ، خو په خواشينۍ سره، چې دننه په
افغانستان کې اوبهرنيو کړيو زموږ دخلکو له احساساتو څخه تل ناوړه ګټه پورته کړې ده او دعدالت غوښتنې هر حرکت يې له خپل مسير څخه
منحرف کړى دى .
پوښتنه داده ، چې يو امريکايي کشيش قران کريم ته اور ورته کړ ، داعمل بايد غندل شوى
و ، قران کريم دنړۍ د يونيم ميلياردو په شاوخواکې مسلمانانو مومن به
کتاب دى . امريکايي کشيش په واقعيت کې د نړۍ
ددې لوى شمېر اوسېدونکو عقايدو ته سپکاوى کړى، دامريکې اوځينو نورو غربي
هېوادونو يو شمېر اتباع هم مسلمانان دي ، چې حتماً به له دې امله ناخوښه وي ، خو موږ په ځانګړې
توګه افغان مسلمانان د دې شان عمل پروړاندې بايد څه کړي واى.؟
امريکايي کشيش
زموږ پرضد عمل کړى خو زموږ غبرګون هم زموږ پرضد دى هغه دقران کريم يو ټوک
وسوزاوه خوموږ راپورته شولو ددې کار په
غبرګون کې مو دخپل ښوونځي دروازې ، ښيښې
او څوکۍ ماتې کړې؛ چېرته چې زموږ ماشومان اوځوانان
قران کريم زده کوي .بې له شکه ، چې
په افغانستان کې دبهرنيو دشتون پروړاندې مخالفتونه شته خو موږ يوټکى له پامه غورځوو ؛ هغوى ، چې اوس پرموږ واکمن دي ، زموږ دهېواد دځمکې اوفضا اختيار يې په خپل لاس کې اخيستى توان لري ، او داتوان ښوونځي ور په برخه کړى که موږ غواړو ،چې له دوى څخه دخپل هېواد اختيار واخلو او بيا يې دساتلو جوګه
هم شو بايد وړتيا پيدا کړو ، ددې کار وړتيا
دښوونځي له لارې پيداکولاى شو خو
که موږ خپل ښوونځي ته اور اچوو يايې ښيښې
اوڅوکۍ ماتوو نو په واقعيت کې مو پر خپل هېوادباندې د هغو دواکمنۍ دغزېدو يوه هڅه کړې ده .
په دې هيله ، چې
افغانان له خپلو مدني حقونو او
ازاديو په ګټې اخيستو سره دخپلو عقايدو او ارزښتونو ددفاع ترڅنګ د هېواد ملي ګټې هم خوندي کړي
او له دې ډول پېښو سره دغبرګون
پرمهال زغم ولري،
دافغانستان حکومت ته
نږدې يو شمېر کړيو هڅه وکړه ، چې
دا مظاهرې يا پروسله والو مخالفينو
وروتپي اويايې د بهرنيانو له لوري په
افغانستان کې افراطيت ته د ودې ورکولو يوه
هڅه وبولي . که څه هم ددې ادعاووداثبات لپاره تراوسه پورې کره
شواهد نه دي وړاندې شوي خو امکان
يې هم نه شو ردولى خو يو څه چې باوري دي
په دې لاريونونو کې د عامو
خلکوشتون چې دپاکو احساساتو له مخې
يې خپل غږونه اوچت کړل
ترپخوا زيات او دپام وړ وو .خو
داچې دا لاريونونه ولې په تاوتريخوالي بدل
شول بېلابېل لاملونه لري .
په خواشينۍ سره ، چې
زموږ پوليس په ځانګړې توګه په ولايتونو کې
له خلکو سره مسلکي چلند نه کوي .دلاريونونو پر مهال خلکو ته
داسې احساس نه ورکوي ، چې ګنې
دامنيت دساتنې لپاره يې مخې يا شاو خوا ته درېدلي دي .په دې شپو ورځو کې چې
په عربي هېوادونو کې دفاسدو او استبدادي
حکومتونو د چپه کېدو لړۍ روانه ده د کرزي
حکومت دخلکو له راټولېدو وېره لري . او
همدا دليل دى ، چې ښايي په حکومت کې دلاريون کوونکو دسرکوبولو احساس ترپخوا زيات
شوى وي ، فکر کېږي ، چې په بلخ اوکندهار
ولايتونوکې دلاريون کوونکو نه کنترولېدونکي احساسات د امنيتي ځواکونو
دغيرمسلکي اويا قصدي چال چلند پايله وي که داسې وي نو
دتاوتريخوالي مسئوليت نه يوازې
لاريون کوونکو بلکې امنتي مـسئولينو ته هم متوجه دى .
دافغانستان دحکومت او دامريکې دمتحدو ايالتونو
ترمنځ د وروستيو اختلافاتو په پايله
کې يوبل رامنځ ته شوى بدلون دادى ، چې هرلورى هڅه کوي دملامتيو پېټى
يو دبل پراوږو بارکړي . دکرزي حکومت په امريکايانو نيوکه کوي ، چې په تېرو
لسو کلونو کې يې دافغانستان دامنيتي ځواک
په سمبالولو کې له اړتيا سره سم کارنه دى
کړى نو ځکه امنيتي ځواک دټول افغانستان دامنيت ساتنې جوګه نه دى . خو
امريکايان دکرزي په اداره کې دپراخ اداري او مالي فسادشتون دهرې
ستونزې لامل ګڼي . دکرزي حکومت دامريکا خپل سري عمليات او د ملکي وګړو دتلفاتو دشمېرې لوړېدل دخلکو او افغان حکومت ترمنځ دفاصلې دپراخېدو
لامل بولي خود متحده ايالاتو ديپلوماتيکې منابع بيا اداري فساد دخلکو او حکومت
ترمنځ دبېلتون او ان دخپلې ناکامۍ لامل
ګڼي ، خو په واقعيت کې دې دواړو لاملونو
خلک له دواړ لوريو ( حکومت او نړيوالو
ځواکونو ) ناراضه کړي دي . خو داچې دخلکو
ورځنۍ اومخامخ اړيکې
دافغانستان له حکومت سره دي نو غبرګونونه
هم تل حکومت ته متوجه وي اوکه
بهرنيان هم خلکوته زيان اړوي
خلک يې مسئوليت پرحکومت وراچوي او داطبيعي هم ده ځکه ، چې په واقعيت کې
دافغانستان حکومت نه دى توانېدلى ،چې
دبهرنيانو دخپل سرو کړنو مخه ونيسي
،
پردې بنسټ د
حکومت پلوو کړيو دا هڅه
چې وروستي لاريونونه يوازې امريکايي
ضد لاريونونه بولي دمنلو نه ده او له
دې خبرې انکارنه شي کېداى، چې په کندهار
او بلخ ولايتونو کې دشويو لاريونونو ټکانونو
نه يوازې امريکا بلکې دکرزي حکومت هم احساس کړي دي . خلک، چې دحکومت پروړاندې
يې دزغم
کڼډولي ډک شوي وخت اوموقع ته
ګوري هروخت، چې موقع په لاس ورشي دلاريون
په کولو سره غبرګون ښيي . په افغانستان کې
وروستي لاريونونه که له يوې خوا دقران
کريم د سوزولو پروړاندې غبرګون و ددې ترڅنګ
يې دحکومت دناوړه سياستونو
پروړاندې هم دخلکو دنارضايتۍ يوه بېلګه بللاى شو
له همدې امله حکومت ته په
کاردي، چې دخلکو غوښتنو ته په پام سره
دې د اړينو اصلاحاتو اراده وکړي .