پېښور هم د افغانستان پلازمېنه وه

پښتون ښايي د ځمکې پر سر يو له هغو قومو څخه  وي، چې د زياتو هېوادونو تابعيت لري، د زياتو فکرونو، عقايدو او برداشتونو سره به اشنا وي، په دې معنا چې که (افغانستان د ټولو پښتنو مور او پلار دی)، نو پاکستان تر ټولو زيات پښتانه تر خپل حاکميت لاندې راوستي، په هندستان کې هم د پښتون په پراخ شتون څوک سترګې نشي پټولی، هلته هم د پښتنو په تاريخي شاليد کتابونه ليکل شوي دي، حتا  لکه څنګه چې د پاکستان لپاره پښتانه پوځيان جنګيدلي او جنګيږي، د پاکستان له جوړېدو مخکې پښتانه د هند په پوځ کې سرلاري قوماندانان پاتې شوي دي، که په کشمير کې له هندي پوځيانو سره جنګيدلي او د (جهاد افغانستان) له لارې يې د (دفاع پاکستان) دنده تر سره کړې، د سرو لښکرو سره يې هم اوږه په اوږه پوځي وړتيا ښودلې ده، که طالبان اکثريت پښتانه و، د شمال ټلواله هم د پښتنو له نسبي شتون او رول څخه برخه منه وه.
د اوس لپاره اخوانی، خلقي، پرچمي، افغان ملتی، ای اس ای، سي ای ای جاسوس ... هغه ټاپې دي چې پښتون يې په يو بل په ډېره اسانه وهي، د طالب او القاعده ټاپې خو پکې بيخي خطرناکې دي، که يو څوک د خپلې ژبې او کلتور په اړه و غږېد او له دې ارزښتونو سره ترې مينه څرګنده شوه، هغه اوتومات افغان ملتی دی، که چا اودس او لمونځ په خپل وخت کاوه هغه اخوانی دی، که چا پاکستان ته کډه نده په شا کړې هغه خو که د زم زم په اوبو هم ولامبي خلقي، کمونست او کافر بلل کيږي.
په دې ټېل ماټېل کې د پښتون نه بيخي لاره ورکه ده؛ هغه لاره چې پښتون پرې خپل سپېڅلي منزل ته رسي، پښتون اوس هم مېړنی دی، په هره ليکه کې مېړنی او باتور دی، خو لکه څنګه چې هره ليکه کې پښتون وينو، دغه هره ليکه د پښتون د منزل لاره نده، داسې پښتانه مې وليدل، چې موجوده حالاتو ترې خپل هېواد او خپل وطن څه چې، خپل کور او کلی هم اخيستی دی، په خپله پخوانۍ پلازمېنه پېښور کې ترې پنجابی شناختي کارډ غواړي يا کابلی پاسپوټ او په کابل کې ترې يا پاړسي غواړي او يا خو پاکستانی، طالب او القاعده دی؛ په پېښور کې هم پردی دی په کابل کې هم، يا به ځان د بل په رنګ کې رنګوي، د بل پېښې به کوي يا به بې هېواده ګرځي.
په کانکور کې يې برخه نشته، په بورس کې يې برخه نشته، يا به يې زړه له عقدو  او منحرفو عقيدو ډکيږي او غره ته به خيژي، يا به په کلي کې د خپلوانو له پېغورونو پوزې ته راځي، بله لار به نه ور پاتې کيږي ملي اردو ته به پناه ور وړي، دغه دواړه ډلې به جنګ سره کوي، کرزی صيب به کله وايي طالبان د افغانستان دښمنان، ترورستان او... کله به بيا ژاړي وايي به طالبان زمونږ ورونه دي ددې وطن بچيان دي او... نو له اردو او پوليسو هم لار ورکه ده، چې د وطن دښمنان او ترورستان هم دي او د کرزي وروڼه هم!! له دوی سره څنګه جګړه وکړم؟ د ملي اردو پښتون ځوان ته به په زړه کې ور ګرځي چې د خپلو وروڼو او د خپل جمهور رييس د وروڼو په مرګ پسې روان دی، خو بس څه وکړي مجبور دی چې خپله دنده تر سره کړي او معاش واخلي.
د طالبانو بدۍ چې کله په خوبيو ور زياتې شوې يا ور زياتې کړای شوې، چې دغه مسلط کړي مخلوق ته د لرې کولو لپاره پاخه دلايل پيدا کړي، د وسلو او الوتکو په زور دغې جوړ شوي نظام ته هم په لومړي سر کې د خوار  ولس هيلې و غوړېدې، خو دغه هيلې اوس په نهيلۍ بدلې شوې دي، اوس هغه الوتکې هم د پښتنو په کليو بمونه غورځوي همغه وسلې د پښتنو ماشومان او مېرمنې وژني، په دومره اوږده موده کې، د رغېدو پرځای ټولنيز او سياسي نظام د نړېدو خواته روان دی.
څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې يو ځوان ليکوال او شاعر له طالبانو سره په تړاو د ملي امنيت لخوا و نيول شو، دغه ځوان عرفان الله څپاند نوميږي، په ډېر کم عمر د لوړو ارادو څښتن څپاند، چې هم يې څو کاله د (لمن) په نوم مجله چلولې، هم يې په انټرنيټ ليکنې او شعرونه خپرېدل هم يې خبريالي کوله يو با استعداده پښتون ځوان دی، دا د هغو زرګونه پښتنو ځوانانو يو مثال کېدلای شي، چې خپل هغه هېواد او خاوره ترې ورکه ده چې خپلواکه او خپل اختياره وي او يو انسان ورسره لېونۍ مينه لري، که چېرې دملي امنيت له خوا پرڅپاند باندې لګېدلي تورونه ريښتيا وي  ښايي  څپاند به  خپل ضمير د قلم تر څنګ د ټوپک پورته کولو ته مجبور کړى وي، زمونږ دولت به يواځې دومره کړي وي، چې  په ملي اردو کې يو پښتون ځوان او د طالبانو په ليکو کې بل پښتون ځلمى به يې يو بل ته په جنګ سره وروستلي وي.
د ملي امنيت وياند په ډېر وياړ د څپاند د نيولو خبر ورکوي، خو لا به هم په پوره معنا نه وي خبر چې څپاند څوک دی؟ حقاني مړ دی که ژوندی او د مولوی خالص زوی انوارالحق مجاهد د کومو استخباراتو په زندان کې شپې سبا کوي،  خو بس څه چې  اوس د ملي امنيت زړه غواړي لکه د پېښور د پوليسو به يې ورپسې تړي؛ وايي په پېښور کې يو پوليس د يو افغان سره پيسې ليدلې وې، تالاشي يې ترې واخيسته او له جيبه يې ورته د مڼو سپينولو چاقو راووست، ورته يې ووې يا ... پيسې راکه او يا خو به راسره تاڼې ته ځې، افغان ورته وويل، دا خو وړوکی چاقو دی، ته نشې کولی ددې چاقو د لرلو په جرم ما تاڼې ته بوځې، پوليس سمدستي له خپلې بډې غټه برچه راوويسته او په سپين سترګۍ يې وويل: زه خو دا درپسې ليکم شوده!
څپاند هم د کابل د پوليسو لاس ته ورغلی دی، دلته به هم د چاقو پر ځای برچه ورپسې ليکل کيږي، اوس نه کابل د پښتنو پلازمېنه ده او نه پېښور.
 له ملې کرښې په مننه