داپه ثواب که په ګناه مینه خوره وره شوه خدایه نن بیا مې په ښکلا مینه خوره وره شوه
په خوله دشمعې دمزار مې کړئ خبر که مړ ومچې په وطن لکه رڼا مینه خوره وره شوه
احساس مې وتراشل ترې یاره دشعرونو غميپه کاڼي زړه مې چې دتامینه خوره وره شوه
هره وینا دخلکو نیسم دمسکا په غیږ کېماته دتورو په معنا مینه خوره وره شـــــوه
دادی ادا مې کړ دتا دحسن قرض جانانـــــهستا چې په ناز او په ادا مینه خوره وره شوه
اوس يې نو وکاږئ په منځ کې په اسمان کې کرښهاغـــــیارو بیا په پښتونخوا مینــــــه خوره وره شوه
ستا خو بدلیږي ارزوګانې دم په دم جانانهزما خو په هره تمنا مینه خوره وره شوه
اغوندي ساندې د(حسن) هم سندریزي جامېخدایزده په شعر يې چې دچا مینه خوره وره شوه
ډاکتر حسن-لندن
وروستي