په دې وروستيوڅوکلنوکې په چين کې ډېرزيات اقتصادي بدلونونه رامنځته شوي . په دغه هېوادکې اقتصادي وده دومره چټکه شوې ، چې ددوی کارپوهان يې دمهارکولو نه عاجز شوي دي . ددغوبدلونونو په لړکې يوهم په دې هېوادکې دسروزرو کاروبار کې زياتوالی دی . اوس مهال چين له امريکانه مخکې شوی اوترهندوستان وروسته دنړۍ دسروزرو دوهم لوی بازار ګڼل کيږي . دسروزرنړيواله شورا ،وروستي راپورونه ښيي ، چې په چين کې 302 ټنه سره زر پلورل شوي اوپه دې توګه يې په نړيواله کچه دوهم ځای ترﻻسه کړی . په تيرميلادي کال کې په نړيواله کچه دسروزرو په بيه کې ديرش په سلوکې زياتوالی رامنځته شوی ، چې له 1979 زکال راهيسې داترټولوزيات و .
وروستي