
لیک--عندلیب
----------------
دا مخلوق د غریبانو خلکو په بړستو او بسترو کښې
لیدلی شۍ-په ځانګړې توګه په هغه بسترو کښې ډیر وي کومو چې کوچنیان تشې متیازې کوي-منګور
ډیر صفتونه لري او پيژندګلو يې داده چې خوراک يې د بنیادم وینه ده-او د نیولو نه
وروسته که برې زور وکړې نو ګوتې به دې په وینو سخا شي-دا وینه څښونکی مخلوق ډیر
چالاکه وي-په رڼا کښې د بسترې په کوتونو یا د پوستین په غاړو کښې پټ ناست وي خو چې
کله تیره شي نو دوي خپله کارواي پيل کړي-د یخنۍ په موسم کښې خوب او دمه کوي او په
ګرمۍ کښې به ترې خوب ونه کړې-زما یو ملګری له دې کبله سپينې جامې ناغوندي چې په
سپین رنګ منګور له ورایه ښکاري-او د سړي حیا ګیاه کوي-چرته چې یو ځل ښکاره شي نو
بیا دغه تخم خوریږي-که په بده کښې دې له ځانه سره یو منګور د چا استوګن ځاي ته
یوړو نو کار دې ورله وکړ-بیا په داروګانو نه ځي-خو کور به ورته پریګدې-
چې مونګړ ته مې وکتل نو خپل قامي مشران مې مخې ته
شول-چې د خپل کاکونکو او افسرانو په لاسونو د غریبانو وینې څښي-په رڼا ورځ او رڼا
کښې خو ډیر بزرګان هم د اولس د ښیګړې چغې اوباسي-خو په تیره یا بل رنګ کښې د اولس
وینې څښي-په نامه جمهوریتونه هم د دنیا په هر ګټ کښې څو کورنو قبضه کړي دي-بیا وړې
وچې/برصغیر/او افغانستان کښې خو د شمار یو څو کورنو په حزب اختلاف او حکومت دواړو
قبضه کړي وي-په لوړو چوکو ناست افسران-د بنکونو مشران-فوځي افسران-د پټو ایجنسیانو
مشران-او قاضیان/ججان/ددې غټو کورنو خپل کسان وي اربونه روپۍ له بنکونو رااوباسي
او بیا يې ځانونو ته معاف کوي/ښه مثال يې په پاکستان کښې لیدی شۍ/په بهر نه راعلې
سرمایه کښې ددوي خبله برخه وي-د اي ایم ایف او ورلډبنک نه په سود پیسې اخلي او په
عیاشیانو يې خرچ کوي-او زور يې له اولسه د ګرانۍ په شکل کښې اوباسي---اوس له څو
میاشتو نه مې غوږونو کښې انګازې کیږي-چې په تیونس او مصر کښې ددې منګور نما مخلوق
مخنیوی وشو او دغه د مخنیوي دارو د نورو سیمو خلکو هم وپيژندل---
خو یقین مې نه راځي چې دغه دارو به زمونږ د سیمې
په څربو منګورو کار وکړي-ولې چې دلته بړستن-تولايي-او کټ درې واړه بیخي د منګورو
خپل دي--نو دغه دارو شیندي څوک؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
---------------------------------------------------
عندلیب---دیر پښتونخوا