
الله جل جلاله په دوه ویشتمه پاره د الأحزاب دسورې په ۶آیت کې خپل
نازولي استازي صلی الله علیه وسلم ته وروسته له هغه چې دښځو دپردې په هکله یې ورته
یادونه کړې داسې وايي: ( لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ
الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي
الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا
قَلِيلًا ) که چېرې منافقین او هغه کسان چې په زړونو کې یې ناروغي ده ( له
زنا سره یې مینه ده ) او په مدینه کې تبلیغات کوونکي له خپلو شیطانتونو نه ایسار
نه شول، نو خامخا به تا پر دوی باندې غالبوو، چې له دې وروسته به بیا له تاسره په
مدینه کې نه پاته کېږي مګر دډېر کم وخت لپاره.
مفسرین کرام
فرمايي چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وايي چې که منافقین،
اوهغه کسان چې په زړونو کې یې دزنا کولو ناروغي پرته ده، او هغه خلک چې په تا او
ستا په ملګرو پسې درواغ وايي له خپلو ناروا او منحوسو کړنو څخه یې امتناع ونه
کوله، نو مونږ به خامخا تا ددوی له جنجال نه بې غمه کړو، او هغه داسې چې تا به پر
دوی باندې غالب کړو، دوی به له مدینې نه وشړۍ، تر څو له غم نه يې بې غمه شۍ، همدا
رنګه مفسرین فرمايي چې دزړونو ناروغان او مرجفین ( تبلیغات کوونکي ) دمنافقینو له
ډلې نه وو، یعني په زړونو کې کافر وو هسې په ظاهري شکل يې ځانونه مسلمانان بلل.
ارجاف په لغت کې خوځولو
ته ویل کېږي، او دغه تبلیغات کوونکو ته ځکه مرجفین وویل شول چې دوی به درسول الله
صلی الله علیه وسلم او صحابوو رضی الله عنهم په هکله په ځانګړي ډول په جګړو کې
داسې تبلیغات کول چې هغه به دځينې مسلمانانو لپاره داضطراب او ګډوډۍ او تردد سبب
کرځېدلې، ځینېمفسرین فرمايي چې مرجفین زیاتره یې یهود وو ځکه چې وروسته بیا همدغه
یهود له مدینې نه اخراج کړای شول.
په هر لحاظ دلته له
مرجفینو نه هغه کسان مراد دي چې دمسلمانانو دمعنویاتو دتضعیف او دکفارو دمنافعو لپاره
یې تبلیغات کول، په ځانګړي ډول هغه تبلیغات چې تر حربي امورو پورې یې
ربط لرلو.
اوس را ځو دیته چې ښاغلي
حکمتیار چا ته مرجفین ویلي او دڅه لپاره؟
نوموړي هغه کسان مرجفین
بللي کوم چې په خاص شکل یې دده په ارتباط ځینې داسې تقاضاوې کړې او یا يې کوي چې
هغه تر ډېره پورې سمې تقاضاوې دي، دا چې ښاغلی حکمتیار دې دتل لپاره دحزب اسلامي
مشر وي! بل څوک دې حق ونه لري چې دغه مشرتابه ته ورسېږي! هغه څه دي چې خپله
دحکمتیار له خبرو سره په تناقض کې دي، حکمتیار په وار وار دانتخاباتو خبرې کوي
بلکې دروسانو له وتلو را وروسته تر ننه پورې همدا وايي چې دافغانستان دکشالې
دهواري لپاره یوازینۍ لاره انتخابات دي، او په خپل هغه یوه کتاب کې چې عنوان یې له
دریو سوالونه نه تشکیل شوی ( راتلونکی اسلامي نظام به څنګه وي؟ مشر به يې څوک وي؟
څنګه به غوره کېږي؟ ) په واضح ډول وايي چې باید دمسلمانانو مشر له پنځه کالو زیات
په قدرت کې پاتې نه شي، او همدا یې داسلام دمبارک دین له بنیادي متطلباتو څخه بللي
دي.
اوس کله چې له ښاغلي
حکمتیار نه غوښتل کېږي چې باید دحزب دمشرۍ لپاره انتخابات وشي ولې په غصه
کېږي؟ دلته دوه خبرې دي، یا خو دا چې ښاغلي چې څه ویلي هغه یوازې دنورو
لپاره دي دی مبارک له دغو خبرو نه مستثنی دی! ده ته اجازه ده چې دهر څومره وخت
لپاره دمشرتابه واګې په لاس کې اخلي، دیرش کاله وي که څلویښت کاله! ځکه دی هم له
عربي دیکتاتورانو نه کم نه دی! او یا دا چې ښاغلی غواړي ووايي چې زه چې څه وایم
هغه یو څه دي او چې کوم یې هغه بل څه دي، نو زما دویلو او کړنو لاره یوه نه ده،
زما ویل دنورو لپاره دي نه زما لپاره!
دا خو هم په هر لحاظ،
آخر ولې هغه کسان چې له ده نه دده دخپلو خبرو دتطبیقولو غوښتنه کوي هغوی ته مرجفین
ویل کېږي؟ په دې ارتباط باید متوجه اوسو چې نه خو جناب حکمتیار پیغمبر دی، او نه
هم کوم کسان چې دده له مشرۍ نه تنګ شوي دی منافقین یا یهود دي، بیا هم که فرض کړو
چې دی جناب درسول الله صلی الله علیه وسلم حقیقي وارث دی! ځکه خو یې مبارک احادیث
هم نه مني! او هر څوک چې دده په وړاندې سر را پورته کوي دده دیکتاتوري نه
مني ددې معنی دا ده چې هغه درسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې بې ادبي کوي!!!
که نوموړی وايي چې ده
قربانۍ ورکړې دي جهاد یې کړی له خپله کوره یې شهیدان ورکړي، نو په همدغه حزب
اسلامي کې په زرهاوو داسې کسان شته چې له ده نه يې جهاد هم زیات کړی، قربانۍ یې هم
زیاتې ورکړې دي، شهیدان یې هم زیات ورکړي دي، بیا خو باید دغه رنګه خلکو ته مخه
ورکړل شي تر څو هغوی هم دخپلو قربانیو نتیجه وګوري.
او که دی وايي چې ماته
الهام شوی چې زه باید تل تر تله دحزب اسلامي مشر پاتې شم نو هم ودې وايي او هغه
دلیلونه دې وړاندې کړي چې دهغه پر بنیاد خلک دده خبره ومني.
او که داسې نه وي نو بیا
ولې نوموړی هغه خلک چې له ده نه سمې او دده دلیکل شوي کتاب پر اساس شرعي غوښتنه
کوي هغوی ته مرجفین وايي؟
دلته یوه خبره ده هغه
دقدرت لیونۍ مینه! له قدرت اوچوکۍ سره هغه بې حده او بې بریده عشق چې په هېڅ صورت
نه پرېږدي عاشق له خپلې معشوقې نه بیل کړي! او همدا سمه خبره ده، ځکه مونږ اوتاسو
په خپلو ټولنو کې ګورو چې کله یو کس عاشق شي هغه بیا پرته له خپلې معشوقي پر دنیا
بل څه نه ګوري، او نه داسې ګومان کوي چې بل داسې څه به هم وي چې هغه زما له معشوقې
نه زیات ارزښت ولري، او تر دې پورې تیار وي چې خپل ژوند هم له ګواښونو سره مخ کوي،
بلکې دخپلې معشوقې لپاره خپل ځان اور ته اچوي!
حکمتیار صاحب هغه کسان
ښه او سم خلک بللي کوم چې قربانۍ ورکوي، ځانونه کړوي، په ځان لوږې او تندې تېروي،
یخنۍ او ګرمۍ ګالي، تر څو دی په قدرت کې پاتې شي! او که څوک داسې نه کوي هغه بیا
نو مرجفین دي! هغوی بیا منافقین دي! هغوی بیا دنیا پرست دي! هغوی بیا په صف کې درز
اچونکي او داختلاف اور ته لمن وهونکي شیطانان دي! مونږ خو دغه دومره وخت نه پوهېدو
چې زمونږ جناب څوک دی؟ څه غواړي؟ او څه کوي؟ مونږ خو ساده خلک وو، ګومان مو کولو
چې په رښتیا هم دغه جناب قدرت نه غواړي، چوکۍ نه غواړي، دخلکو له وینو اوقربانیو
نه بې ځایه او ناسمه استفاده نه کوي! مګر اوس پوه شوو چې نوموړي خو بل مطلب هم
درلود، ده غوښتل او غواړي تل په قدرت کې پاتې شي، دده زامن او کور آرام ژوند وکوي!
دده کور دې په ټاون کې اوسېږي او نورغریب او بې چاره مجاهدین دې دشمشتو په خاورو
او دوړو کې ژوند کوي، چې نه يې اوبه سمې دي، نه یې برق سم دی، نه یې ترانسپورتي
وسایل سم دي، مونږ به دا ومنو چې دده جناب لپاره امنیتي ستونزې دي نو دی که هر ځای
وي خیر دی، که بیست چهار ساعت انټرنټ ته ناست وي، بريښنا یې نه ځي، دګرمۍ احساس نه
کوي، خیر دی، مګر دا چې زامن او کور یې هلته اوسېږي ددې څه مبرر دی؟ هغوی هم باید
دنورو مجاهدینو په څېر په همدغه خوار شمشتو کې واوسېږي، دنورو مجاهدینو په څېر په
خاورو او دوړو کې شپې او ورځې تېرې کړي، او که نه غریب خلک دې جهاد کوي، قربانۍ دې
ورکوي، شهیدان دې ورکوي، زندانونه دې ګالي، او ګټه یې دې بیا دده جناب اولاد
خوري!!! دا سمه ده چې الله جل جلاله به هغوی ته په آخرت کې اجر ورکوي، ددوی اجر نه
ضایع کوي، مګر ددې معنی خو دا نه ده چې په دنیا کې دې ټول ښه ژوند دده زامن کوي
ځکه چې هغوی دآخرت اجر ته اړتیا نه لري! پلار یې دتنظیم مشر دی، مفسر دی! محدث دی!
فقیه دی! مفتي دی! لغوي دی! ساینسدان دی! سیاستمدار دی! جنرال دی! نو له
دې ټولو سره سره چې دومره ونشي کولای چې دقیامت په ورځ دخپلو اولادونو غمه وکوي نو
آخر به څه کوي!
جناب حکمتیار صاحب! ته،
ستا وروڼه او اولاد که هر څه کوۍ څوک باید څه ونه وايي! ځکه چې تاسو خو الله جل
جلاله ته ورنېږدي خلک یاست! که ته دحزب اسلامي دغریبو او سرښندونکو مجاهدینو،
غړیو، یتیمانو او کونډو سرښندنې، قربانۍ، کړاوونه دخپلې خوښې له تګلارې قربانوې او
دهغوی په برخلیک لوبې کوې دا روا دي او ته هم سپین باز یې! که ته دحزب
اسلامي دشهیدانو په وینو چې دګران افغانستان هر بوټی، هره ډبره او لویشت لویشت
خاوره پرې سره ده ، دهغوی په غوښو او دبدن په اندامونو چې دهېواد په هر غره، سمه،
شیله او خوړ کې کیدای شي لا تر اوسه پراته وي لوبې کوي دا ټول ستا حق دی! او که چا
څه درته وویل چې ولې داسې کوې؟ هغه بیا مرجفین دي!
ګوره جناب حکمتیار صاحب!
ستا د سرتمبکۍ، دیکتاتورۍ، خود سرۍ او خودخواهۍ له برکته دحزب اسلامي هغه غښتلی او
پیاوړی تنظیم چې دنړۍ په کچه یې په هر لحاظ ډېر کم مثالونه تر سترګو
کېدلې ټول دړې وړې شو! هغه تنظیم چې نه په علمي، نه په سیاسي، نه په اقتصادي، نه
په نظامي، نه په اخلاقي ډګرونو کې کوم بل تنظیم ورسره سیالي کولای شوای دا دي نن
ستا دخودخواهيوا وخودسریو له برکته یوازې ته او یو څو دکاسې انډيوالان دې پکې پاتې
یاست! نوش جان مو شه! کېدای شي تاسو همداسې غوښتل چې هر څه تاسو ته در پاتې شي! دا
دي دا آرمان مو پوره شو!
هو جنابه! په یاد لره چې
دحزب اسلامي دټوټه ټوټه کېدو دروند مسولیت به ستا په غاړه وي، ډېر دافسوس ځای دی
هغه حزب اسلامي چې دهیواد په کچه یې داسې قربانۍ ورکړې چې بل هېڅوک کوم تنظیم ورنه
کړې دهمدغه تنظیم غړي ځينې ستا دخودخواهۍ له وجې دامریکا ګوډاګي حکومت ته ورغلل،
ځینې نور يې داسې ډلو ته ورغلل چې زیاتره غړي يې خپله حزب روزلي و خو دحزب پر خلاف
را پورته شول، ځينې یې په خپلو کورونو کې کښیناستل، او ځینې نور په یوه او بله
شول، دغه خلکو ته باید داسې موقع برابره شوې وای چې دخپل ولس خدمت یې کړی وای،
دخپل دین لپاره یې کار کړی وای، خپل هغه آرمانونه یې پوره کړې وای دکومو لپاره یې
چې قربانۍ ورکړې، مګر داسې ونه شول، ددې پر ځای داسې څه وشول چې په هېڅ لحاظ له
دغه خلکو سره نه ښاییدل، پر هغوی باندې لارې بندې شوې، چا یې خبره نه اورېده،
مشورې ته یې چا غوږ نه ایښود، ددې پر ځای چې تقدیر شوې وای ورټل شول، آخر دوی هم
دانساني کمزورۍ له وجې په یوه او بله لاړل، خو یاد لره چې مسولیت به یې ستا په
غاړه وي، ته یوازې هغه خلک په خپل څنګ کې پرېږدې چې ستا هرې خبرې ته لبیک ووايي،
ستا هره خبره دتور کاڼي سپینه کرښه وبولي، ستا په هکله دغلطۍ او اشتباه تصور هم
ونه کوي! نور یې که هر څه کول خو چې ستا خبره ومني! دغه رنګه خلک ستا خوښېږي، او
تل دې همدغه رنګ خلک نازولي دي، خو کوم خلک چې ستا اشتباهاتو ته ګوته نیسي، له تا
سره ستا داشتباهاتو په اصلاح کولو کې همکاري کوي، نقایصو او غلطیو ته دې پام ور
اړوي، دا رنګه خلک ستا نه خوښېږي، دا رنګه خلک ستا په نزد مرجفین دي، منافقین دي!
ځکه تا ته داسې څه وايي چې هغه ستا له معصومیت سره په تصادم کې دي!
حزب خو څه ستا شخصي
میراث نه دی چې دغه څلويښت کاله دې ګونډې پرې وهلې دي، په وچ زور او سرتمبګۍ دې
ځان پر خلکو ورتپلی دی، دحزب اسلامي موسسینو دحزب اسلامي تهداب ددې لپاره نه وو
ايښی چې ته جناب قبضه پرې وکړې، خپلې نظريې پر خلکو ور وتپې، دټول تنظیم قربانۍ او
زحمتونه له خپلې دیکتاتورۍ نه قربان کړې! هغوی ددې لپاره قربانۍ ورکړې، ځانونه،
مالونه، اولادونه او کورونه یې ددې لپاره قربان کړل چې په ولس کې اسلامي حکومت
قایم شي، دهمدغه مسلمان ولس غوښتنو ته لبیک وویل شي، او ته دومره هم نشې کولای چې
خپل فاسق او فاجر وروڼه سم کړې یا که نه وي محکمې ته يې راکش کړې، له یوې خوا هغوی
په فسق او فجور کې لګیا دي، دخلکو په آبرو او عزت تېري کوي، دخلکو
اولادونه بې لارې کوي، بد اخلاقي او فساد خوروي او له بلې خوا تا شروع کړې ده
مجاهدینو ته مرجفین وايې!
هیله ده دحزب اسلامي
دمجاهدینو پر سرنوشت په لوبو کولو باندې اکتفا وشي، له دې پرته
دمرجفینو او منافقینو خطاب ورته ونشي.