
ژباړن: ضياءالرحمن ضياء
دا مهمه نه ده چې بازارموندنه څه ډول تعريف کړو، بلکې مهمه دا ده چې پوه شو په نننۍ نوې نړۍ کې بې له بازارموندنې اقتصادي فعاليت ته پرمختګ ورکولى شو که نه؟ او بيا مهمه دا چې بازارموندنه يوازې تبليغات نه دي، بازار موندنه؛ مناسب بازار ته د مناسب محصول يا مناسب خدمت وړاندې کول دي.
بازار موندنه په ټولو سوداګريو، کسبونو او کارونو پورې اړه لري، خو تر اوسه په سمه توګه نه ده پېژندل شوې او په تبليغاتو او خرڅلاو کې تېروتنه کېږي.
بازار موندنه څه شى دى؟
بازار موندنه د پېرودونکو او بازار په اړه يو بحث دى. يو شرکت ددې لپاره چې بريالى واوسي، خپلې موخې بايد د پېرودونکو د هيلو او د بازار له اړتياوو سره سمې برابرې کړي. سربېره پر دې بازار موندنه د مديريت يو توکى دى. ګډه بازار موندنه له نوښتي محصولاتو، د بروشورو شتوالى، اينټرنېټ شتوالى، د پېرودونکو لپاره ځانګړو مجلو، خبري پروګرامونه او مناسبو قيمتونو څخه ده.
د يوه شرکت د پېژندنې لپاره لازمه ده د شرکت د ټولو څانګو موخې، محصول، خپرونې او کړنې يو له بل سره په هماهنګۍ کې وي. کله چې دا ټول برابر شي، نو تل بايد په صحنه کې واوسئ. په ياد مو وي چې په پيل کې يوازې نشرات کافي نه دي، حالات تل د بدلون په حال کې دي او نه شو کولاى يوازې د شرکت پر تبليغاتو تکيه وکړو، هغه څه چې ډېر مهم دي د دغو ټکو درک دى: د ټولنې پلانونه، خو دا ټولنيز پلانونه څه دي؟ شرکتونه پلانونو او ستراتيژيو ته اړتيا لري چې د هغې د توپير ټکي نورو ته وښايي.
کله چې يو شرکت په بازار کې د اړيکو د مرکز په ډول ځان ښکاره کړي، نو د اړيکو د پلان مرکز هم څه رول نه شي پيداکولاى، يوازې د يوې ستراتيژۍ چې ټولې موخې، محصولات، خپرونې او د يو شرکت مناسب نرخونه يوشان جوړ کړي او د پېرودونکي له غوښتنو سره يې سم په کار واچوي.
د موخو ټاکل
کولاى شو د يو شرکت موخې په درېو پوښتنو کې راونغاړو:
· څومره غواړئ چې لاسته يې راوړي؟
· څومره بايد لاسته راوړئ؟
· څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟
لومړۍ پوښتنه ( څومره غواړئ چې لاسته يې راوړئ؟) په حقيقت کې هغه پوښتنه ده چې موخه ترې د شرکت د پروګرام جوړونې ستراتيژيکه کتنه ده، په اصل کې د کارکوونکو او مديريت هماغه ژمنې دي چې څومره غواړي.
مګر دويمه پوښتنه (څومره بايد لاسته راوړئ؟) دا پوښتنه د خرڅلاو او ګټې د اندازې موضوع ده چې نرخ ټاکنه هم په ځان کې رانغاړي.
درېيمه پوښتنه (څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟) دا پوښتنه د شرکت پټ قوت او اړتياوو پورې اړه لري.
موخې بايد روښانه او د اندازې وړ وي
که د يو شرکت موخې روښانه او د اندازې وړ نه وي، نو لاسته راوړنه به ونه لري. د موخو د ټاکلو پر وخت بايد مسووليتونه هم ځانګړي کړو، يانې دا روښانه کړو چې څوک څه وخت او کوم کار ترسره کړي. د جنجال او تضاد د مخنيوي لپاره بايد داسې يو کار ترسره کړو چې موخې له ستونزو سره مخ نه شي، موخې بايد د باور او اندازه کېدو وړتيا ولري.
د بازار موندنې عمومي موخې:
_ په بازار کې د شرکت غښتلتيا
_ د پېرودونکو د رضايت ډېروالى
_ د شرکت د څېرې تقويت
_ د شرکت د تجربې لوړتيا
د اطلاعاتو ملاتړيز رول
د پېرودونکو د غبرګون ثبتول، د هغوى سره د تړلو شيانو څېړل او هغه څه چې پېرودونکو د شرکت د خرڅلاو د څانګې په اړه مطرح کړي دي، يو اړين کار دى. دا معلومات بايد د يو مناسب پوستکالي (سافټ وير) په واسطه ثبت شي.
اوسني حالات او د موخې څرنګوالى
اوسني حالات (The status quo) او د موخې څرنګوالى (Target sitiuation) دوه مهمې ماناوې لري:
اوسني حالات:
_ شرکت په څه ډول بازار کې فعال دى؟
_ د بازار اوسنى مقام څه شى دى؟
_ د بازار سياسي، اکولوژيک او ټولنيز حالت په کوم ډول دى؟
_ څه ډول خدمات وړاندې کېږي؟
_ اصلي سيالان څوک دي؟
_ دا سيالان له کومو ستراتيژيو څخه ګټه اخلي؟
د موخې څرنګوالى:
د هر شرکت فلسفه د موخو خپرول وي.
_ د شرکت موخه
_ هغه ارزښت چې پېرودونکو ته يې ورکوي
_ د شرکت سياسي او ټولنيز مسووليت
_ ګډ ارزښتونه
_ د شرکت کلتور
ګډه بريالۍ بازارموندنه
که د بازار له اړتياوو او د سيالانو له شرايطو باخبره يو، يا په بله مانا چې هم له اوسني حالت څخه او هم د موخې له څرنګوالي څخه خبر ياستو، نو په دغه صورت کې موخو ته د رسېدو لپاره بايد په پوستکالو(سافټ ويرونو) فکر وکړو. معمولاً په جعبو کې توکو ته يوشان بڼه ورکول کېږي، چې په دې کار سره څلور لارې په نظر راځي: د محصولاتو او خدماتو سياست: شرکت کوم ډول محصولات غواړي چې د ګټې لپاره يې خرڅ کړي او کوم خدمات کولاى شي تامين يې کړي؟
د وېش سياست: د پېرودونکو د سپارښتنو اجرا کول او څومره چې ژر کېدى شي د نورو سپارښتنو اخيستل.
د اړيکو سياست: بازار د شرکت له محصولاتو او خدماتو څخه څه درس اخلي؟ کوم شيان کولاى شي د خرڅلاو په ډېرښت کې له موږ سره مرسته وکړي.
نرخونه او قراردادونه: کوم ډول نرخونه کېدى شي د سپارښتنو د ډېروالي سبب وګرځي، څنګه کېدى شي د ښه کيفيت لپاره پېرودونکي ډېرې پيسې ولګوي؟
د پاکوالي د توپير جوړښت
د پاکوالي د توپير جوړښت يوه ډېره مهمه موضوع ده، په دې برخه کې مشوره کول کېدى شي ډېره مهمه وي او پر کار اغېز وکړي او د علاقې وړ توپيرونو سره مرسته وکړي. رسنيۍ، لوړ کيفيت او نور کولاى شي د توپير په جوړولو کې رول ولوبوي.
په بازار کې د نرخونو جنګ هم يوه موضوع ده چې کولاى شو په ښو خدمتونو وړاندې کولوسره د هغې مقابله وکړو.
پېرودونکى په خپلو پښو نه راځي
پېرودونکى خپله په خپلو پښو د کار ځاى ته نه راځي، تاسو بايد هغه تعقيب کړئ. ځينې لارې چارې يې دادي:
په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ
پېرودونکي ته د لاسرسي لپاره يوه لاره داده چې انټرنېټ ته لاسرسى ولرئ، کولاى شئ په پرله پسې توګه له نورو څخه د ايميل په لېږلو باخبره شئ.
په نندارتونونو کې ګډون
په نندارتونونو کې ګډون وکړئ او د خپلو محصولاتو او خدماتو بروشورونه ووېشئ. په هغو نندارتونونو کې ګډون کول چې ستاسو د کاروبار اړوند وي،کېدى شي اغېزمن تمام شي.
له تبليغاتو ګټه اخيستل
تبليغات هم پېرودونکو ته د رسېدو لپاره يوه لاره ده. که څه هم د تبليغاتو د اغېزو تعريف شوى دى او محدود هم دى، تبليغات کولى شي د پېرودونکو پاملرنه راجلب کړي، خو په پوره باور سره د خرڅلاو د ډېرښت سبب نه ګرځي. په سوداګريزو او ځانګړو خپرونو کې اعلانات خپرول کېدى شي ډېر اغېزمن وي.
د ادرسونو اخيستل
په نننۍ نړۍ کې يو شمېر ادرسونه خرڅېږي او يو شمېر کسان يا ډلې دغه ادرسونه اخلي. دا ادرسونه لکه په المان کې ددې هېواد د سوداګرۍ خونې له خوا خرڅېږي او د سيمې معلومات، د خلکو شمېر، د خرڅلاو ارقام او... له ځانه سره لري.
د ټولو کانالونو له لارې خرڅلاو
د پخوا په شان نه شو کولاى د پېرودونکو پر شخصي اړيکو اکتفا وکړو. بايد له ټولو کانالونو څخه ګټه واخلو تر څو د پېرودونکو شمېر زيات شي.
د وخت مديريت
تل د وخت د مديريت په فکر کې اوسئ، وخت ته ډېر ارزښت ورکړئ، نه دا چې د ډېر وخت په لګولو سره يوازې يو کار ترسره کړو، بايد د ډېر وخت له مصرفولو ډډه وکړو.
دايمي پېرودونکي
تل د دايمي پېرودونکو په فکر کې واوسئ، شرکتونه کولاى شي د دايمي پېرودونکو له لارې ډېره ګټه لاسته راوړي او دا تلپاتې ګټه هم ده.
نوي پېرودونکي
نويو پېرودونکو ته متوجې شئ، ځکه چې خپل حسابونه په منطقي ډول خپلو سيالانو ته وړاندې کړئ. دا په ياد ولرئ چې د اوږد مهاله تاوان څخه لنډمهاله تاوان ښه دى.
پوستکالي (سافټ ويرونه)
د محاسبې او مديريت لپاره له ځينو پوستکالو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې دا کار له دقت او تېزوالي څخه برخمن دى.
کوم کسان، څه ډول او ولې؟
دا درې پوښتنې ډېرې مهمې دي، خو په کومو وختونو کې؟
پېژندل شوي محصولات: له مسلکي سلاکارانو څخه مو د محصولاتو د کيفيت په لوړولو کې ګټه واخلئ.
پېژندل شوي پېرودونکي: خپل پېرودونکي په کټګوريو ووېشئ، چې د خرڅلاو ټيم مو هغوى سره په اړيکو ټينګولو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.
سيمه پېژندونکي: دا موضوع په لويو شرکتونو پورې اړه لري، په هغو سيمو کې چې پېرودونکي په کې فعال دي، له هغوى سره د اړيکو ټينګولو کرښه بايد وساتي.
دنده پېژندونکي: پرسونل بايد خپلې دندې په ښه ډول وپېژني او هر يو په خپل وخت په سمه توګه خپل رول ولوبوي.
د اړيکو بازارموندنه
د بازار موندنې په اړه بحثونو کې د اړيکو مقوله هم مهم ځاى لري. په بله وينا اړيکي دي چې د يو شرکت عمومي تصوير جوړوي. بازار موندنه او اړيکي په واقعيت کې يو له بله نه بېلېدونکې بېلابېلې موضوعګانې دي. د بازارموندنې بريالۍ ستراتيژي، د عمومي اړيکو يو قوي ټيم او د خرڅلاو يو باتجربه څانګه کېدى شي د يو شرکت د پرمختګ په برخه کې اغېزمن ځاى ولري.
پر دې بايد پوه شو چې اړيکي تبليغات نه دي، خو ډېرى خلک دا دواړه يو له بل سره يوشان ګڼي، تبليغات د اړيکو يوه څانګه ده چې ډېره مهمه ده.
اړيکي په ټولو کارونو پورې اړه لري، چې يو شرکت معرفي کوي لکه له يو شخص سره اړيکي ټينګول يا دا چې شرکت يو ليک خپل پېرودونکي ته لېږي، يا يوه تابلو چې د شرکت پر ودانۍ نصب شوې وي. ليک، وېبپاڼه، ټلېفون، بروشور، خبرپاڼه او يا هغه محصولات چې خپله مو د شرکت د معرفي کولو لپاره چاپ کړي وي، کولاى شي په دې برخه کې رول ولوبوي.
په هر حال د اړيکو کړنې بايد ستاسې د شرکت د شفافيت او دقت تصوير جوړکړي.
د يو شرکت د تصوير د جوړولو څخه د بازار موندنې په نړۍ کې موخه د شرکت طرحه (Corporate design) ده او لنډيز يې CD دى. د داسې پېژندنې په لرلو سره بايد د اړيکو دوه مهمې مقولې په نظر کې ولرئ:
د اړيکو د موخې تعريف
د اړيکو د موخې د تعريف او تعين لپاره دا اړينه ده چې څه ډول تصوير غواړو له شرکته يې واخلو او يا دا چې شرکت غواړي د بازار په کومه برخه کې واوسي. لکه له يوه شرکت څخه د يوې مذهبي او قومي څېرې وړاندې کول، بايد څېرې او نوښتونه يې له بل شرکت سره توپير ولري.
د تصوير تعريف
د يو شرکت د تصوير د تعريف لپاره اړينه ده چې له سلاکارانو او ګرافيکانو او يا له تبليغاتي اژانسونو سره مشوره وکړئ. ددې پروژې برخې عبارت دي له: د شرکت لوګو، د شرکت رنګ، وېزېټ کارت، بانکي حسابونه او نور تبليغاتي مواد (لکه بروشور، خبرتياوې او...)