ادبي جايزې



موږ د خپلو هنرونو محافظ يو
پر ځان فرض ګڼو لمانځل د دانشورو
سږ کال هم مو جايزې دي اعلان کړي
موږ ته ولېږۍ پياوړي کتابونه
افسانې، شعر، تحقيق او ناولونه
اعتراف ستاسو د زيار پر موږه پور دی
جآيزې او مډالونه ستاسو حق دي
خو زموږ د ادارې اصول به ټول نيسۍ په پام کي
چي پنځوس فېصد نومرې به پر کتاب وي
او پنځوس فېصد نومرې ورکوو داسي
چي به سر د ليکوال ګورو
چي د عقل يوه زره ورپکي نه وي
زموږ لويه جايزه به د هغه وي
                                                                   خان زمان کاکړ