پكتيا ښاروال دې دنده پريږدې!

ليكوال :س .انډيوال 
 
 دا ځل په پكتيا كې په يوه داسي ستونزه خبري كوو چې د ګرديز د هر ښاري او وګړي په خوله كې ده .له هر چا سره چې د ښار په اړه خبري كوي همدايوه خبره درته كوي چې د خداي لپاره دا څه ډول دولت ده يو ښا ر نشي پاكولاي .
موږ به په دې ليكنه كې تر ډيره هڅه وكړو چې د ګرديز ښار د چټلتيا لاملونه او په دې برخه كې په شته ستونزو خبري وكړو او هم به په دې خبري وكړو چې د ښاروالي چارواكو تر كومه خپل مسوليت پيژندلي او سرته يې رسولي .او هم د ښار اوسيدونكو په دې برخه كې څه كړي .ګرديز ښاريان وايې چې ښا رتر دې حده چټل شوي چې بيخي پكي د پښي ايښودل ځاي نشته ښاريان وايې چې په دې برخه كې ښاروالي يو منظم پلان نه لري او پدې برخه كې له خپل مسوليت سترګي پټوي .
دوي وايې چې تر ډيره ښار خپله د ښاروالي چارواكو چټل كړي د ګرديز ښار يو اوسيدونكي له موږ سره په خبرو كې وويل (( ښار دومره چټل شوي چې حد نلري ښاروالي دومره كوي چې ګندګي له لښتيو راباسي او د سړك په غاړو يې اچوي څو ورځي پري تيري شي چې ښار له بدو بتر كړي ))ډيري ښاريان وايې چې د ښاروالي چارواكي يوازي د وخت اړولو او معاش اخيستلو لپاره ناست دي نور كار نه لري .
د ګرديز ښار د خوراكي توكو د اتحادي مشر تيره ورځ له ماسره په مركه كې چې د يو ټلويزونې چينل لپاره كې كوله  وويل چې ښاروالي بايد دښار د پاكوالي لپاره يو منظم پلان جوړ كړي چې ښار له چټلتيا وژغورل شي نوموړي وويل ((ښاروالي لومړي بايد د توكو لپاره ځانګړي ځايونه جوړ كړي )) ده وويل چې كه چيري د سبزي پلورونكو او قصابانو ته ځانګړي ځايونه جوړ كړي ښار خپله له ډيري چټلي ژغورل كيږي .نوموړي زياته كړه چې ښاروالي بايد په ښار كې د خځلو د غورځول لپاره هم ځانګړي ځاي جوړ كړي او هم دې ښاريانو ته د ښار د پاكوالي په اړه معلومات وركړل شي .د ګرديز ښار د سبزي پلورونكو مشر پيرمحمد وويل ښاروال او كاركونكي يې ډير كمزوري او خپله دنده په سم ډول سرته نشي رسولي .پيرمحمد  وويل ((وروره كه ښاروال خپله دنده سر ته نشي رسولي خو پرې دېږې د څه لپاره په چوكي كې ټينګ ناست ده خو چې كار نشي كولاي خو پريږده )) نوموړي وويل دا هم وويل ښاريان د ښار په چټلتيا كې ګرم نه دې كه ښاروالي د خځلو د اچولو لپاره ټاكلي ځايونه جوړ كړي ښاريان خپله هم د ښار صفايې ته پام كوي .
د خلكو د دې نيكو په ځواب كې د يو ښاروالي يو تن انجنير وويل چې ښاريان بايد د ښار په پاكوالي كې ورسره مرسته وكړي نوموړي وويل كه چيري ښاريان ورسره مرسته ونه كړي ښارنه پاكيږي هغه زياته كړه چې (( كه په ښار كې هر دوكاندار خاوري خځلي په ګوښه ځاي كې واچوي ښار نه چتليږي ))
خو د ګرديز ښار د پلورونكو د اتحادي مشر د ښاروالي د چاروكو دغه خبره نه مني ځكه  چې په خبره يې ښاروالي په ښار كې د خځلو غورځولو لپاره ځانګړې ځايونه نه دې جوړي كړي نوموړي زياته كړه (( ښاروالي تيره كال يو څو بيلرونه په ښار كې اېښي وه خو  د پاكولو او ساتنې غم يې نه كاوه چې بلاخره هغه هم ټول ورك شول ))
ګرديز ښاروال اغامحمد سيدي  وويل چې د ښار د پاكوالو لپاره يې ځيني پلانونه په پام كې لري چې د راتلونكي كال په سر كې به يې پيل كړي .سيدي زياته كړه (( په ښار كې مو  د سبزي پلورونكو لپاره يو ځاي برابر كړي دغه راز مو د موټرو لپاره تم ځايونه هم په پلان كې نيولي او په نېږدې راتلونكي كې به د قصابانو لپاره هم ځانګړي ځاي جوړ كړي)) دغه راز سيدي وويل يوه لويه ستونزه چې دوي ورسره لاس او ګريوان دي هغه په ښار كې د دولتې ملكتونو نه شتون ده چې دغې ستونزې د دوي لپاره خنډونه جوړ كړي .
شاوخوا نهه كيږي چې د ګرديزد  ښاروالي چارواكي د ښار د پاكوالي په اړه داډول خبري كوي دا چې دا خبري به څومره ريښتوني او د پلي شي دا د راتلونكي وخت خبره ده .
يوه خبره چې اړينه ده ياده يې كړم هغه دا چې تيره ورځ مې د شاروالي د بي كيفاتي خبره د پكتيا له مسولو چارواكو سره ياده كړه هغو يې راته په ځواب كې وويل :موږ د شاروال دا ټولي ستونزې درك كړي ځو ځلي مو ددوي د لري كولو هڅه كړي خو بيا پيران زنګونه كوي او دهغه واسطه كوي .د پكتيا شاروال اغا محمد سيدي د پيرانو په ګوند (محاذ) پورې تړلي كس ده چې نيږدې اته كاله راهيسي په پكتياكې د ښاروالي دنده پر مخ وړي د دې اتو كلو په اوږدو كې مو يو ورځ هم ونه ليده چې په ښار كې يې داسي كار كړي وي چې موږ يې يادونه وكړو.يو بله خبره چې د ښاروال په اړه ده هغه دا چې څو كاله وړاندې كله چې عبدالجبار ثابت لوي څارنوال دا ښاروال اغا محمد سيدي يې د فساد په تور زندان ته اچولي وو خو د پيسو د وركړي په بدل كې بيرته  خوشي شو .
 موږ ټول پكتياوال له پيروانو او مريدانو دا غوښتنه كوو چې نور د هيواد د خلكو په بربادي كې خپلي ګټي وه نه لټوي .او دا ټول بي ضميره خلكو ملاتړ وه نه كړي . په پاي كې په دې هيله غوږونه د دې غږ انتظار په اننظار پريږدم چې راته وويل شي چې (( شاروال په كور كيناست )) او يا هم زندان ته لاړ .