دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې دنمانځنې راپوراوانځورونه

    دروان کال د کب دوهمه ( د فبروري ۲۱ مه ) چې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ وه په کابل ښار ( د لويې جرګې په تاريخي خيمه ) کې په خورا شانداره توګه ولمانځل شوه ، دغه غونډه په وروستيو څو کلونو  کې يوازېنۍ ولسي غونډه وه ، چې په زرګونو تنه افغانانو په کې ګډون وکړی و . په داسې حال کې ، چې دکابل سړه سيلۍ چليده  او واوره اوريده له کابل ښار ،ولسواليو ،اوآن ولايتونو څخه جوپې جوپې خلک راروان وو ، د لويې جرګې خيمه ،چې  تر پينځوزروکسانوهم په کې ځاييږي د غونډې د پيل په شيبو  کې ډکه شوه . عجيبه  خوداده ، چې په غونډه کې نه ميلمستيا وه اونه هم د څوکيو او پيسو وېش ، خو عام خلک ورته په ډيره بيړه را روان وو ، يو اتيا کلن سپين ږيری ، چې پټو يې واورولوند کړی و ، ځوانو ميلمه پالو لومړي کتار ته راوست يوازې تر دوه سوو زياتو داوطلبو زلميانو د غونډې نظم او ميلمه پالنه کوله . لومړۍ غونډه وه ، چې هر چا يې د برياليتوب لپاره هڅه کوله پرته له دې چې د تنخوا ، حق  الزحمې يا حتی د يوې مننې په تمه وي . خيمه په ښکليو شعارونو ، باندې رنګينه شوې وه ، د کابينې وزيران ، معينان د ملي شورا ګڼ وکيلان ، د خلکواستازي ، قومي مشران ، سپين ږيري ، ديني عالمان ، د پوهنتون استادان ، ښوونکي ، محصلان او عام خلک په خيمه کې راغونډشول هر چاخپل ځای بل هېواد وال  ته لوراوه ،  داسې شيبه هم راغلله  ،چې په خيمه کې د ناستې ځای نه وو پاتې او خلک د څوکيو د کتارونو  شاته ودريدل ، مخامخ ليکل شوي وو :   د ژبونړيوال کال  - د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ   افغانستان دغه کال او دغه ورځ د: ( په مورنۍ ژبه زده کړې د هر چا حق دی ! ) تر سرليک لاندې لمانځي . دخيمې  ديوالونو پر پښتو ، دري ، ازبکی ، نورستاني ، بلوچي ، ترکمني ، پشه يي او نور شعارونه لګيدلي وو ، يونسکو اود افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مانيزه اړخه دهغو فرهنګي – ملي ټولنو ملا ورتړلې وه ، چې ددغې غونډې دجوړيدو همت يې کړی و . اصلا د افغانستان خلکو له دوه درې کلونو راهيسې په مورنۍ ژبه دزده کړې مسأله د اسلام  دسپېڅلي دين ، اساسي قانون او بشري حقونو د اصولو له مخې مطرح کړې وه ، خو سږ کال د ټول افغانستان خلکو دغه حق د ولسي غوښتنې په توګه مطرح کړ او دولت يې تأمين ته وهڅاوه . دماسپښين له دوو بجو څخه څه وخت اوښتی و ، چې غونډه پيل شوه د کلام الله مجيد د آيتونو خوږ غږ دخيمې فضا رنګينه کړه او دغونډې دبرکت زېری يې راوړ ، بيا ملي سرود وغږول شو په زرګونه کسان ودريدل او دغونډې عظمت يې وښوده . لومړی ويناوال دهېواد د پوهنې وزير و ، ده وويل : «  خوشاله يم ، چې  دومره لويه  اوباعظمته غونډه وينم » ده په خپلو خبرو کې د دومره لويې غونډې دجوړيدو په اړه خپله خوشالي او حيرانتيا وښوده او ويې ويل : «  په مورنۍ ژبه زده کړه دهر چا حق دی او موږ مکلف يو داحق تأمين کړو . که هر څوک وغواړي  پښتنو او حتی ازبکو ، بلوڅو او نورو ته ددغه حق د ورکولو مسأله په جنجال  بدله کړي ، موږ  ددغو جنجالونو پروا نه کوو . موږ په دې پوهيږو ، چې دا يوه حياتي مسأله ده او هر  څومره  ستونزې چې ولري ، بايد حل يې کړو ، ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې داسې وعدې ورکړې ، چې ناست زرګونه کسان ټول ډاډه شول ، چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه به هرومرو تأمينيږي . د ښاغلي وزير ټول ټينګار پر زده کړه اوهغه هم په مورنۍ ژبه و ، چې د غونډې اصلي موضوع هم همداوه ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ښاغلي غلام نبي فراهي وينا وکړه او د پوهني وزير له وعدو يې خوشالي څرګنده کړه ويې ويل : « دده وزارت به د پوهنې د وزارت کلک ملګری او ملاتړ وي ، چې وکړای شي په مورنۍ ژبه د زده کړې له حقه محروم ولس ته دغه حق تأمين کړي . » بيا د لوړو زده کړو اداري مرستيال استاد محمد صابر خوېشکي وينا وکړه اوکلکه وعده يې ورکړه ،چې د لوړو زده کړو وزارت به د ښوونکيو په روزلو ، د تعليمې نصاب په بشپړولو او پوهنتونونو کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د شرايطو په مساعدولو سره ددغه ملي بهير ملګرتوب وکړي . بيا د لويې پکتيا قومي مشر او دهېواد ديوه منلي سپين ږيري ښاغلي ميراجان سحيقي خبرې وکړې او د ولس په استازيتوب يې ګيله وکړه ، چې د پوهنې وزارت وعدې لا تراوسه يوازې وعدې پاتې شوي او لا هم ميليونونه پښتانه په مورنۍ ژبه له زده کړو محروم دي . او که دا وعدې عملي نه شي هغه ولس ، چې نن يې زرګونه استازي په دې خيمه کې راغونډشوي دخپل حق دغوښتلو لپاره راپاڅيږي ،  د ښاغلي سحيقي وينا د لاسونو په پړکولو داسې بدرګه شوه ، چې د لويې جرګې خيمه يې هم ولړزوله . تر سحيقي صاحب وروسته د ولسي جرګې استازې محققې ساهر ه شريف په ښوونه او روزنه کې د مورنۍ ژبې داهميت په اړه خپله علمي مقاله واوروله تردې وروسته د افغانستان د ترک توکمو په استازېتوب د مدني بنسټونو د همغږۍ شورا مشر اسدالله ولوالجي او ورپسې د ملي شورا استازيو ، اوه کلن نابغه احمد سعيد ، د الفتحې لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې ښکلا ځدراڼ او نورو ګډونوالو ويناوي وکړې ، د غونډې پريکړه ليک د پياوړي ليکوال استاد محمد آصف صميم له خوا ولوستل شو اوغونډه د مازيګر د لمانځه پر مهال پای ته ورسيده ، په غونډه کې ترانې او تمثيلي پارچو هم ځای درلوده . د يونسکو پيغام  ،جي ټي ار موسسې پيغام اونورو پيغامونو د غونډې يوه برخه جوړوله ،چې تفصيل به يې بل ځای راشي .