
ژباړه : ملي کرښه
د دې ليکنې
ليکونکې د جنګ ګروپ / جيو
ځانګړې سلاکاره او د امريکا په متحدو ايالاتو او انګلستان کې ( د پاکستان) پخوانۍ سياسي استازې
ده .
په منځني ختيځ
کې مخ په ډيريدونکې ترينګلتيا د افغانستان په اړه پر يوشمير پرمختياوو باندې سيورى غوړولى دى. خو دې کړکيچ
هغه نړيوال وفاق له منځه نه دى وړى، چې د افغانستان
جګړه دې د يوې داسې سوله ييزې سياسي
حل له لارې له پاى ته ورسول شي چې په شخړه کې د ټولو ښکېلو اړخونو
په ګډون خبرې اترې په کې شاملې وي.
که څه هم د
امريکې د متحدو
ايالتونو د لوړ پوړو
پوځي چارواکو لخوا د دې نظريې خپلولو ته لاتراوسه اړتيا
ليدل کيږي، چې له
طالبانو سره جګړې ته د وسعت ورکولو بهير تعقيب ، ترڅو يو لاسبرى موقف لاسته راوړي او د احتمالي
جوړجاړي شرايط له مذاکرې پرته له دې لارې ديکته کړي، پرځاى خبرو ته ترجيح ورکړي. د پنتاګون د چارواکو
او پوځي قوماندانانو
په مخکې د پرتې سختې جګړې يو تجديد شوى اخطار شته دى. له ۲۰۱۴
کال وروسته د پراخ پوځي حضور خبرې هم شوې دي دا هغه نېټه ده چې د ناټو لخوا د ليزبن
په غونډه کې د ائتلافي ځواکونو د جګړيز ماموريت د پاى ته رسولو لپاره ټاکل شوې ده.
د هغې
نامالوماتيا په منځ کې چې په دې څرګندونو کې را ټوکيدلې ، دوه وروستۍ څرګندونې د افغانستان په روان وضعيت کې
ارزښتمن ځاى لري، د ۲۰۱۱ کال د جولاى مياشت، کله چې د امريکې د متحدو ايالتونو د ځواکونو
لومړنۍ ډلګۍ له افغانستان څخه وځي.
د ولسمشر
حامد کرزي لخوا اعلان د يوه واقعي ماهيت درلودلو پر ځاى تر ډيره سمبوليک دى خو دا هغه
لورى ټاکي، چې څيزونه
هغې خواته روان دي. تيره اوونۍ هغه خپلو ځواکونو ته پلانونه په ډاګه کړل، چې په جولاى مياشت کې په
اوو سيمو کې د امنيت مسئوليت پر غاړه واخلي. دا کار( افغان امنيتي ځواکونو ته
) په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو امنيتي مسئوليتونو دسپارلو لپاره يوه پيلامه
بلل کېږي .
که څه هم د کرزي اعلان تر ډيره هغه سيمې په ځان کې رانغاړي
چې پاڅون پکې نشته يا هغه سيمې چيرته چې بهرني ځواکونه د ډير او پراخ حضور په سبب د افغان امنيتي ځواکونود مرستې
راتلو ته تياردي، دا اعلان افغان ادارو ته په درې کلونو کې د مسوليتونو د ليږد
لومړنى ګام ګڼل کيږي خو
د مذاکراتو پر بنسټ ولاړې داسې يوې سولې ته اړتيا ليدل کيږي ،چې دا انتقال يا ليږد شونى کړي بالخصوص کله چې بيلابيل
ډوله ستونزې افغان امنيتي ځواکونو ته زيان رسوونکې دي او له بهرنيو ځواکونو څخه په خپلواکه توګه د دوى وړتيا په شک کې
اچوي.
دويم او ډير
مهم اعلان په هغې بيانيه کې راغلى دى چې د امريکې د متحدو
ايالتونو د بهرنيو
چارو وزيرې هيلري کلنټن د ۲۰۱۱ کال د فبروري په ۱۸ نېټه آسيايي ټولنې ته وکړه ، دا اعلان تر دې مهاله تر ټولو په څرګندو ټکو کې شوى دى کوم چې هغې
په افغانستان کې د امريکې د ډيپلوماتيکو
هڅو د يو نوي پړاو په توګه تشريح کړ چې دوه موجونو ته منسوبيږي کوم چې
جريان يې درلود، نظامي فشار او ملکي مرستې ، تر څو ښورښ ته ماتې ورکړل شي، هغې وويل دا دوه څيزونه دريم څيز
ته زمينه برابروي ؛ سخت ديپلوماتيک فشار ترڅو افغان شخړې ته د پاى ټکى کېښودل شي.
کلينټن توضيح
کړل چې ديپلوماتيکې هڅې مرسته کوي ترڅو د
افغانانو په رهبرۍ سياسي پروسه حمايه کړل شي؛ کوم چې تاريخ او تجربې موږ ته وايي چې دا پاڅون ته د پاى ورکولو ترټولو اغيزمنه لاره ده، هغې ژمنه
وکړه چې ۲۰۱۱ کال به د امريکې دمتحده ا يالاتو د قوي ملاتړ شاهد وي ترڅو د مصالحې يوه مسئوله پروسه د افغانانو په
رهبرۍ او قوي هڅوونکې منطقوي ديپلوماسۍ په حمايت رامنځ ته شي.
له مخالفينو سره روغې جوړې ته د امريکې د متحدو ايالاتو د تيارۍ په اظهار سره کلينټن له
طالبانو سره د مصالحې لپاره درې سرې کرښې و ايستلې ؛ دوى بايد له
تاوتريخوالي لاس واخلي ... له القاعده سره خپله ملګرتيا او اتحاد ختم کړي او اساسي
قانون ومني . بيا يو
مهم بدلون راغى، دا درې سرې
کرښې نورې د مخکنيو شرايطو په توګه نه ياديږي بلکې د هرو خبرو اترو د اړينو پايلو په توګه موخې ګرځول شوې دي، کومې چې د
اوباما د ادارې لخوا پاکستاني چارواکوته په خصوصي توګه څومياشتې د مخه څرګندې شوې
وې او اوس په عامه توګه اظهاريږي. هيلري کلنټن تصديق کړه چې د مصالحې د برياليتوب لپاره به پاکستان د پروسې
اړينه برخه وي.
هغه ژمنې چې
د آغلې کلينټن په خبرو کې وشوې د يوې داسې سياسي ستراتيژۍ ترلاس لاندې نيول و چې
له پاکستان سره موجود واټن را لنډ کړي، په کومه کې چې له پخوا دا ټينګار کيدو چې
جګړه يواځې کيداى شي په سياسي، نه پوځي وسايلو يا لارو چارو پاى ته ورسول شي. دا همدارنګه د
امريکا د ناټو له اروپايي ملګرو سره فاصله
له منځه وړي کوم چې په خصوصي توګه له طالبانو سره د خبرو اترو غږ کوي ترڅو يو سياسي حل خوندي کړي.
له څو مياشتو
را پدېخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني په امريکايي لوړ پوړو
چاروا کو باندې ټينګار کاوه ترڅو د ډيالوګ لپاره مخکني شرطونه وضع نه کړي بلکې خپل
درې سرې کرښې په وروستيو موخو باندې واړوي چې بايد د مذاکراتو په پروسه کې ترلاسه شي. هغه همدارنګه وړانديز وکړ چې يوه سياسي
پروسه دې له ځنډ پرته پيل شي ترڅو په ګوته کړي چې په افغان مخالفينو کې څوک د
مصالحې وړدي او څوک نه دي.
د کلينټن
څرګندونې واشنګټن او اسلام آباد ته دا موکه په لاس ورکوي ترڅو په افغانستان کې
خپله ستراتيژي په لاجوخته توګه تنظيم کړي. خو هغه څه چې نامالوم پاتې دي دادي چې آيا
د اوباما په
اداره کې ملکي مراجع او نظامي رهبران د هغه څه د مهال ويش او طرحې په اړه چې کلينټن
د ديپلوماتيک موج په نوم ياد کړل يوه خوله
دي او که نه.؟
په
افغانستان کې د امريکا متحدو ايالاتو لوړ رتبه قوماندان جنرال
ديويد پتريوس او پنتاګون لخوا تراوسه لا د طالبانو له رهبرانو سره د خبرو اترو کولو فکر قبلولو ته اړتيا ليدل کيږي. تر اوسه پورې دوى يواځې له
ټولنې سره د طالبانو د بيا يوځاى کولو ( re-integration) ؛ پاليسې منلې ده، کومه چې د
طالبانو ترمنځ په بيلتون او د هغوى په کمزوره کيدو
کې مرسته کوي، خو مصالحه چې له طالبانو سره د مذاکرات او
خبرواترو په
مانا ده، نه ده
منلې. يوه اروپايي ډيپلومات دا حالت تر ډيره
په يوه انځوريزه بڼه بيان کړى دى ، د امريکاد متحدو ايالاتو نظاميان يواځې غواړي د
طالبانو په غاړو کې له خپلو بوټونو سره خبرې وکړي .
د جنرال ديويد
پتريوس و روستۍ مرکې او د کانګرس پر وړاندې څرګندونې د نظامي
هڅو د سستوالي له څرګندولو څخه واټن لري، او دې ته اشاره کوي، چې په
افغانستان کې زياتې جګړې پرمخکې پرتې دي.
پتريوس همدارنګه د روانې ستراتيژۍ په واسطه د پرمختګ کولو په اړه د زړه ښه والي يوه ارزونه وړاندې کوي او ادعا
کوي چې د طالبانو خوځښت د هيواد په ډيرو برخو کې درول شوى دى، سره له دې چې هغه دا لاسته
راوړنې ماتيدونکې تعريف کړې دي.
د پرمختګ دا
شرح د سياسي مسير د بدلولو لپاره يو ګټور بنسټ وړاندې کوي. که دا په ميدان کې د
پرتو واقعيتونو لخوا حمايه شي او که نه د
نظامي لاسته راوړنو فکر د مذاکراتو په لوري د تګ لپاره د مخ – ساتلو لاره برابروي. خو د دې څيز واقع کيدو
ته لا وخت پاتې دى، د دې پرځاى د امريکا متحده ايالاتو نظاميان پر هغه ستراتيژۍ باندې اصرار کوي
چې ترډيره د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو پرځاى د هغوى په وژلو کې
مرسته کوي.
په راتلونکو
څو مياشتو کې له پلان شويو لا ډيرو سختو جګړو سره دا ستراتيژي له هغه څه سره په
مغايرت کې ده کوم چې پاکستان فکر کوي چې د راتلونکې لپاره ترټولو غوره لاره
ده. پاکستان غوره ګڼي ترڅو د يوې معتبرې
مصالحې د په لاره اچولو لپاره لومړى ګام د تاوتريخوالي
له منځه وړل وي، دا کار به د سياسي هڅو د برياليتوب لپاره يوه سياسي موقع او شرايط رامنځته کړي. باالعکس د نظامي مبارزې تشديد به سياسي حل ته د
رسيدو تعقيبول تکذيب کړي.
په بهر کې
دامهال د سياسي حل وفصل په اړه د پاکستان نظريات لازيات د راکښلو قدرت مومي. په لويديځ کې نظريات
مخ په ډيريدونکې توګه په دې آند سره راټوليږي چې يواځنۍ مناسبه ستراتيژي چې جګړه پاى ته ورسوي د مذاکراتو پر بنسټ حل و فصل دى، او هغه
وخت چې بايد سياسي هڅې په لاره واچول شي همدا اوس دى . د پيړۍ بنسټ او د امريکايي فکر ذخيره؛ لخوا وروستي رپوټونه همدا قضيه بيانوي
او له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه کوي. هغه بيانوي چې ؛ له ټولنې سره د
طالبانو بيا يوځاى کول ( re-integration) ؛ کوم چې د افغانستان لپاره د
ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي لخضر ابراهيمي او د امريکاد متحدو
ايا لاتو د بهرنيو چارو دوزارت د
پخواني مرستيال توماس پيکرينګ لخوا يې مشري کيږي، به هغه سياسي حل
چې سوله ورته اړتيا لري؛ وړاندې نه کړي. هغه کاري ډله چې رپوټ يې ليکلى دى په لوړه
کچه د سولې د پروسې وړانديز کوي او د حل و فصل يوه باالقوه طرح وړاندې کوي.
د انګلستان
د پارلمان د يوې منتخبې او د ګوندونو ګډې کميټې راپور آن تردې نور هم وړاندې ځي ، هغه په افغانستان کې د امريکا
متحده ايالاتو په
رهبرۍ اوسني نظامي کمپاين باندې نيوکه کوي
او اوسنۍ ستراتيژي نيمګړې ګڼي، نه يواځې د پاڅون ضد هڅې
بريالۍ کيدونکې نه دي بلکې هغه کولاى شي د سياسي حل د خونديتوب
حاصل راوړونکې او پرانيستونکې هڅې له منځه يوسي، دوى ويره څرګندوي چې په
افغانستان کې د ناټو لس کلن عمليات کيداى شي په
ناکامۍ سره پاى
ته
ورسيږي، نوموړى
رپوټ د يوه سياسي جريان لپاره غږ کوي په کوم کې چې د امريکا
متحده ايالات نيغ
په نيغه له طالبانو سره خبرې وکړي.
دا رپوټونه
په لويديځ کې د عامه خلکو ترمنځ د جګړې په اړه د انديښنو په راولاړيدو کې مرسته
کوي، په دې وروستيو کې د واشنګټن پوسټ – ABC په يوه راى غوښتنه کې
څرګنده شوه چې له دريوو برخو دوه برخې
امريکايان اوس په دې باور دي چې په افغانستان کې جګړه نوره کومه ارزښت لرونکې جګړه نه
ده. په همدې توګه په اروپاکې هم ډيرى خلک جګړې ته پاى ورکول او د خپلوجنګياليو
ځواکونو بيرته ايستل غواړي.
آيا د
اوباما اداره کولاى شي چې سياسي شجاعت دې ته راوبولي ترڅو پر نظاميانو باندې غلبه ترلاسه کړي
چې، د سياسي جريان تقدم ومني او د سياسي هڅو تر شا ودريږي ؟ ډير څه د همدې پوښتنې په ځواب پورې تړلي دي.
د يوه حل او
فصل لپاره مذاکرات کېداي شي کلونه وخت ونيسي او کيداى شي په لومړنيو شيبو کې اضافي پرمختګ وکړي. د دې
ډول يوې پروسې په بيړني پيل باندې بايد ټينګار وشي. په سياسي هڅو کې د صداقت نه
شتون او د نظامي ستراتيژۍ پرله پسې تعقيب کولاى شي په افغانستان کې د تل
پاتې سولې په لور هڅې او هاند پيچلى او حتا له خپلې
لارې او مسير څخه وباسي.
له ملې کرښې په مننه .