درنه لاړم خدای پامان، زخمي کابله
زما روحــــــه، زما ځان، زخمي کابله
درنه لاړم خوله زړه مې وینې څاڅي
تانه جار، تانه قربان، زخمي کابلـــه
خپل رانه پردي شول، د پردو په سر
ګل راتـــــه اغزي شول، د اغزو په سر
نن څومره راټیټ شولو اسمان په ما
ستوري مـــــــــې ځلېږي، دبڼو په سر
ژوند دی تېروه يې دلمبـــــــو په سر
تېر شولو بلبلــــــــــه د ګلــــــونو وخت
اوس دې زندګي شوه د اغـــــزو په سر
خیر دی که یې سترګې درواغجنې شوې
پالمه يې مينه، دليمــــــــــــــــــو په سر
ښايسته کوچۍ
وروستي