
چې
څوک چرته د کم عقلۍ مثال ورکوي نو خر یادوي-چې څوک د بیوقوفۍ کار وکړي نو خلک ورته
خر واي-چې د نزدې نه مې خر ته وکتل نو خفه شوم پرې-اوږد مخ هواره پوزه-نیغ او
ړقیدونکي غوږونه-په غټ وجود کښې وړوکی سراوهغه هم له عقله تش-د خپل ساتونکي بې کچه
منونکی او په خوراک میین---په سوچ کښې ځم ځم ځم چې د خپل کلي اینځر ګل مې مخې ته
نیغ ودریږي-د موصوف څو اوصاف حمیده د خر نه کم نه دي-د ملک بابا د ځوي چې کله هم
جلوس یا جلسه وي نو اینځر ګل پکښې له هرچا وړاندې وړاندې وي-توغ يې په لاسونو کښې
نیولی وي او خپله مرۍ په چغو وشلوي-په پردي واده او خیرات کښې زرزر مجمې چلوي-او
په نازرۍ کښې يې ثاني نشته-د مړي د کور وړومبی او اخیري میلمه موصوف وي-او د
قبرونو کنستلو کښې مشهور دی-په سیاسي مباحثو کښې يې د چا پلار نه شي پړ کولی-د
جارج بوش د مور او پلار نومونه-د طالبانو په حقله کره معلومات-د اسامه د اوسیدو
ځاي-د چین او روس د ایتمي بمونو شمیرد اینځر ګل نه پټ نه دي-خو که څه ترې پټ دي نو
هغه د اینځرګل خپل ذات دی-څلور ځامن يې دي دوه په پردي هوټل کښې لوخي وینځي-یو په
ګاړي کښې کلینډر دی-او یو د کلي مشهور جوارګر او پوخ چرسي دی-په خپلو بچو کښې يې
په یو هم سبق نه دی ويیلی-او که چرته يې په کوڅه ورپيښ شوې نو د اینځرګل کور به د
شورشغرب او شرونو له کبله له ورایه وپيژنې-نو بیا راته خر رایاد شي-لکه د اینځرګل
بلا اوصاف لري-د سحره تر ماښامه درانده پیټي چلوي او چې د کار ځاي ورته یو ځل په
نخښه شي-نو بیا ورپسې شاته د چق چق حاجت نه وي خو پیټی پرې ږده او ځاي ته به يې
رسوي او یبا به ځان رارسوي-چې چرته شین فصل یا خره اویني نو لکه د اینځرګل خپله
مرۍ په هڼ وشلوي-خو په ّهڼ کښې يې پټ موسیقیت هوښیاران خره لټولی شي-په ځانګړې
توګه چې د غره په لمن کښې يې غږ په غرونو کښې تمبیږي راتمبیږي نو ماته د پاپ
موسیقۍ د ګډیدونکي سندرغاړي غږ مخې ته شي-چې خوږلت پکښې بیخي نه وي او د ځان سره
ټول اوریدونکي هم په حرکت مجبوروي-او ټول میلس ټالۍ وهي-خر چې په جلال کښې راشي نو
نو کله کله د خبل ساتونکي نه بغاوت وکړي-او ماته د خپل وطن فوځي حکمران رایاد کړي-لکه
خر چې لتې او دنګوچي پیل کړي نو شنه فصلونه او پردي ماشومان هرڅه چقوي-دغسې فوځي
واکمن د وطن ټولې ادارې وچقوي او د انصاف په چوکۍ بې غوږونو خر کښينوي او هغه ورله
دغه ټول غوبل روا کړي-ددې حالاتو په لیدلو څه سیاسي خره هم د خپلو غوجلو نه هڼ پیل
کړي-او د خر امامتي اومني-او بیا يې ورشوڼونه په کلونو کلونو په شنه خید کښې پټ وي-ځم
ځم ځم بیرته مې عقل د خر په وجود کښې ورک شي-او وایم چې که خر ته هر څوک کمعقل او
خر واي-خو زړه مې دا خبره نه مني-ځکه چې د خر له دې خوبۍ نه انکار د خرو کار دی چې
د خپلو اوصافو د اثر لاندې يې نیمه نړۍ راوستې ده د هڼ انداز يې د لتو وهلو د
انذاز نه زړه راښکونکی دیاو د خپل پالونکي سره د وفادارۍ انداز يې د بل هر څاروي
نه نور زړه راښکونکی دی
عندلیب
دیر