ژوند

د خوبونو په شنه فصل د دړدونو غبار-د یار د ښکلې خندا تر څنګ په سرو نرو شونډو د پاړ پتري-
د زړه راښکونکو او زړه چيچونکو مړاو سترګو نه د ګلابونو رخسارونو د پاڅه لکه د پرخې څڅیدونکې ملغلرې اوښکې-
د ښکلي ګل ترڅنګ تیره ازغي-دسپوږمۍ په مخ داغونه-د دریاب د غاړو تنده--او---د زانګو د پړو چغ چغ-
د ډولۍ د بازوګانو چق چق- د جنازې د کټ جړق جړق-د بیلچې خرپ خرپ او د مټې خاورې دوړه--اواواواو اوږد سفر -مات وزر-
تږی نهر-اورورونکی نمر-سوی نظر-زخمي ځیګر-سراب سراب منظر-او خرڅ شوی سحر--او او او او-د یو زغم د بل ډب-خړې اوبه او ړوند کب-د جونګړې تیره د ماڼۍ شور شغرب
-مهذب مهذب او نیمګړی ادب----او اواواو اونهر لیونی -نیمه شپه -پردی چم-لکه کوچی-لکه چنګړی-لکه تږی بنجاري--هاهاهاهاهاهاها ځانله
د هغه څه غم کوي چې غم يې نه دی پکار----------------د ملا تقریر-د فلسفي تدبیر-د ملک ضمیر-بې علمه پیر-د 
حالاتو زنځیر-او د خوار تقدیر----چا راته وييل دې ته ژوند واي--هاهاهاهاهاهاهاهاها
***********
عندلیب