د خوست ولايتي شورا، کلتوري ټولنو، ټولنيزو سازمانونو او فرهنګي شخصيتونو ګډ پرېکړه ليک

 موږ ټول پدې پوه يو چې خپل اصل پښتني او افغاني کلتور مو نن تر بل هر وخت زيات د بهرنيو کلتوري يرغلونو سره مخامخ دی، ځينې په کور دننه داسې کړۍ شته چې د بهرنيانو او په ځانګړي ډول له ګاونډيانو سره پدې يرغل کې لاس په لاس دي او هڅه کوي چې زموږ ملي ترمينالوژي په پرديو اصطلا حاتو بدله کړي، څه وخت وړاندې د بلخ په ولايت کې ځينو ورته اشخاصو همداسې وکړل چې د اطلاعاتو کلتور وزير لخوا خبرداری ورکړل شو، دوی چې تل اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي نو په لاريونو او مظاهرو يې پيل وکړ، تر څو د ولسي جرګې او نورو اورګانونو پام ځان ته واړوي .  د ولسي جرګې د کلتوري چارو کميسون پرېکړه کړي چې را روانه اونۍ د اطلا عاتو کلتور وزير نوموړي کميسون ته ور وغواړي.  موږ د خوست ولايت ټولې کلتوري، ادبي، مدني ټولنې، سازمانونه، ديني، قومي او سيمه ايزې شوری ګانې، علمي او ټولنيز شخصيتونه د هغو چا په خلاف چې زمونږ د ملي ترمينالوژۍ د له منځه وړلو په هيله دي اود ولسي جرګې د کلتوري چارو کميسون د دغې خپل غرضه پرېکړې پر وړاندې                                   (  ۱۳۸۶ سلواغې ۳۰    )   نيټې د جوړې شوې غونډې او لاريون پرېکړه ليک په پنځو مادو کې په لاندې ډول صادروو . ١- موږ په هيواد کې ملي يووالي ته اړتيا لرو او هيچاته به د دې اجازه ورنکړو چې د پرديو خوشحالولو په خاطر زمونږ ملي وحدت ته زيان را ورسوي .   ٢ -د اطلاعات کلتور وزير دې  بې له کوم دليله د ولسي  جرګې کلتوري چارو کميسون ته نه ورغوښتل کيږي .   ٣ - موږ د اطلاعات  کلتور وزارت روانې کلتوري هڅې ستايو اود ملي ترمينالوژۍ د ساتلو او پلي کولو په برخه کې د دې وزارت څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلانوو.   ٤ -  موږ د سيمې له هيوادونو سره د کلتوري اړيکو پلوي کوو ، خود کلتوري يرغلونو پر وړاندې يې هر ډول مبارزې ته تيار يوو.   ٥ - موږ د اطلاعات او کلتور وزارت څخه غوښتنه کوو چې د ايران د کلتوري يرغل د مخنيوي لپاره دې ممکنه  ګامونه پورته کړي او پدې اړه دې  ولسي جرګه اود وزيرانو شوری هم خبرکړي.