حقپال دحکمتيار سکرتر! ( ۱ )

دحقپال هغه لیکنه مې ولوسته چې دوهاج ساپي دلیکنې په هکله یې دغبرګون په توګه لیکلې وه، په لیکنه کې څو داسې ټکي لوستونکې ته ځان را مخې ته کوي چې باید یو څه پرې ولیکل شي، په همدې تکل دا دي دلته په یو څو ټکو کې دنوموړې لیکنې یو څو ټکي څېړل کېږي:
 
۱ـ حقپال له حکمتیار نه داسې ننګه کړې چې لوستونکي ته یو ډول دوه رنګي ور تر سترګو کوي، په لیکنه کې هڅه شوې وښيي حقپال ګوښی کس دی او حکمتیار ګوښی، مګر په ځینو برخو کې یې بیا داسې څه تر سترګو کېږي چې ښيي حقپال اوحکمتیار یو کس دی، دبېلګې په توګه دلیکنې په یوه برخه کې راځي: (كه د ورور حكمتيار په كتابونو اعتراض درسره وي او د ضعف كوم ټكى دي تر سترگو شوى وي نو همغه ټكى او د ترديد دلائل ئې وړاندي كړه...كه ته غواړې د ورور حكمتيار د ديني زده كړي په اړه معلومات ترلاسه كړې ) له دې داسې ښکاري چې حقپال لوستونكو ته ځان دحکمتیار داستازي په بڼه ورښيي، خو دهمدې لیکنې په یوه بله برخه کې بیا داسې راځي: (  او باور وكړه چي كه ته يا بل څوك داسي كوم مورد په گوته كړئ نو د زړه له كومي به ستاسو مننه كوو، دا ځكه چي موږ د حق او حقيقت په لټه كي يو، نه د خپلي رأيي په اړه ناروا تعصب لرو او نه د ځان په څېر د بل انسان د رأيي په اړه )  دلته بیا داسې ښکاري چې حقپال او حکمتیار یو کس دی، او همدا ټکی دپام وړ دی؟ که حقپال او حکمتیار یو کس وي، نو بیا ولې دغه لیکنه حکمتیار په خپل نامه نه کوله؟ او که حقپال ګوښی کس او حکمتیار ګوښی کس وي نو بیا خو باید په لیکنه کې داسې څه نه وای تر سترګو شوي چې وښيي حکمتیار او حقپال دواړه یو کس دی.
 
    په هر حال را به شو دیته چې ولې یوه وتلې اوپېژندل شوې څېره خپل ولس ته ځان په بله بڼه او بل نوم  ورښيي؟  داسې نوم چې ولس یې نه پېژني؟!! اوس ولس څه پوهېږي چې حقپال، موحد، حقمل او... څوک دي؟
 
   کله کله  یو کس ددې لپاره په بل  نوم لیکنې کوي چې نه غواړي څوک یې وپېژني، نوموړي داسې څه لیکلي وي چې که یې په خپل آر نامه خپاره کړي نو بیا یې څوک نه مني‎! ځکه خلک دی پېژني ورسره بلد وي، کوم څه چې ده دهغه په هکله لیکنه کړې وي خلک پوهېږي چې نوموړی ددې وړتیا لري او که نه؟ او دلیکونکي موخه له خلکو سره په داسې توګه خبرې کول وي چې بايد خبره یې ومنل شي، نو له همدې کبله جامه ورته بدله کړي تر څو خلک یې په آره بڼه ونه پېژني، ځکه په خپله جامه کې یې خلک خبره نه مني.
 
    او یا داسې وي چې لیکوال هغه لیکنه چې دی يې کوي یا يې کړې وي له خپل شان او خپلې سويې سره وړ نه بولي، پرې شرمېږي، که یې په خپل آر نامه دولس مخې ته کېږدي نو خلک به وايي: سړیه! ته دا لیکنه  ګوره او دا کس ګوره! دا لیکنه خو دنوموړي له شان سره اړخ نه لګوي.
 
    او کله داسې وي چې لیکوال دځينو امنیتي ستونزو یا اندېښنو له کبله نه غواړې وپېژندل شي، دلته اوس درک نه لګېږي چې دغه لیکنه دلیکونکي له شان سره وړ نه ده بلل شوې؟ او که ددې اندېښنې له وجې چې که یې په خپل نامه خپره کړي نو خلک به یې ورسره و نه مني؟ او دریمه خبره خو ځکه تته برېښې چې له حکمتیار سره ددې وېرې شتون چې  په خپل نامه لیکنې به امنیتي ستونزې ورته وپنځوي, يو څه لیري ښکاري.
   
    دا په داسې حال کې  چې ځینې داسې لیکنې چې په هغه کې خلک ډېر جنجال نه کوي او يا ډېر خلک نه پرې پوهېږي هغه بیا نوموړی په خپل نامه خپروي، دبیلګې په توګه دا څه وخت کېږي په شهادت کې د ( ساینس او د قرآن علمي اعجاز ) تر سرلیک یو لړ لیکنې په پرله پسې توګه خپرېږي، او دهرې لیکنې په سر کې لیکل شوي وي: لیکوال: انجینر حکمتیار دحزب اسلامي افغانستان امیر!
 
    خو له نورو لیکنو سره بیا نه دانجینر نوم تر سترګو کېږي، نه دحکمتیار، نه دحزب اسلامي، نه دافغانستان او نه هم دامیر! بلكې حقپال، موحد، حقمل او...هیله ده په دې اړه لوستونکو ته ډاډ ورکړل شي, چې دڅه لپاره داسلامي امت او په ځانګړي ډول د پښتون ټبر لپاره  په پټو، ناپېژندل شوو نومونو باندې داسلامي مبارک دین اختلافي مسایل را برسیره کېږي؟ او بیا له خلکو نه په نا بلدۍ کې دخپلو خبرو دمنلو هیله کېږي؟
 
2_ په لیکنه کې دوهم دپام وړ ټکی هغه هڅې دي چې دوهاج ساپي دسپکاوي او په کم تول تللو په موخه شوې دي، دنړۍ په کچه په هره ټولنه کې دخلکو تر منځ یو پر بل نیوکه او بیا په تېره دپوهې او علم په ډګر کې یو منل شوی حقیقت دی چې څوک هم سترګې نشي ترینه پټولی، که څه هم په لویو، پوهو، درنو او لوړو خلکو باندې وخت پر وخت نیوکې شوې دي او پرې کېږي، مګر ددوی غبرګون دنیوکه کوونکو په وړاندې په داسې ډول وي چې له ورایه دنوموړي لوړوالی، دروندوالی، لویوالی، پوهه اوزغم پکې ځلېږي، او کله کله خو داسې وي چې خپله نیوکه کوونکی دغبرګون په لوستلو سره دهغه کس پوهې، لوړوالي، لویوالي او زغم ته غاړه کېږدي، او همدغه غبرګون دنوموړي لپاره یو پند شي، او هغه څوک چې ده نیوکه پرې کړې وي سمې لارې ته هغه دده لارښود شي، او تر ډېره پورې دا کار هغه څوک کولی شي چې له پوهې سره سره له زغم او معنوي لوړوالي او لویوالي نه برخمن وي، دبېلګې په توګه پیغمبران علیهم الصلاة والسلام په ځانګړي ډول له دغه رنګه نیکبختۍ نه برخمن وو، همدا رنګه صحابهء کرام او ډېر نور علمای کرام هم شته، وو، او وي به.
 
    مګر د حقپال په غبرګون کې دغه ځانګړنه نه تر سترګو کېږي، بلکې تر ډېره ځایه دوهاج ساپی په خوله خوله ووهلو هڅې شوې دي تر څو نه دی بیا او نه بل څوک دا رنګه کار ته زړه ښه کړي،  ددې پر ځای چې دوهاج ساپي دنیوکې ځواب وویل شي، او یا يې نیوکه دمنل شوو دلایلو په رڼا کې بې ځایه وبلل شي دهغه املایي تېروتنو ته ګوته نیول شوې ده - دلته یوه کیسه را یاد شوه، وايي یو وخت ددوه ښځو په خپلو کې سره جنګ شو، هغې یوې بلې ته پیغور ورکړ چې ته خو پلانۍ اوبیستانۍ يې، له پلاني سره... دوهمې ښځې په ځواب کې ورته وویل: وای تر خدای مې جار کړې! دا نو څه خبره ده! الله مې دې له داسې حاله وساتي چې غوا مې پۍ کمې کوي!!! او ددغه بلې ښځې غوا پی کمې کولې ـ او همدغه تېروتنې ددې لپاره په ګوته شوې تر څو وښودل شي چې نوموړی ددې وړتیا نه لري چې دحکمتیار په لیکنو او خبرو نیوکه وکوي، او نه هم دومره دیني پوهه لري چې پر مټ یې وکولای شي دنوموړي دلیکنو ښه او بد په ګوته کړي!
 
    او حال دا چې په هېڅ ډول او هېڅ کله دا دمنلو نه ده چې املا ددیني پوهې او علم لپاره تله شي، د چا چې املا سمه وه نو دهغه دیني پوهه به هم سمه  او ډېره وي او دچا چې املا سمه نه وه نو دهغه دیني پوهه به هم ناسمه او لږ وي.
 
     ځکه په امت کې ډېر داسې دین پوهان شته چې کېدای شي املا یې لس په سلو کې هم سمه نه وي مګر ددین په اړه دومره پوهه ورسره وي چې له زرو لیکوالانو سره هم نه وي! داسې علما شته چې قرآن کریم یې یاد وي، بخاري، مسلم او داحادیثو نور ګڼ کتابونه یې یاد وي، داصول فقه، اصول حدیث، نحوې، صرف، بلاغت او ګڼو نورو علومو متون یې دژبې په سر یاد وي، مګر املايي تېروتنې او کمیانې لري، او ډېر داسې لیکوالان شته چې املا یي دوه سوه په سلو کې سمه او روغه وي! مګر ددین په ښکاره او څرګندو بنسټونو هم نه وي خبر! او داسې علما هم شته چې دواړه ښېګڼې یې سره یو ځای کړې وي، نو له دې کبله دا خبره چې وهاج ساپی په دیني علومو سم نه پوهېږي ځکه چې املايې تېروتنې لري پر سم بنسټ نه ده ولاړه.
 
3_ په نوموړې لیکنه کې ځینې نور همدېته ورته دلیلونه ددې لپاره وړاندې شوي تر څو وښيي حکمتیار په دین ښه پوهېږي، داسې ویل شوي: په حکمتیار پسې شهید عبد الله عزام, اسامه بن لادن، لویو لویو علماوو او سترو سترو فقهاوو مونځ کړی! دا خو هغه دعامو خلکو او دماشومانو غوندې خبرې دي، لومړی دا چې شهید عبد الله عزام او اسامه او ورته نورو کسانو په ډېر کسانو پسې مونځونه کړې دي، یوازې په چا پسې ددوی مونځ کول خو په دې معنی نه دی چې بس دغه کس نو جامع الکمالات شو!  شهید عبد لله عزام، شیخ اسامه خو څه پیغمبران نه دي چې په یو چا پسې مونځ کول یې دهغه دښې پوهې لپاره دلیل شي، ځکه دشرعي نصوصو له پلوه دا جواز لري چې یو غوره کس دې په داسې یو چا پسې مونځ وکوي چې هغه له ده په علم، پوه، تقوی، کې کم وي، دبیلګې په توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځينو صحابوو پسې مونځ کړی، لکه ابوبکر صدیق، عبد الرحمن بن عوف رضی الله عنهما، له دې پرته دا داهل السنت والجماعت عقیده ده چې په ظالم, فاسق او فاجر پسې هم مونځ صحیح کېږي, په تېره چې بیا دمسلمانانو یو څه واګې یې هم په لاس کې وي، په حجاج بن یوسف پسې ګڼو صحابوو او لویو لویو تابعینو مونځونه کول, او دا دفقهې مسله ده چې کوربه كه دامامت کولو توان ولري نو لومړی حق دده دی چې امامت وکوي، که څه هم چې په میلمنو کې له کوربه نه ډېر پوه کسان وي، هو که بیا کوربه کوم میلمه مخکې کړ هغه بیا ځانله خبره ده.
 
     حکمتیار یو وخت چې لیبیا ته تلی و په ق‍ذافي پسې يې مونځ کړی و، نو که دغه قاعده ورته رامخې ته کړو معنی یې دا کېږي چې قذافي، مفسر، محدث، فقیه، پرهیزګاره او.. دی ځکه چې حکمتیار مونځ پسې کړی دی، او کېدای شي دقذافي ځینې پلویان دا دلیل ونیسي لکه حقپال چې نیولی، او حال دا چې خلک دقذافي په اسلام کې شکمن دی، ځکه هغه یو لیونی کمونیست ډوله سړی دی، حتی په خپل شنه کتاب کې خو یې ځینې داسې څرګندونې کړې دي چې کیدای شی په ښکاره یې له اسلام نه وباسي، او ځینو علماوو دا فتوی ورکړې هم ده.
 
4_ له حقپال نه بله لویه اشتباه دا شوې چې په استاد نه لرلو کې یې دحکمتیار او  رسول الله صلی الله علیه وسلم تر منځ دورته والي هڅه کړې ده، او حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم استاذ درلود هغه جبریل علیه السلام و، او ټولو صحابه وو استاذ درلود، رسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابه وو استاذ و، هغوی قرآن کریم له ځانه نه وو زده کړی بلکې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې زده کړی و، داسې نه وو چې هر کس له ځانه سره قرآن کریم مطالعه کولو،او که دحكمتيار استاذ هم جبریل علیه السلام وي بیا نو سمه ده!
 
    نو له دې کبله دا چې حکمتیار وتلي استاذن نه لري دا دده د پوهې او علم په اړه یو څه پوښتنې را ولاړولي شي.
 
5_  دا چې یهودو به پر رسو ل الله صلی الله علیه وسلم باندې نیوکه کوله چې هغه لیکل او لوستل نشي کولای، دلته باید له غور نه کار واخیستل شي! نه لیکل او نه لوستل درسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې ځانګړې معجزه وه، ځکه هغه مبارك چې  لوستل او لیکل نشوای کولای دا ددې لپاره تر څو خلکو ته وښودل شي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم نه لوستل کولی شي او نه لیکل، خو بیا یې هم  داسې یو معجز کتاب راوړی! او خلک هم همدېته حیران وو، که ده لیکل او لوستل کولای شوای نو بیا به ډېرو کینه کښو او رخه ګرو ویل چې دا خو یې له ځانه جوړ کړی ځکه دی خپله لیکل او لوستل کولای شي.
 
    نو نه لوستل او نه لیکل درسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې دده د معجزې ( قرآن کریم ) دحقانیت دلیل و او دی، او پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دنور امت لپاره  لیکل او لوستل دغوره والي نښه ده، او نه لوستل اونه لیکل کمی دی.
 


حقپال دحکمتيار سکرتر! ( 2)


6_  بله خبره یې دا کړې چې دین په تجربه سره هم زده کېږي نه يوازې په درس ویلو سره، او دډرېورۍ او لیکوالۍ مثالونه یې وړاندې کړې دي، لومړی خو دا چې دین څه ډرېوري او لیکوالي نه دی، دین له ډرېورۍ، موچي ګرۍ، او لیکوالۍ سره ډېر غټ توپیر لري، یو لنډ او ښکاره توپیر یې دا دی چې که یو کس په ډرېورۍ کې غلطي وکوي نو څه شرعي حکم نه پرې مرتبېږي، همدا رنګه لیکوالي، که یو کس په عادي خبرو او لیکنو کې د ښ پر ځای س ولیکلي، یا د ( ب ) پر ځای ( ج ) ولیکي څه شرعي حکم نه پرې مرتبېږي او نه په آخرت کې پرې محاکمه کېږي، مګر دین بیا داسې نه دی په دین کې پر غلطۍ او اشتباه هم په دنیا کې حکم پرې مرتبېږي او هم په آخرت کې، یو کس که پوره او تکړه ډريور وي او که نیمګړی او کمزوری، که ښه او تکړه لیکوال وي او که نیمګړی او کمزوری، که ښه او تکړه انجینر وي او که نیمګړی او کمزوری، دومره لویه خبره نه ده، لکه څومره چې د یو ښه پوه او تکړه عالم او نیمګړي او کم علمه عالم خبره ده.
 
    ډرېوري، لیکوالي، انجینري، ډاکتري، زراعت او... له هر چا نه زده کېدای شي، له کافر نه هم زده کېدای شي او له مسلمان نه هم، له لار ورکو نه هم زده کېدای شي له نيك كارو نه هم، مګر دین بیا داسې نه دی، دین له کافر نه نشي زده کېدای، له فاسق او فاجر نه نشي زده کېدای، له مبتدع او منحرف نه نشي زده کېدای، که یې څوک زده کوي نو هغه به بیا دخپل استاذ په څېر وي.
 
   له همدې کبله علماوو دا خبره په رسا توګه پوره روښانه کړې چې باید خلک له فاسق او مبتدع نه دین زده نه کړي، له داسې کس نه يې زده نه کړي چې نه یې استاذ معلوم وي، نه یې مدرسه معلومه وي، ځکه دمسلمان ټول ژوند دهمدغه دین لپاره دی، او دین دیو مسلمان په ژوند کې خورا ارزښت لري، نو باید دغه قیمتي او ارزښتناک ګوهر له داسې یو چا څخه واخیستل شي چې هغه معلوم کس وي، په دین کې یې پوه هر چا ته معلومه وي، خلک یې پېژني، استاذان یې معلوم وي, تر څو په شاتو کې زار ونه خوري!
 
دین دسرو زرو حیثیت لري، سره زر سړی له هر دوکاندار څخه نه اخلي، بلکې زرګر ته ورځي، داسې زرګر چې وتلی نوم ولري، ټول یې پېژني، که یو کس دسرو زرو په اخیستو کې تېروزي نو بیړۍ یې ډوبه ده ، ځکه ډېر تاوان به وکوي، او که مالګه، مرچ، پیاز او کچالو اخلي هغه دلارې په سر له یو کراچۍ والا نه هم اخلي، ځکه دلسو شلو روپو خبره ده ، که یې تېر باسي هم ډېره ستونزمنه کیسه  نه ده.
 
     دډېرو خلکو ستونزه په دې کې ده چې هغوی دسرو زور او پیازو توپير نشي کولای، دوی وايي دپیازو والا هم دوکاندار دی او دسرو زرو والا هم دوکاندار دی، او دېته نه ګوري چې یو دسروزرو دکاندار دی او بل دپیازو، دوی یوازې دوکاندارۍ ته ګوري پیازو او سرو زرو ته نه ګوري!
  
     هو کله چې دین له استاذ نه زده شي، بیا په تجربه سره زیاتېږي، پیاوړی کېږي، خو باید له استاذ نه زده شي، داسې نه چې په تجربو سره ددین زده کولو ته ملا وتړل شي، ځکه ډېر ځله تجربې په بله ولاړې شي، کوم څه چې دډېرو خلکو لپاره دستونزو او اندېښنو لامل وګرځي، دتاریخ په اوږدو کې چې کومې ډلې په کږو لارو روانې شوې دي یو لوی لامل یې دا دی چې پرته له استاذه یې په تجربو سره ددین دزده کولو هڅې کړې دي.
 
7_ دا خبره چې حمید الدین فراهي صیب دحکمتیار استاذ دی، په دې اړه باید دوه ټکو ته پاملرنه وشي، لومړی: دا سم لاسوند نشي کېدی چې دجمهورو علماوو او دامت داجماع په وړاندې دیو یادوه کسو خبره درنده وتلل شي، او بیا وویل شي چې زما خو دغه یو یا دوه کسان استاذان دي!! ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي ید الله مع الجماعة, داسې ډېر علما شته چې په یوه مسله کې تېروتنه ترېنه شوې وي له جمهورو علماوو نه په بله تللي وي، نو بیا که یو کس راځي او دا خبره ټینګوي چې لاسوند او سند لرم، ځکه فلاني دا خبره کړېده نو زه یې هم کوم, فكر نه کېږي چې په سمه به روان شوی وي!
 
   که داسې وای او یا ددغه رنګه ځینو ځانګړو اجتهاداتو منلو ته لاره پرانیستل شي نو بیا خو به دین دړې وړې شي! دمثال په توګه امام غزالي دساز او موسیقۍ درواوالي خبره کوي، او دخپلې خبرې لپاره يې  دلایل وړاندې کړي دي، حال دا چې دده دغه نظر دجمهورو علماوو له نظر سره او په ځانګړي ډول له شرعي نصوصو سره په ټکر کې دی، او ډېرو علماوو رد کړی هم دی، خو ډېر داسې هوا پرستان شته چې هغوی وايي ساز او موسیقي جواز لري او لاسوند دامام غزالي قول وړاندې کوي، او له دې لارې خپلې شهواني غوښتنې پوره کوي.
 
    او امام غزالي دغه خبره دخپل یو ځانګړي اجتهاد له مخې کړې ده، کوم شرعي نصوص چې دموسیقۍ اوساز دحراموالي په اړه راغلي په هغه کې یې داسې ناسم  او بې ځایه تاویلونه کړي دي چې په هېڅ ډول دمنلو نه دي.
 
      همدا رنګه ځیني کسان دربا الفضل ( هغه سود چې لاس په لاس وي ) دروا والي لپاره دابن عباس رضی الله عنهما په خبره تكيه کوي او حال دا چې په دغه مسله كې  دابن عباس رضی الله عنهما خبره دجمهورو صحابوو رضی الله عنهم له نظر سره په ټکر کې ده،  نو ځکه كمزورې ګڼل کېږي.
 
   دوهم دا چې حمید الدین فراهي صیب کله هم دحکمتیار استاذ نه دی، ځکه فراهي صیب د ۱۹۳۰میلادي کال په پای کې وفات شوی، دحکمتیار له پیدا کېدو اوه لس اته لس کاله وړاندې.
 
او که یوازې دا چې دفراهي صیب تفسیر لولي او مطالعه کوي یې نو په دې سره یې استاذ شو؟ بیا نو ښه داسې ده چې وویل شي دحکمتیار استاذ جبریل علیه السلام دی! ځکه جبریل علیه السلام درسول الله صلی الله علیه وسلم استاذ و، هغه ته به يې وحيې راوړله، او حکمتیار همدغه وحيې ( قرآن کریم ) هره ورځ لولي او مطالعه کوي یې نو په دې سره جبریل علیه السلام دده استاذ شو! او کېدای شي ځينې خلک یې ورسره ومني!
 
8_ یوه بله ډېره دتعجب او حیرانتیا ټکی دا دی چې حقپال دحكمتيار دملاتړ لپاره یوې خندنۍ لوبې ته مخه کړې ده، دی وايي: (...شيطان ئې غوښتل دا پرې وليكي: د هغوى مشورو ته په سپكه سترگه گوري خو فرشتې ئې قلم سم لوري ته بېولي، غوښتل ئې دا پرې وليكي چي د علماوو مشورو ته د درناوي په سترگه گوري خو دى بيا هم غلط شوى او دا ئې ليكلي: د هغوى مشورو د درناوي په سترگه گوري!!! )
 
دلته حقپال دوهاج ساپي یوه املايي تېروتنه چې کیدای شي پرې پوه شوی نه وي داسې انځوروي چې ګواکي دا کار پرښتو دحکمتیار په پلوۍ کړی دی!!! که له حقپال نه پوښتنه وشي چې ګوره! تا ته له کومه ځایه درک ولګېد چې دغه کار پرښتو کړی؟ وحیې خو هسې هم اوس نشته چې یو څوک یې دعوه وکوي؟ او بل کوم داسې سم، منل شوی دلیل هم نشته چې وښيې دغه کار پرښتو کړی دی؟  حقپال غوښتي وښيي چې حكمتيار پر حقه دی اوددې لپاره یې دلیل د پرښتو ملاتړ ښودلی چې له حكمتيار نه یې کړی دی؟ !!! سبحان الله! إن التعصب يفعل بصاحبه الأفاعيل!!
 
کېدای شي وویل شي دغه کار به شیطان کړی وي، تر څو حقپال په یوه لویه تېروتنه کې واچوي، او هغه دا چې پرته له کوم حجت او دلیل څخه پرښتې دحكمتيار ملاتړې وبولي!!!
که په رښتیا هم حقپال حکمتیار وي نو باور وکوۍ چې ددغې خبرې کول او لیکل خو بالکل دده له شان سره نه ښايي، ځکه دا دعامو خلکو دپېتاوي خبرې دي، نه د یو داسې کس چې دعلم، پوهې او بیا دیني علم او پوهې دعوه کوي.
په هر حال انسان کمزوری او ناقص دی، یوازې الله جل جلاله کامل دی.
 
ځينې خلک وايي دین یوازې دملا نه دی بلکې دهر مسلمان دی، هر مسلمان کولای شي چې دین خلکو ته وښيي، خبره بالکل همداسې ده، دین دهېچا نه دی دین دالله جل جلاله دی، او څوک هم ددې واک نه لري چې یو څوک ددین له زده کولو، ددین له خپرولو، او خلکو ته يې ښودلو نه ایسار کړي، خو یوه خبره شته هغه دا چې په سمه توګه زده شي، په هغه ډول زده شي په کوم ډول چې صحابه وو، تابعینو او له هغوی نه را وروسته علماوو زده کړی او مونږ ته یې را رسولی دی، ځکه یو ددین عامه پوهه او احکام دي، چې هر مسلمان پرې پوهېدلای شي، له همدې کبله الله جل جلاله فرمايي چې مونږ دین آسانه کړی آیا داسې څوک شته چې زده يې کړي؟ او یو ددین دځانګړې پوهې، ژورو او باریکو مسایلو خبره ده، په دې باندې بیا هر څوک نشي پوهېداي، هر څوک یې نشي زده کولای، نه له ځانه او نه یوازې په تجربه او مطالعې سره زده کېدای شي، بلکه له استاذ نه زده کول کېږي، له همدې کبله دامت په تاریخ کې تر ننه پورې په عام ډول دهر علم او په ځانګړي ډول ددین دعلم لپاره ځانګړي کسان وو او شته دي، یوازې هغوی کولای شي چې ددین باریک, ژور او اختلافي مسایل وڅېړي، هر څوک دا کار نشي کولای، دبېلګې په توګه که تاریخ ته وکتل شي دصحابوو رضی الله عنهم له وخت نه تر ننه پورې دهر علم لپاره ځانګړي ځانګړي کسان وو، په صحابوو کې عبد الله بن عباس، عبد الله بن  مسعود، عبد الله بن عمر رضي الله عنهم اجمعين، دوتلو او نومیالیو فقهاوو په کتار کې ګڼل کېدل، او خلک به هم دفتوی لپاره دوی ته ورتلل، نن ورځ هم دهمدوی او دوی ورته کسانو فقهي اقوال تر نورو صحابوو زیات مشهوردي،  داسې نه وو چې هر صحابي مفتي و خلکو ته یې فتاواګانې ورکولې، له دینه را وروسته ګورو چې په هر فن کې ځانګړي ځانګړي کسان وو، په نحوه کې سیبویه، په بلاغت کې عبد القاهر الجرجاني، او زمخشري، په تفسیر کې امام ابن جریر طبري، په فقه کې امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي، امام احمد بن حنبل په احادیثو کې امام بخاري، امام مسلم او..., سره له دې چې دغه ټولو نومیالیو ددین په هره برخه کې پوهه درلوده مګر تخصص یې په ځانګړي علم کې و.
 
په سلفو صالحو کې دا ډېره مهمه وه چې یو کس په دین کې خبره کوي باید دهغه استاذ معلوم وي، که به یې استاذ معلوم نه وو نو تر ننه پورې ددین په باریکو او اختلافي مسایلو کې دهغه په خبره باندې استدلال نشي کېدای، او نه څوک باور پرې کوي.
 
په حکمتیار باندې هېڅوک دا نیوکه نه کوي چې ولې تفسیر لیکي، ولې احادیث لیکي؟ غټه نیوکه دا ده چې ولې په داسې اختلافې مسایلو کې ګوتې وهي چې هغه دده له توان نه بهر دي، هغه مسایل چې په هغه کې دصحابوو ترمنځ اختلاف و، دلویو لویو تابعینو اوتبع تابعینو په وخت کې په هغه کې اختلاف و، او تر ننه پورې پکې اختلاف دی، دی جناب راځي ددغه لویو لویو هستیو تر منځ دمنځګړي پېښې کوي، یو لوری سم او بل ناسم بولي، هغه څوک چې ددومره لویو لویو هستیو تر منځ منځګړیتوب کوي هغه باید همدومره توان اووس ولري، دبېلګې په توګه که ددوه ډاکترانو تر منځ دیوې ناروغۍ په پېژندلو کې اختلاف وي، یا ددوه انجینرانو تر منځ په یوه نقشه کې اختلاف وي، یا ددوه مستریانو دموټر دیوې پرزې په هکله سره اختلاف وي، نو دلته به هغه کس ددوی تر منځ منځګړيتوب کوي چې هغه دنوموړو ډاکترانو، انجینرانو، مستریانو هومره پوهه ولري، دهغوی په سم او ناسم باندې پوه وي، پاتې دې نه وي چې دین په زرهاوو ځله له ډاکترۍ، انجینرۍ او... نه زیات ارزښتناک دی، او دا خو هېڅوک سم نه بولي چې یو نرس دې راشي او دلویو تجربه کارو او پوهو جراحانو تر منځ دې پرېکړه وکړي، یا دې یو کس چې یو څه هندسه یې په مطالعه باندې زده کړې وي راشي او دلويو او وتلو انجینرانو تر منځ پرېکړه وکړي، یو لوری سم او بل ناسم وبولي، اوس خبره همدلته ده چې ښاغلي حکمتیار دلویو لویو صحابوو، تابعینو، مفسرینو، او محدثینو تر منځ اختلاف غوڅولو ته بډې راوهلې دي, كوم څّه چېدده له پوهې او درک نه خورا لوړ او بهر دي.