
یو امریکایي سرزوری چې په خپل هېواد کې هم په سلو کې تر نوي زیات وګړي کرکه ترې لري، او د فلوریډا په ایلت کې د یوې کوچنۍ کلیسا پادري چې ټول پلویان دېرشو تنو ته نه رسېږي په دې بریالی شو چې په مزارشریف او کندهار کې یو شمېر افغانان د اسلام د مقدس او مبارک دین د شرمولو له پاره له ځان سره مله کړي. په افغانستان کې د لسګونو کسانو وینې توی شوې، افغانان نړۍ ته د یو خونړي، وحشي ملت په څېر معرفي شول، په اسلام کې د تاوتریخوالي د ارزښتونو په دروغجنه پلمه امریکایي حیوان صفته تبلیغي (چې نه د امریکا د ولس نماینده ګي کوي او نه د مسیحیت پر لاره تللی) د اسلام د سپېڅلي کتاب یوې نسخې ته اور ورته کړ او دلته، په افغانستان کې چې په لکونو وګړو یې ځان د اسلام په لار کې قربان کړ، یو څو وحشي صفته سرزوري راپاڅېدل او د اسلام د دروغجنې دفاع په نامه یې نړۍوالو ته دا ثابته کړه چې ریښتیا هم د اسلام پاک نوم د کرغېړنو، غیر انساني اهدافو د لاس ته راوړلو له پاره د تاوتریخوالي، تشدد او بې رحمۍ د کړنو د توجیه له پاره کارېدلای شي. امریکایي سرزوري، تېري جونز، چې دا شل پینځه ویشت کاله یې د اسلام پر ضد د تبلیغ لوډسپیکرونه چالان دي، خو د امریکې په ولس کې یې یوه ذره محبوبیت هم نه دی پیدا کړی نن په دې بریالی کېږي چې افغان مسلمان ولس د خپلو دروغجنو، ناولو ادعاوو د ثبوت له پاره په خوځښت راولي. جونز د افغانستان د خبرونو په غبرګون کې، نه یوازې دا چې له خپل دریځه نه دی اووښتی غواړي چې د اپریل بر ۲۲ مه د اسلام ضد نور پاروونکي اقدامات هم وکړي. دا افراطي لېونی په ډېر جرأت سره وایي : «طبعاً دا یوه دردوونکې خبره دې چې څوک وژل کېږي خو له بل پلوه همدا د اسلام د افراطیت څرګندویي کوي!» د جونز د بریالیتوب یوه بله بېلګه د «انجیلي کلیسا» (د تبلیغي مسیحیانو نړۍوال خوځښت چې جونز هم ځان ورپورې تړلی بولي) د مشر جوف ټنیکلېف څرګندونې دي چې د جونز د غندنې پر مهال وایي : «زه له ده څخه دا پوښتم چې ته ولې خلک دې ډول غبرګون ته پاروې، په داسې حال کې چې ته ښه پوهېږې چې احتمالي نتیجه به یې همداسې وي؟» دا پوښتنه په خپله د مسلمانانو له پاره یو درس دی : په نړۍ کې ځینې کسان چې د ښه نیت څرګندونه هم کوي، د جونز دا نظر نه شي ردولای چې مسلمانان تاوتریخوالي ته لېواله دي. دا ډول تروریستي کړنې یو خاص، خطرناک، منطق لري: که غواړې چې یو څوک بد معرفي کړې، حمله پرې وکړه، که په مقابل کې یې شدید غبرګون وښود، همدا یې د بدۍ له پاره ثبوت وبوله! د پاک قرآن د یوې نسخې سېزل عملاً مسلمانانو ته د یوې بې کاره ښکنځلې پورته هېڅ کوم ارزښت نه لري. قرآن یواځینی کتاب دی چې الله تعالی یې ساتل پر ځان لازم کړي دي. د شکلي لحاظه د کاغذ او رنګ په بڼه لیکل شوی قرآن د اسلام له پیله تر ننه په میلیونو نسخو کې تکثیر شوی، د یوې نسخې له منځه تګ نه قرآن ته ضرر رسوي او نه اسلام ته ( له بده مرغه دا یوازې د تېري جونز په څېر د اسلام دښمنان نه دي چې د قرآن نسخې د اور لمبو ته سپاري، زموږ په خپل هېواد کې هغه څوک چې ځان ته د اسلام اتلان وایي هر ځل چې یو ښونځي او یا یو کتابتون ته اور اچوي په لسګونو د قرآن نسخې هم ورسره ایره کوي). د متن له پلوه قرآن د میلونونو مسلمانانو په حافظه کې خوندي دی چې که ټولې لیکل شوې نسخې یې هم په کوم ډول له منځه ولاړې شي، د قرآن متن کې به یو ټکی بدلون را نه شي، او د معنی له پلوه هغه خدای د قرآن د ساتلو ژمنه کړې چې قدرت یې سرحد نه پېژني او که دنیا او مافیها پر بله هم واوړي د قرآن معنی به لکه څرنګه چې د الله په اراده کې وه هماغسې پر خپل حال وي. تېري جونز په خپل دغه احمقانه عمل یوازې او یوازې د ساده مسلمانانو د احساساتو راپارول غوښتل. د تېري جونز له خوا د قرآن د یوې نسخې پر سېزلو نېږدې دوه اونۍ واووښتې، د نړۍ ټولو مخورو دغه کار وغانده او داسې هیله کېده چې د احمق، سرزوري پادري پاروونکی عمل د مسلمانانو له نفرته ډک سکوت سره مخ شو او مسلمان امت دا ثابته کړه چې د تحریک پر وړاندې له تعقل څخه کار اخلي. نېږدې دوه اونۍ وروسته چې په مزار او بیا په کندهار کې په ناڅاپي ډول داسې کسان لارو ته راوځي چې د انسانانو په وژلو هم صرفه نه کوي، دا په هېڅ ډول د یو پارېدلي ولس احساساتي غبرګون نه شو ګڼلای. په ښکاره، ډېرو پټو لاسونو د دغو دوو اونیو په اوږدو کې پر دغه ډول یوه سناریو باندې کار کړی دی، دا یوه سنجول شوې دسیسه ده چې په افغانستان کې د مسوولیتونو د لېږد پروسه ځنډنۍ کړي. هغه کسان چې د جنګ په اور کې خپلې ګټې تامینوي نه غواړي چې بهرنیان له افغانستان څخه ووځي او زموږ هېواد ته سوله بېرته راشي. هغه څوک چې د دغو شر غوښتونکو د تحریکونو ښکار کېږي، له ځانه د دوی د کرغېړنو پلانونو بې معاشه عاملین جوړوي. د افغانستان د حکومت، ملي شورا، مدني ټولنې، دیني علماوو، قومي سپین ږیرو، ښوونکو، مبلغینو او رسنیو ګډ مسوولیت دی چې افغان ولس خپلې دغې کمزورۍ ته متوجه کړي او په دې یې پوه کړي چې د دښمن پر عمل احساساتي عکس العمل ښودل په خپله د دښمن په ګټه خپل کور ړنګول دي.