څوک ډېر خطرناک دي، امريکايي پادري که افغاني پادريان؟

د امریکا په فلوریدا ایالت کې  دوې اوونۍ وړاندې یوه متعصب  پادري چې زه یې (پوډري) بولم، د مسلمانانو سپیڅلي کتاب، عظیم الشان قران د یوې نسخې په سیځلو سره د شا اوخوا یونیم میلیارد  انسانانو عقیدې ته  سپکاوی وکړ چې په خپل ډول کې ښایي بې سابقې وي.
 داسې یوکرغیړن عمل خو نه یواځې د یوه مسلمان لپاره د غندلو وړ دی،  بلکه د هر دین، مذهب او عقیدې پیروانو او ان دا چې د داسې یو انسان لپاره چې په هیڅ کوم الهي دین عقیده ونلري،  هم د منلو وړ نه دی. زه هم د یو افغان مسلمان په توګه دا عمل په کلکه غندم.
د دې خبرې ثبوت لپاره هیڅ دلیل اړتیا نشته چې د اسلام پاک دین، د زړونو او او د معنویت دین دی او دغه دین ته ژمنتیا تر ډیره په باطني ایمان او تړاو متکي ده، چې له همدغه ایمان او ژمنتیا له مخې د مسلمانانو اعمال سرچینه اخلي او په دې توګه د مسلمانانو اعمال د هغوی د ایمان څرګندوي.   ځکه نو د معنویت عنصر ته په پام سره د ریښتینو مسلمانانو څخه د ایمان او عقیدې  د اخیستلو، انتقال او یا د هغه له منځه وړل شوني نه دي. که داسې وای، نو  د دغه پادري په شان به د اسلام نورو دښمنانو ډیر پخوا په بمونو او زور د مسلمانانو نه د هغوی عقیده اخیستې وای او یا به یې هغه له منځه وړې وای.
 
په هر حال،  دغه پادري به په دې توانیدلی وي چې ظاهرا د قران مجید یوه نسخه له منځه یوسي، خو پّ دې نه دی توانیدلی او هیڅکله به هم و نه توانیږي چې د مسلمانانو ایمان او عقیدې ته اور واچوي او پر قران د مسلمانانو ایمان له زړونو و توږي او له منځه یې یوسي. که د دغه پادري موخه همدا وي چې اسلام دین له منځه یوسي او د قران نسخو د سیځلو له لارې اسلام سپیڅلي دین ته اور واچوي، نو دا به یواځې د همدغه احمق زړه و مني چې خپلې موخې ته رسیدای شي. خو که خبره داسې نه وي او د خپل کرغیړن کار نه د پادري موخه،  د مسلمانانو په منځ کې د مسیحي نړی پر وړاندې د کرکې او دښمنۍ خپرول او ډیرول وي، چې بیا د مسلمانانو دا کرکه په خپل وار سره په یولړ ترخو غبرګونونو کې څرګند شي او بیا وروسته دا ډول غبرګوني کړنې به لویدیځه نړۍ په تیره بيا د امریکا  په سیاست کې د اسلامي نړۍ پر وړاندې د جګړه اییزو کړنلارو افراطي پلویانو تبر لاستی کړي، چې له بده مرغه همداسې هم ښکاري،   نو بیا دغه پادري په خپلو کړنو سره لږترلږه په افغانستان کې بریالی شوی دی.
   
له دریو ورځو راهیسې د هیواد د شمالي ولایت مزار شریف نه نیولې بیا تر کندهار او ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې د نوموړي پادري د عمل پر وړاندې په تاوتریخوالي او وینو لړلي لاریونونه وشول. د رسینو د معلوماتو له مخې، دغه لاریونونه، د لاریونونو تر قانوني او معمولي بریده واوښتل او لاریون کوونکو د خلکو شخصي او ټولګټو شتمنیو ته زیانونه واړول او او عامه او شخصي  شتمنۍ یې هم د پادري په حساب کې راوستې.
 په مزارشریف کې خو لاریون کوونکو ان د ملګروملتو پر دفتر برید وکړ او ټولو کارکوونکو ته یې د پادري په سترګه وکتل او سرونه یې ترې پرې کړل. بل لوري ته،  لنډغرو او بیرحمه پولیسوهم ، لږ ترلږ په کندهارکې، په خپل وار پر خپلو بې وسلو او احساساتي هیوادوالو(لاریونکوونکو)بیدریغه باړې وچلولې، پردۍ وسلې یې و ازمویلې،  او د خلکو په ساتنه! او دلاریونونو په کنټرول کې یې خپله مسلکي وړتیا! وښودله.
 
لږترلږه د مزار شریف د پیښې تر شا د نظار شورا د ورانکارې ډلې د لاس لرلو قوي احتمال رد کیدای نه شي، ځکه هغسې هم په بلخ ولایت کې د دغه شیطانې او جنایتکارې ډلې لخوا د پښتنو د سروژنې غلی او بې غږه تروریزم روان دی. په دې توګه به دا پیښې د قومي تروریزم دې لړۍ ته یو څه قانوني بڼه ور کړي، نوې بانې به را وټوکوي او هم به نړیوالو ته د  پښتانو شورای نظاري تعریف موثق کړي.   خو له دې سره سره په عمومي توګه  زمونږ  هیوادوالو په داسې نامتعارف چلند سره د دې پر ځای چې د اسلام له دین نه دفاع کړي وي،  تر ډیره بریده په ناغوښتې  توګه له دغه پادري سره مرسته وکړه.
 
خو پوښتنه دلته ده چې  دغه امریکايي پادري به اسلام سپیڅلي دین ته ډیر لوی ګواښ پیښ کړی وي او که زمونږ افغاني پادریانو؟ آیا امریکایي پادري به زمونږ دین ته ډیر زیان اړولی وي که  د همدغه دین تر نامه لاندې زمونږ افغاني پادریانو؟  دغه افغاني شیطان صفته پادریانو ( لکه سیاف، رباني، فهیم، قانوني، مجددي، خلیلي، محقق، عطا او …) خو ټول ژوند اسلام ته په سپکاوي، خیانت، د اسلام سره په سوداګرۍ، تیر شوی. د مبارک قران اصلي سوځوونکي خو همدغه کورني قاتل پادریان دي چې دا دیرش- څلویښت کاله و شول چې قران په ریښتیا هم سیځي او هره ورڅ یې سیځي،  داسې یې سیځي چې لمبې یې خلکو ته چندانې نه ښکاري. مګر زمونږ د وطن او ولس ننی حالت یې تر ټولو ښه ثبوت دی . خو د تعجب ځای دا دی چې د افغانانو سره د دغو قاتلو پادریانو د بې ساره فجایعو او نارواو پر وړاندې  یوه ورځ هم یولاریون  و نه شو، ژوندي انسانان وسیځل شول، د انسانانو په سرونو کې میخونه وټکوهل شول، د خلکو پر ناموس  تیري وشول، د انسان سره د اسلام په نامه داسې څه وشول چې هغه امریکايي  پادري هم ورته حیران شو.  دغه ټولو کړنو آسمانونه ولرزول، خو مګر زمونږ انساني او اسلامي ضمیر او وجدان ته یې هیڅ ټکان ورنکړ او د امریکایي پادري افغاني  سکه ورونو دکړنو باج تر نن پورې ور کوو چې پای یې هم نه تر سترګو کیږي.
 
 دا هغه منافق پادریان دي چې په مکه معظمه کې به یې په همدغه مبارک کتاب قسم وکړ او بیا به یې په کابل د اور لمبې بل کړې او همدغه مبارک کتاب به یې د بیګناه انسانانو سره یو ځای سیځلو او دا یې ورځنۍ چاره ګرځیدلې وه. افغاني پادریانو په هغه لومړي سرکې هم په افغانستان کې ملي حکومتونه په تیره بیا د شهید محمد داوود خان حکومت په بې دیني تورن کولو. دغه پادریانو هغه وخت هر څه د پردیو او د د خپلو شخصي ګټو لپاره په منافقت د اسلام په تله تلل او ځانونه به یې  د اسلام د پیغام اصلي حاملین او پریښتې بلل.  خو نن برعکس،  د دغو پادریانو پر خولو مرګوني امریکایي قلفونه پراته دي. غلي دي چې ګنې هیڅ نه دي پیښ شوي. حتی د قران سیځلو په اړه خپل تش نظر هم نه وړاندې کوي که څه هم زما موخه د دغه شیطان صفتو نظر اوریدل نه دي بلکه د هغوی ریښتینو څیرو ته اشاره ده.  د دغو افغاني پادریانو د امریکایي اخور د کمونستو ملګرو خو اصلا ګیله ځکه بې ځایه ده چې د اسلام پر وړاندې د هغوی دریځ ټولو ته روښانه دی او د افغانانو پر وړاندې دهغوی جنایتونه ټولو ته څرګند دي او تفصیل ته یې اړتیا نشته.  
 
 د افغاني پادریانو دغه مرګونې چوپتیا د دې لپاره نه ده،  چې  دوی فکر کوي غبرګون به یې نور هم تاوتریخوالی زیات کړي او ولس ته به یې تر ګټې زیان زیات وي،   په دې فکر هم نه دي چې داسې ترخه غبرګونونه دوی ته پر ځای او موجه  نه ښکاري بلکه، د دې چوپتیا  اصلي علت په دې کې دی چې دوی ته یوازې  خپلې شخصي ګټې مطرح دي او بس. دوی ویریږي چې د غبرګون په ښودلو سره به لویدیځوال او په تیره بیا امریکایان ناخوښ شي او په دغه غلامو پادریانو به پیسې ودروي او چوکۍ به ترې واخلي.
 
تمه مو له ولس نه دا ده،  چې دوی  باید د اسلام او د خپل هیواد اصلی او تر ټولو خطرناک دښمنان و پیژني او د هغوی پروړاندې را پاڅیږي. د داسې غیر متعارف غبرګونونو نه ګټه یوازې د افغانستان دښمنان اخلي.  په یقین سره ویلای شو، چې هغه زیانونه چې کورني پادریانو اسلام او وطن ته اړولی دی، د امریکايي هغو سره د پرتلې وړ نه دي.
 
  که نن یا سبا،  د ولس په کچه،  په مونږ کې دغه شعور را پیدا شو او پوه شو چې کورني پادریان تر نورو هغو ډیر خطرناک دي نو لوی بری مو په برخه شوای وي،  او که وکولای شو د دغو کرغیړنو کورنیو پادریانو پر وړاندې عمل وکړو او ځان ترې خلاص کړو، چې یقینآ کولای شو که وغواړو، نو دغه امریکایي احمق پادري ته به مو تر ټولو ښه ځواب ویلای وي او دا تر ټولو ستر بری دی.
وسلام
 
رحیم جاوید