په بلخ كي د ډيموكراسۍ ټغر ټول شو

وروسته له دي چي مزار شريف كي خونړې لاريونونه  وشول او د ملګرو ملتونو اته تنه بهرني كاركوونكي او په لسګونه ملكي خلك په دي پيښه كي مړه او ټپيان شول د بلخ چارواګو لخوا د بيان پر آزادۍ بنديز ولګيد.
 
دا پريكړه هغه مهال وشوه  كله چي د والي عطا محمد هغه هيلي چي له لاريون نه يي لرلي سرچپه او په اصلاح له خاورو سره خاوري شوي 
 
دا ټولو ته معلومه ده چي د بلخ والي  له اتو كالو راهيسي په بلخ كي داسي حاكم دي لكه په ميراث چي ورته پاتي وي ، نوموړي له دي ولايت سره هغه پخوانئ عطا نه دي پاتي اوس يي بڼه ډيره بدله شوي ده ، نه ږيره ورته هغه پاتي، نه لباس او نه هم هغه پخواني په اسلام ولاړ او مجاهد دي  
 
 نوموړي په خپل اوسنې لباس ځان نړيوالو ته يوه ښه ډيموكرات او په دي لاريون كي  د نړي  مسلمانانو ته غوښتل يو ښه مسلمان وښايي
 
دا په داسي حال كي ده  چي نوموړي د جمهور ريس كرزي لخوا په دي نږدي شپو ورځو كي له دندي ګوښه كيږي نو ده وغوښتل چي له دي ( لاريون ) له لاري خپل ولسي زور او قوت مركزي حكومت او آن كرزي لالا ته وښيي
 
خو له لاريون څخه دا په ډاګه شوه چي ښاغلي عطا نه په مزار كي قومي بنياد لري او نه هم ولسي ځكه په بلخ ولايت كي ۸۰ سلنه خلك د ده مخالف دي نو ځكه يي د ده د قوماندي خلاف كار وكړ او دی يي په دې كار سره نړيوالو ته په سپكو سپك كړ
 
 
ښاغلئ عطا چي د قدرت او پيسو مجنون ګرځيدلئ  په هيڅ وجهه نغواړي قدرت له لاسه وركړي او د نظار شورا په لاسپوڅۍ كي ډيره ماهره دی ، بيا كيداي شي له بلي لاري كار واخلي او هر نيرنګ چي يي په وس وي په قدرت كي د پاتي كيدو كوښښ وكړي
 
اوس پوښتنه دا ده چي كوم ده هغه د سولي ښار چي د نظار شورا او د هغوي ملاتړو يي چيغي وهلي اوس ولي په دي ښار كي په آزادو بحثونو ، سياسي تبصرو ،په مسجدنوكي په علماوو ، د الله كلام په تفسير او په لوړ آواز لوستلو،  په كسټ پلورنځيو او آن د دري كسانو په يو ځاي دريدو بنديز وليږيده
 
نه يواځي په مركز مزار شريف ښار كي بلكه د بلخ ولايت په ټولو ولسواليو كي ياد بنديزونه راغلي دي
 
كه څه هم نړيوال په تيرو لسو كلونو كي خپله يواځينئ لاسته راوړنه په افغانستان كي د بيان آزادي ،ولسواكي او ډيموكراسي بولي خو دا پوښتنه بايد له نړيوالو هم وشي چي ولي د بلخ په اړه چپ پاتي دي ؟؟؟
 
حقيار بلخي