
ملوک ازاد
د تېر په څېر نن سبا هم پښتو ژبه هغې غروالې غرڅنۍ ته ورته ده چې په هسکو غرونو او لوړو ژورو کرځي، پرخپل سر ټوپونه او «خینجتې» وهي، خاوند نلري او يوازې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي. ښکاریان يې، له خپلو غشو او لېندو سره، ټيټ اوهسک ورپسې ګرځي، په نښه کويي ، زورويي ، زخمي کويي اوبیايې وژني.
دغه ژبه چې شاوخوا شپېته ملیونه خاوندان او واکمنان لري، د پخوا په شان، د پردیو تر ولکې او اغېزلاندې سپېره، ګډه وډه او دناهیلیو سره مخ ده. له دراني احمدشاه بابا نه بیا تر ننه پورې، په دې دوسوه اوڅلورشپېتو کالوکې نږدې د هېواد ټول واکمنان پښتانه ول. خوپښتوژبه هماغسې خواره، شلېدلې تڼۍ او ببر سرګرځي او په رسنیو کې یا اګاهانه او یا خو د ناپروايې له امله، ملنډې پرې وهل کيږي او د خاوند په مخ کې يې په سپینو سترګو سپکاوی کیږي. او خاوند يې هم له خپلې شملې سره رډ رډ ورته ګوري. یايې وس نه رسي. یايې ډالرو سترګې ټېټې کړي. خو له دې سره سره، يو شمېر زړه سواندو پښتنو به په دې اړه څه ویلي، لیکلي او کړي وي. خو پښتو دومره زړه، پخه، پراخه او تر خاورو لاندې کره ژبه ده چې دا ډول هڅې يې د چا خبره: د پلو پېڅکه هم نشي اړولی. د ناسمو او ناکره هڅو سره که د سترګو اوښکي هم همغاړې شي، د ګټې پرځای يې تاوان ډېر دی. ما پنځلس کاله دمخه پر خپل سر دالماني ژبې يو ويی «فیرنزیهن» (ټلويزیون یا لروین) په خپل سر «فرنزېهن» زده کړی وو. تر ډېره مې «د پوزې پېزوان وو» او ماشومانو مې راپورې خندل. خو هماغه د پاړسي خبره ده چې: «... تاثریا رود ديوار کج». ځینې يې بیا داسې راغبرګوي چې: ژبه خو د پوهاوي وسیله ده. باک يې نشته، هر څه چې وي، مازې پوهاوی تر سره شي او بس! دا ډول خبرې که له انده څڅېدلې وي خو کټه مټه د دوښمن ژبه ده. او که له نا خبرۍ وي نو د ناپوهۍ رنځ بلل کیږي. نورې ژبې د خپلې ودې او پرمختیا لپاره پخپل ټاټوبي دننه او یا په بهرکې اکاډمیک څېړنيز مرکزونه لري. خو پښتو ژبه نه يوازې د ډډې لګولو کوم ځای او هیله نلري بلکې ډېرې ننګونې يې پرمخ کې پرتې دي. لکه څنګه چې زموږ د هېواد دوښمنان ډېر دي هماغسې مو د ژبې ميرڅمنې ډلې هم ځي او راځي. له دې امله خلک له خپلو ژبپوهانواو کره لیکوالانو چې د ژبې په اړوند اکاډمیکې (پوهنتوني یا سارايي) زدهکړې ولري هیله منداوګيله مند چې: خپلمنځي ناخوالې يوې خواته کړي او د جنګ جګړې او نورو ناخوالو انې بانې پريږدي. ژبپوهان خو ټوپکې نه ګرځوي، قلمونه چلوي. داسمه ده چې چاپېریال به ترینګلی وي، ناخوالې به ډېرې وي، خونه شي کېدای چې هر څه پر هرمهال خیالي او ارماني ورته مخکې کېښودل شي. بیا نو د هڅوهاند او نوښت مانا څه ده؟ د اخوند دروېزه لاره دې ونيسي. د خپلمنځی توپیرونو د هوارولو لپاره دې څېړنيزې او پوهنيزي پرله پسې لیکنې او شننې وکړي. ډېری ستر لیکوالان یوازي په لویو رومانو، د شعرونو په دیوانونواو د پنډو کتابونو په لیکلو اخته دي. خو ښه به دا وي چې ورسره هر یو په پرله پسې توګه په رسنیوکې هر اړخیزې کره لیکنې خپرې کړي. له دې لارې دې د ښوونیزو جوړښتو بنسټونه کره او پاخه کړي، ترڅو ټول پښتانه سمه ګټه ترې واخلی. نو پکار ده چې د کره پښتو لپاره چې اوسمهال ورته ډېره سخته اړتیا ليدل کيږي، لاس سره یو کړي. او په «تاريخي هېواد» (لر اوبر) دننه او بهر د پرمختللې تخنیکپوهنې پر مټ يوه ګډه جرګه ګۍ جوړه کړي او یوه خپرونه دې ورسره ولري. چې دهغې له مخې دې د يوې پښتو، کره پښتو او يوې لیکلارې لپاره، دومره لاره هواره کړي چې مزل پرې وشي. که تر اوسمهاله هر یو ژبپوه په ځانګړي بڼه هڅوهاند کړی وي، هغه دې سره ګډ کړې، منل شوي ټکي دې د واکمنۍ ټولنېزو، پوهنيزو او فرهنګي جوړښتونو او سازمانونو ته په رسمي او لیکلي ډول وړاندې کړي. او د اختلاف وړ توکي دې وشاربي، وڅېړي او په وړ مهال دې خپاره کړي. او دا لړۍ دې همداسې جاري وساتي. د ژبې په تړاو د یوه کس خبره که کاڼي کرښه هم وي، ټولو ته دمنلو وړ نه ده او لانجې زېږوي. خو د جرګی پریکړه به په تله پوره او کره وي او هر چا ته به د منلو وړ وي. دې موخې ته د رسېدو لپاره، د پښتو ژبې ګرده مینه وال، پښتني جوړښتونه او سازمانونه او ځانګړي کسان کولای شي د خپلو هراړخیزه مرستو له لارې هلې ځلې وکړي. او خدای مکړه که په دې لاره کې پاتې راغلو. لرې به نه وي چې د ګاونډيو او نړيوالو راروان فرهنګي سیلابونه او ډالري څپې به مو ټول ارزښتونه لاهو او لټپېر کړي. تاسو وګورئ! په هندستان کې میلونونه پښتانه شته اوپه ټولنيز ژوندانه کې يې هم ښه نامتو او وتلی پښتانه ځليږي. خو ژبه يې ترې اخستل شوې او يوازې د «خان اوپټان» نامه ته خوشاله دي چې دا دواړه نومونه هم پردي دي او هم پردیو پرې ايښي دي. ځانګړي نومونه يې هم عربي او مغولي دی، او فرهنګي نومونه يې هم هندي دي. چې په دې توګه يې د پېژند ګلوۍ وروستۍ او يوازینۍ نښې هم له مینځه تللې دي. په نړېوال جال کې مې د «دلازاک » په نامه يوه برېښپاڼه تر سترګو شوه چې دیو هندي پښتون، اشاعت الله خان لخوا د هند په «جهانګيرپوره» کې خپریږي او د زرګونو «دلازاکو» پښتنو د پېژندګلوۍ لپاره يې په انګريزی ژبه مټې رانغښتي دي. خو خپله ژبه يې هېره ده او دا چې په نورو ژبو به دا هڅوهاندڅومره ګټور وي؟ ګومان مې نشي چې دا «وړۍ به شړۍ شي».
دا په ټوله نړۍ کې د ټولو پښتنو پوهانو او لیکوالانو په تېره د ژبپوهانو پازوالي ده چې د ژبې د ودې او ساتلو په تړاو خپلې اړونده چارې څنګه چې ښايي هغسې تر سره کړي، او که ناسم چلند ورسره وشي، لرې به نه وي چې ګرده پښتانه به له ناوړو پایلو او ستر ناورین سره مخامخ شي. په تېر پېر کې به، باچیانو او واکمنانو په زور او د فرمانو له لارې د خپلې ټولنې اقتصادي،ټولنیزې او فرهنګي چارې سر ته رسولې. خو د اوسمهالې ولسواکۍ پېر کې د ازاد بازار په څېر، فرهنګي چارې هم په ټوله کې د خلکو د اړتیا او غوښتنې له مخې د خلکو له خوا سرته رسیږي. هیله ده چې دپخوا په څېر دباچیانواو واکمنانو فرمانوته سترګي پر لار نه شو.
خو ورسره دا ټکی هم د پام وړدی چې: هر ناکره لیکلی کتاب او ناکره لیکنه او هر ډول ناکره خپل سرې هڅې او «توکلي نویزونه» به مو د ژبې د ودې، او پرمختګ پرځای، د راتلونکو لپاره خنډونه، کرکنډې، کندې کپرې او سرخوږی وي.
پای