غزل

هغه ښکلى مې په زړه کې غځـــــېدلى
د شيدو سيند يې په خوله کې غځېدلي
 
د شرابو په جامونو کې يې شونډې
د جنت په دروازه کې غځـــــېدلى
 
د خوږو شاتو کاسې يې ډکې څښلي
د سندرو په ويالــــه کې غځــــــېدلى
 
د کوثر له خونده ډکې سپينې سترګې
خيال د ستورو په ډيوه کې غځېدلى
 
د تمبې له شاه يې راکړه سپينه غاړه
چې وجود مې په نشه کې غځېدلى
 
 
طالب منګل