ته په رښتيا نه پوهېږې چې طالبان څه غواړي؟

دروهي ویب پاڼې ګرانو کارکوونکو! په سلامونو اونېکو هیلو مو نازوم، هیله ده خوشاله اوسۍ، دغه لیکنه چې د ( طالبان څه غواړي؟ ) لیکنې په ځواب کې لیکل شوې ده هیله ده خپره یې کړۍ، مننه.    یوه لیکونکي د ( طالبان څه غواړي؟ ) تر سر لیک لاندې یوه داسې له رخې، تعصب، درواغو او ځان غوښتنې ډکه لیکنه کړې چې خپله دلیکونکي نیمګړی، کوږ او کیڼ شخصیت په ګوته کوي، نوموړي هڅه کړې په خپله لیکنه کې طالبان داسې انځور کړي چې یوازې دخلکو ځورول، کړول، او له هغوی نه دپیسو اخیستل یې کار دی او بل کار نه لري؟
دا په حقیقت کې داسې یو لوی ظلم او ناروا ده چې په هېڅ صورت له نر سره نه ښايي، ځکه ښځه یا ماشوم که درواغ ووايي تور ولګوي نو دومره بد نه ورسره ښکاري، مګر هغه څوک چې ظاهري بڼه یې دنر وي او بیا دښځو او ماشومانو پېښې کوي نو باور وکوۍ داسې ښکاري لکه اوښ چې منډه کړي!
که څه هم چې دښاغلي په درواغو او تورنو خو هر څوک له ورایه پوهېږي او دې ته اړتیا نه لیدل کېږي چې یو څه پرې ولیکل شي، خو بیا هم ددې لپاره تر څو نوموړی پوه شي چې خلک یې په درواغو او تورونو پوهېږي یو څو ټکو ته اشاره وشي.
لومړی: که له ښاغلي نه پوښتنه وشي چې دغه نه لس کاله چې له نیواکګرو سره کوم جهاد روان او نیواکګر یې تر پزو راوستي دا څوک کوي؟ که داسې ووايې چې په دغه نه کاله کې دنیواکګرو په وړاندې هېڅ کوم جهاد نه دی شوی، او که شوی هغه هم حکمتیار او انډيوالانو یې کړی نو بیا به ډېره ښه شي، او خبره به سپینه شي چې ستا له شف شف مطلب څه دی؟ تا باید داسې لیکلي وای چې نه په هلمند، زابل، ارزګان او کندهار کې جهاد شوی، نه په کونړ، ننګرهار او لغمان کې شوی، نه په خوست پکتیا، پکتیکا کې، او نه هم په کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګو، لوګر، غور او غزني کې، او نه په تخار، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، او فراه کې شوی!! او کوم خبرونه یا دسترګو لیدلي حالات چې خلک یې وايي دا ټول درواغ دي! په اصل کې دخلکو سترګې سم کار نه کوي، او کوم څه چې نیواکګر او ګوډاګیان یې خپله وايي هغه هم نه پوهېږي، ښکته پورته او پورته ښکته ورته ښکاري؟ او بیا هم که څه وي دا ټول حکمتیار خان او دده انډيوالانو کړي او کوي یې!!!
خو که دا خبره وکوي کیدای شي ديته یې پام شي چې ما خو په همدې لیکنه کې لیکلي چې طالبان حکمتیاریان نه پرېږدي نو بیا به خلک وايي چې سړیه که حکمتیاریان په رښتیا دهیواد په دومره پراخه برخه کې دومره کار کوي نو بیا خو ټول افغانستان ددوی په واک کې دی، او دې خبرې ته ځای نه پاتې کېږي چې تاسو څوک نه پرېږدي! کېدای شي نوموړی دومره سپین سترګي ونه کوي، مګر مشر يې بیا دومره بې زړه نه دی، هغه خو دسترګو په رپ کې په خپل خیال سره ورځ شپه او شپه ورځ کوي! هغه خو په وازه خوله او پټو سترګو په وار وار له خبریالانو سره په مرکو کې نارې وهي چې په سلو کې اویا فیصده جهاد زه کوم؟ کله کله بیا لږ تواضع کوي او نوي فیصدو ته ور ټوپ کړي! که بیا پوښتنه ترینه وشي چې ستاسو خو په مطبوعاتو کې هېڅ درک نه لګېږي سره له دې چې ستا مطبوعات او تبلیغات خو دنړۍ په کچه په درواغو کې شهرت لري، نو په ډېره سپین سترګۍ سره وايي : دا ددښمن یوه دسیسه ده چې ما له ساحې نه بهر کول غواړي، او دنورو  لپاره تبلیغات کوي، هغه متل دی وایي ددرواغزن حافظه کمزورې وي، دیته نه ګوري چې نماینده ګان خو یې په امریکا او اروپا کې سرې سترګې ګرځي؟ نو دا بیا څه رنګه شرمېدلې او شکېدلې دښمني ده چې له یوې خوا ستا خبرونه نه نشروي او له بلې خوا ددوی په کورونو کې درسمي نماینده ګیو اجازه درکوي، استازي دې له تلویزیونونو، راډیو ګانو او ورځپاڼو سره وخت په وخت په آزاد ډول مرکې کوي، آن دا هم وايي چې ما ته زما مشر معلوم دی چې چېرته دی؟ او حال دا چې ستا په ګومان دغه نیواکګر دلته په تاپسې ګرځي، او هلته لنډ ستا استازی له غوږه نه رانیسي چې سړیه ته راشه دغه دانځير ګل دې راوښیه چې چېرته دی!!!
دوهم: که په رښتیا هم طالبانو له ولس سره دارنګه چلن کولای لکه تا ښاغلي چې انځور کړی نو اوس خو باید ټول ولس ورپسې را پورته شوی وای، دزردادیانو په څېر يې رټلي وای، ددوی پر ضدد یې مظاهرې کړې وای، مګر دا هېڅ نه دي شوي، او حال داچې افغان مسلمان ولس غیرتي ولس دی کله هم دچا زور او تیري ته غاړه نه ږدي، نو بیا څه رنګه له دومره ناروا او ظلم سره سره پټه خوله پاتې کېږي؟ طالبان دولس بچیان دي، ولس يې په کورونو کې ساتي، ډوډۍ ورکوي، اوبه ورکوي، ځای ورکوي، دنیواکګرو او ملګرو او ګوډاګیانو په ټکولو او له منځه وړلو کې مرسته ورسره کوي، دطالب دغرمې او بیګاه ډوډۍ دولس په لاس کې ده، که ولس له طالبانو سره نه وای ولاړ نو یوازې ډوډۍ چې پرې بنده کړي دطالب کیسه بدله ده، مګر نه، طالب دولس زړه دی، دولس له ننګ، غیرت، دین، خپلواکۍ او آزادۍ نه سر او ځان قربانوي نو ولس به څه رنګه مینه او مرسته نه ورسره کوي!!
دجلب اوجذب کیسه دې که څه هم چې خپله دحکمتیاري والي  ددفتر له خوا په کلکه سره رد شوه او وویل شول چې دا ټول درواغ دي، مګر ته لا تر اوسه دشولو په پوله ناست دمستو بدلې بولې!
دریم: راغله خبره ددې چې طالبانو ښوونځي تړلي دي، نو که ډېر درواغزن نه وې لږ مهرباني وڅڅوه او دهغو ښوونځيو او مکتبونو نومونه او ځایونه وښیه کوم چې طالبانو تړلي دي! حال دا چې مجاهدینو په وار وار سره ویلي چې دا کار مونږ نه کوو او نه موکړی، که نور نه وي دا څو ورځې مخکې خپله دملا صاحب لخوا په ښکاره توګه وویل شول چې دښوونځیو سوځول داسلام ددښمنانو کار دی، کوم څه چې مکار کرزی یې هم په ګډا کړ، ځکه دغه کارونه دده باداران او یاران کوی دی بیا په نورو لاس پاکوي، په اصل کې دښوونځيو او مکتبونو شاګردان خپله مجاهدین دي هغوی اوږه په اوږه له خپلو طالبانو وروڼو سره دنیواکګرو په مقابل کې جهاد کوي، نو دوی څه رنګه دخپلو مجاهدینو اودخپل ولس دبچیانو ښوونځي تړلي یا یې سوځوي؟ راغله خبره دموسسو په دې کې خو شک نشته چې زیاتره موسسې خصوصا کومې چې په کلیو او بانډو کې بوختې دي هغوی دجاسوسۍ کارونه پر مخ بیايي، هسې په ظاهر داسې یو څه کوي چې خلک پرې وغولوي نور خپل خپل هدفونه لري، او راغله خبره دسرک، نو سرک ته خو طالبانو دغه دوه درې کاله اجازه ورکړې وه، دا څه رنګه سرک چې په دوه درې کاله کې ایله اوه کیلو متره جوړ شوی؟ ددښمن یو لوی فریب دا دی چې ددغه رنګه کارونو تر شا خپل هدفونه پوره کوي، دوی که په رښتیا هم دافغان ولس غم خوړلای نو په ملیاردونو ډالره به یې بیرته له هیواد نه بهر ته نه ایستل، او دا ستا او زما خبره نه ده، دا دګوډاګي حکومت دوزیرانو او کرزیانو دخولې خبرې دي؟
دچک دبند خبره دغه پنځه شپږ کاله کېږي مګر تر ننه پورې یې هېڅ درک و نه لګید، که په رښتیا هم دخلکو، ولس اوهیواد غم خوړل کیدای، او داسې کار کیدای چې هغه دولس په درد وخوري نو ښه خو داوه چې دهیواد لوی لوی بندونه ورغول شي، او هغه مصرف چې له ترکمنستان نه دبريښنا په راوستلو کیږي دهغه نیمایي دې په دغو بندونو باندې وشي، تر څو هیواد او ولس دتل لپاره دپردیو له سوال نه خلاص وي، مګر نه، دومره مه ساده ګل کیږه، کفار او نیواکګر ستا له غمه نه دي مړه، او نه تا ته دومره او داسې کار کوي چې ستا دخلکو او ولس په درد وخوري، هغوی خپلې موخې لري، که دوی خپله یوه روپۍ مصرفوي له تا نه یې لس ځله بیرته وباسي، ښاغلیه ته لږ فکر وکوه چې په دغه لسو کلونو کې د ولس په نامه څومره عیانې او چندې شوې دي او بیا څومره مصرف شوې او دولس په درد یې خوړلي دي؟ یوازې له همدې نه یې در قیاس کړه چې په لسو کلونو کې ټولې نړۍ ونشو کولای یوازې دکابل ښار ته پوره بريښنا ورکړې؟ او حال دا چې په یوه ورځ کې په جګړه کې په ملیاردونو ډالر مصرفوي؟ دفسق او فجور لپاره یې په سلهاوو مرکزونه پرانستي دي په هغه باندې بې دریغه مصرفونه کوي! نیواکګر څه ستا دماما او خاله زامن نه دي چې ستا غم وخوري!
څلورم: طالبان ډېر ښه کوي چې حکمتیاریانو ته دفعالیت اجازه نه ورکوي، ځکه که يې ورکړه بیا به هغه پخوانۍ لوبې را روانې وي، خپل منځۍ جګړې به وي، مسلمان به مسلمان وژني، او حکمتیار ته خو همدغه خوند ورکوي چې تل له مسلمان سره په جګړه لګیا وي، ځکه نه دده صلاح الدین جان پکې وژل کېږي، نه جمال الدین جان، نه یې حبیب الرحمن جان او نه يې هم فیروز جان! دولس بچیان دي وژل کېږي، وینې یې توييږي او دده شهرت او نوم پکې ځلېږي!!  دتنظیمونو په وخت کې به هم کله له جمعیت سره ښکر په ښکر و، کله به يې له حرکت سره اخ ډب و، کله به له اتحاد سره لاس او ګریوان و، جنابه! دغه حکمتیاریان دا اوه کاله مخکې چېرته وو؟ په هغه وخت کې ولې طالبانو څه نه ورته ویل؟ او که نه په هغه وخت کې ویده وو؟ اوس چې ښامار دمردارېدو په حالت کې دی دوی را څوخنېدل تر څو چړې پکې سرې کړي؟ دوی غواړي بیا پاټکونه واچوي، دزردادیانو، قلمیانو او چمنیانو تور تاریخ را ژوندی کړي، خلک وداړي، حکمتیاریاران څه رنګه جهاد کوي، له یواې خوا په حکومت او پارلمان کې لکه برخ پیشوګان غورمپش کوي له بلې خوا دولایاتو او ولسوالیو په حکومتي شوراګانو کې لک بوک کېږي، او له بلې خوا بیا دجهاد او مقاومت چيغې وهي، دغه رنګه برګ، پيس او څو مخي عناصر خو باید په هېڅ ځای کې پرې نښودل شي تر څو دداخلي جګړو مخه ونیول شي او بیا هغه پخوانۍ تنظیمي ناخوالي تکرار نه شي، هو په موسساتو کې هم همدغه حکمتیاریان ننوتي دي، هره موسسه چې ګورې درجن درجن  ګلبدینیان به پکې وزي ننوزي، نو ستا چې زړه بد دی په دې خاطر بد دی چې ستا دګلبدین منتر نه چلیږي او که نه نو ستا دګلبدین تاریخ خو ټولو ته ښه معلوم دی، په همدغه چک ولسوالۍ کې یې څومره بیګناه کسان په شهادت ورسول، څوک به چې فقط کابل ته لاړل، یا به يې شقیقې لږ اوږدې وې، او یا به یې پینڅې لويې وې بس سمدستي به تر تېغ تېرېدل، همدا اوس زمونږ په سیمه کې هغه یتیمان او کونډې تر اوسه پورې خاورې په سر ګرځي چې پلرونه او خاوندان یې حکمتیاریانو په همدغه رنګه وړو وړو خبرو ترور کړي دي.
پنځم: دا خبره چې په طالبانو کې دډېرو کسانو قرآن کریم نه دی زده، او یا په دین سم نه پوهېږي، لومړی دا ستا خپل خیال پلو دی، طالبان که په دین نه پوهېدای نو بیا څه رنګه ځان ترېنه قربانوي؟ تا او ستا یارانو ته همدغه طالبانو ددین اولیات په جومات کې نه دي در ښودلي؟ که هغه څوک په دین نه پوهېږي  چې ستا په غوږ کې یې آ‍ذان کړی، ستا نکاح تړي، ستا جنازه کوي نو ته به بیا څه رنګه په دین پوه شې؟ هو څه داسې کسان به وي چې هغه په تجوید نه پوهېږي، لیک او لوست به يې نه وي کړی، مګر ایمان ورسره شته، او دا ددې لپاره یو بل دلیل دی چې ولس له طالبانو سره ولاړ دی، ځکه زمونږ دګران ولس خورا ډېره برخه نالوستې ده، او ستا په خبره ټول نالوستي له طالبانو سره دي، په دې معنی چې دولس زیاتره برخه ورسره ولاړه ده، هوکې دالله جل جلاله په وړاندې یوازې ظاهري علم، پوهه او تجوید دخلاصون لاره نه ده، بلکې یوازینی څه چې پوه او ناپوه، عالم او غیر عالم، قاري او غیر قاري پرې خلاصېږي هغه ایمان دی، یو څوک که ډېر کم علم ولري خو چې ایمان یې ټینګ او کلک وي نو الله جل جلاله ته به یې مخ سپین وي، مګر هغه کسان چې یوازې قرآن کریم ښه په زور او زیر وايي خو  زړونه یې له نفاق، شیطانت، چل، فریب اودوکې نه ډک وي دغه رنګه خلک بیا دبلعم باعور پیروان دي، داسې شیخ الحدیثان به څه کړو چې دوه درې کاله یې دمه نه خېژي؟ بخاري یې یاد وي! مګر په زړه یې الله جل جلاله داسې مهر لګولی وي، چې بوش ته وایې خلیلزاد زمونږ له سر نه مه کموه! همدا اوس په دغه ګوډاګي حکومت کې څومره قرآن خانان، حدیث پوهان، فقها لګیا دي، شیخ سیافوف، پروفیسور رباني خان، کشاف، شهراني، قاري مومن، ارغندیوال، مولوي سرفراز، او.. همدا رنګه په سلهاوو قرآن پوهان او قاریان شته دي، نو دارنګه قرآن پوهان او قاریان به څه کړې چې دصلیبیانو په صف کې ولاړ وي او یا دمسلمانانو تر منځ داختلاف اورونه بلوي دمسلمانانو وینې تویوي، او ته خپه کېږه مه ستا رهبر هم قرآن کریم سم نشي لوستی، ما اورېدلي و چې حکمتیار قرآن کریم حفظ کړی، نو له همدې کبله دا فکر راسره و چې کېدای شي قرآن کریم به یې سم زده کړی وي، یوه ورځ نېټ ته ناست وم په یوتیوب کې هسې دده دترجمې یوه برخه چې دشمشتو په جومات کې یې کړېوه مخې ته راغله، کله چې ورته غوږ شوم نو قرآن کریم یې هغه دچا خبره په پښتو لهجه لوست، داسې یې لوست چې له ورایه سړی پرې پوهېږي چې دقرآن کریم په تلاوت کې دتجوید قواعد نشي مراعاتولی، ځکه له استاذه یې نه دی زده کړی هسې له خپله ځانه سره یې حفظ کړی، له همدې کبله په ځينو ځایونو کې دتفخیم او ترقیق فرق نشي کولای، نظرا خو به یې کولای شي مګر عملا یې نه دی کړی، دبیلګې په توګه په تلفظ کې دسین او صاد، ظا او ذال، توپیر نشي کولای، صاد داسې تلفظ کوي لکه سین، اوظا داسې تلفظ کوي لکه ذال، یعنې دصاد او ظا په تلفظ کې تفخیم نه شي مراعاتولی، دسورت النساء په ۱۶۸ آیت کې ( لم یکن الله لیغفر لهم ) لفظ جلاله مفخم لولي او حال دا چې دتجوید داحکامو په بنا باید مرقق ولوستل شي ځکه چې مخکې توری ترېنه مکسور دی، له همدې نه يې نوره پوهه هم معلومېدای شي.     
شپږم: دنیواکګرو دسترګو د له منځه وړلو خبره چې کومه ده، دا ستا دحکمتیار زړه پالیسي ده چې هر کار یې سیاسي بڼه لري، ده جناب که په تېر وخت کې دکمونیستانو په نامه عام خلک ترورول نو دا یو سیاست و! او نن هغه کسان چې نیواکګر ساتي، پیره پرې کوي، مجاهدین په لاس ورکوي، عملا  له نیواکګرو نه دجګړې په ډګر ې دسپر په توګه دفاع کوي، دوی مخکې او نیواکګر ورپسې وي، دخلکو کورونه لټوي، تلاشي یې کوي، په مجاهدینو پسې ګرځي، دا رنګه خلک اوس دده جناب دسیاست له مخې باید ونه وژل شي! پوهېږې ولې؟ دا ځکه چې لومړی خو دهمده جناب کسان دپولیسو او ملي اردو په لیکو کې ننوتي دي، او دوهم دا چې دی بیچاره اوس په ولس کې ځای نه لري، څوک نه دي ورپاتې، دی غواړي په دغو خبرو سره د نیواکګرو دساتونکو  زړونه دځان په طرف را جلب کړي، دی پوهېږي چې که سبا نیواکګر وزي طالبان خو بیا دغه خلک نه پرېږدي، حساب او کتاب ورسره کوي، نو راشه ته سر له اوسه سورڼی ورته وهه تر څو بیا له ما سره ودرېږي، مګر دا ټول تش، پوچ او له شریعت سره په ټکر کې سیاستونه دشګو بندونه او دغڼي تارونه دي، هېڅ ګټه به ورته ونه کړي لکه څنګه يې چې ورته ونه کوله، نو ښه به دا وي چې نور ولس او نړۍ ته ځان ونه شرموي کرار پر ځپل ځای کښینې.