
د لغمان د سرې مياشتې د
ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ د کمپيوټر هارډوير له يومياشتني او د کمپيوټر سافټ
وير له درې مياشتني آفس پروګرامونو (Ms.Word, Ms. Excel, Ms. Power Point) دکمپيوټر چليز سسټم (Ms.Windows) او انټرنېټ شامل و، ټول ۹۰ – تنه ۵۵ د آفس او ۳۵ د هارډوير په
پروګرامونو کې زده کړې ورکړي، هغه غونډه چې په همدې موخه د ۱۳۹۰ کال د ورې د
مياشتې په ۹ نهمه نېټه په ياد کلوپ کې جوړه شوې وه پکې د ختېځې حوزې د همغږۍ رئيس الحاج
محمد اقبال سعيد، د نړېوال فدراسيون نماينده سيد آمين آغا ، د ختيځ زون د ځوانانو
او رضاکارانو عمومي مدير اجمل همدرد د ختيځ زون ساحوي مديرانو ، د لغمان د ځوانانو
لوي مدير قاري عبدالبصير رستم، د لغمان د ملي راډيو ټلوېزيون رئيس الحاج محب الله
خان او نورو ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخستې وه په لمړې سر کې د کلام الله مجيد تر
تلاوت وروسته د لغمان د ځوانو رضاکارانو د
روزنيز کلوپ مشر عزيز الرحمن مېملمنو ته د
ښه راغلاست ويلو تر څنګ د کلوپ په کړو
کارونو رڼا واچوله، ورپسې د ختېځې حوزې د همغږۍ رئيس الحاج محمد
اقبال سعيد ، د ځوانانو لوي مدير قاري عبدالبصير رستم ، د کمپيوټر د څانګې ښوونکي
سمسور خان (ظفرزي اهتمام) او نورو په وار سره خبرې وکړې د کلوپ کړي کارونه يې وستايل، ځوانان يې د علم
تر لاسه کولو ته وروهڅول او هم يې به ځوانانو غړ وکړ چې په هېواد کې د روانو ستونزو حل او
سوله راتلل د ځوانانو کار دی چې بايد فعاله ونډه په کې واخلي،
په اخر کې په فارغينو بری ليکونه و
وېشل شول چې وروسته د کمپيوټر د څانګې استاد سمسور خان (ظفرزي اهتمام) ته د ځوانو
رضاکارانو د روزنيز کلوپ له لوري ستاينليک او يو لېپ ټاپ کمپيوټر د ډالۍ په توګه
ورکړ شو ، غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
په درنښت
عزيز الرحمن (ذکي)