
د کتاب نوم : ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه
لیکوال : فدا نظري
د چاپ کال : ۱۳۸۹ لمریز (لومړی
چاپ)
چاپ شمېر: دوه زره ټوکه
د مخونو شمېر : ۳۵۲
خپروونکی : روهیال نشراتي
موسسه، کندهار، افغانستان
«ښکلي نومونه او ادبي
تخلصونه» د لیکوال دویم چاپ شوی ارزښتناک کتاب دی . د لیکوال لومړی ارزښتناک کتاب د افغانستان سیاسي
او ټولنیزه ډکشنري (Political & Social Dictionary of Afghanistan) ده چې په انګرېزۍ ژبه په ۱۹۹۷ کال کې په لندن کې خپور شو .
په دې کتاب کې د پښتو او دري ژبې
څه ناڅه یو زر دوه سوه پینځه ویشت (۱۲۲۵) ښایسته نومونه او تخلصونه را ټول شوي دي .
افغانان کولای شي د خپلو بچیانو له پاره د ډېرو ښایسته او درنو نومونو او هم د تخلصونو
په ټاکلو کې ترې ګټه اوچته کړي .
زه لیکوال ته د دې ارزښتناک
کتاب د چاپ مبارکي وایم او درانه لوستونکي
یې لوستلو ته رابولم .
لوستونکي کولای شي کتاب په
هیواد کې د ننه او بهر په لاندینیو پتو تر لاسه کړي :
کندهار : روهیال نشراتي
موسسه، منیر مارکېټ، ارګ بازار، کندهار، ټیلیفون : ۰۰۹۳- ۰۷۰۰۳۲۶۰۱۱
کابل : علامه حبیبي
کتابفروشي، پکتیا مارکېټ، صدارت څلور لارې، کابل، ټلیفون : ۰۰۹۳- ۰۷۰۰۲۸۹۵۷۷
کویټه : صحاف کتاب پلورنځی، کاسي
روډ، کویټه، ټیلیفون :۰۰۹۲-
۸۱۲۶۶۴۲۳۶