دښاغلي موحد صيب لويې او بې ځايه تېروتنې


 ما ته ووايه: آيا د قرآن دا وينا ومنو چي د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په اړه فرمايي: إِنَّ رَبَّك يَعْلَمُ أَنَّك تَقُومُ أَدْنى مِن ثُلُثىِ الَّيْلِ وَ نِصفَهُ وَ ثُلُثَهُ وَ طائفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَك .... او فرمايي: إِنَّ لَك فى النهَارِ سبْحاً طوِيلاً چي ښيي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د شپې ډېره برخه په عبادت تېروله او د ورځي له لوري به د دعوت په چارو كي زيات مصروف وو او كه دا روايت چي وايي: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به په شپه او ورځ كي خپلو نهو يا يولسو مېرمنو ته ورتلو او مجامعت به ئې ورسره كولو او دا د دې لپاره چي ده ته د دېرشو كسانو په اندازه جنسي قوت وركړى شوى وو!! دا په داسي حال كي چي دا خبره نه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په خپله كړې او نه په قرآن كي كوم شاهد ورته موندلى شو، كه څوك دا ضعيف او له قرآن او عقل سره په بشپړه توگه متعارض روايت واوري او ووايي: زه داسي پيغمبر نه منم چي د خپل عمر نيمايي برخه په جنسي معاملو تېره كړي، د دې پر ځاى هغه پيغمبر منم چي خپل ټول ژوند ئې عبادت او دعوت ته وقف كړى وي، د دې كس د انحراف او ايمان نه راوړو مسئوليت به د چا په غاړه وي؟!! زما خو نه ايمان دا خبره مني او نه عقل، دا د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په شأن كي يو ناروا، ظالمانه او جسورانه تور او اتهام گڼم )
 دا دښاغلي موحد صیب دیوې لیکنې  یوه برخه ده، چې د ( كه د امام ابوحنيفه(رح) پر ځاى بل امام غوره كوم نو څوك غوره كړم؟ )  تر سرلیک لاندې یې کړېده او دشهادت په ویب پاڼه کې په دغه تاریخ: 07-11-2010 03:30 AM خپره شوېده، د موحد صیب ددغه پورتنۍ خبرې د ناسم او بې ځایه بللو لپاره باید لاندې څو ټکي په پام کې ونیول شي:
لومړی: رسول الله صلی الله علیه وسلم دټول امت لپاره تر قیامته پورې دژوند په ټولو برخو کې قدوه دی، دهغه دټول مبارک ژوند ټول کړه وړه دمسلمانانو لپاره شرعي بڼه لري، الله جل جلاله په یوویشتمه پاره کې دالأحزاب دسورې په یوویشتم آیت کې داسې فرمايي: ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ) او په دریمه پاره کې دآل عمران دسورې په یودیرشم آیت کې فرمايي: (قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ)، هو پرته له هغو ځانګړنو نه چې هغه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې ځانګړې شوې دي، لکه په یوخت کې له څلورو نه دزیاتو مېرمنوپه نکاح کې ساتل، لکه دده له مال نه میراث نه وړل، لکه په امت باندې دده دبیبیانو دنکاح حراموالی، او... دا او دېته ورته ځانګړنې هغه څه دي چې امت به په کې درسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي نه کوي، له دينه پرته رسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند په ټولو چارو کې دمسلمانانو لپاره قدوه دی.
له همدې کبله درسول الله صلی الله علیه وسلم دکړو وړو او ناستې پاستې حکم دنورو خلکو له کړو وړو او ناستو پاستو سره توپیر لري، درسول الله صلی الله علیه وسلم  خبرې او کړنې دامت لپاره شرعي بڼه لري او دنورو خلکو داسې نه دي، نو ځکه خو درسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند ټول هغه کړه وړه چې پر هغه باندې شرعي احکام مرتبېږي، هغه که کورني هم دي صحابهء کرامو دده صلی الله علیه وسلم په امر ټول امت ته ښودلي دي، په صحیح بخاري کې راغلي: (عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم – قَالَ: بَلِّغُوا عَنِّى وَلَوْ آيَةً، وَحَدِّثُوا عَنْ بَنِى إِسْرَائِيلَ وَلاَ حَرَجَ ، وَمَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ ) دا حدیث امام ترمذي او امام احمد هم راوړی، ( آية ) که څه هم چې په اصطلاح کې خو دقرآن کریم آیت ته ویل کېږي، مګر علمای کرام وايي چې دلته مراد ترېنه ددین احکام دي، چې احادیث هم پکې راځي، یعني هر څوک باید نورو ته ددین په اړه هغه معلومات ورسوي کوم یې چې زده وي، که لږ وي که ډېر، په دې معنی چې ددین په رسولو کې باید کمی ونه کوي، نو له همدې کبله صحابهء کرامو هڅه کوله چې ددین ټول مسایل کوم یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه زده کړي وو امت ته ورسوي.
دوهم: خوړل، څښل، بیده کېدل، واده کول دانسان دژوند هغه اړتیاوې دي چې هر انسان ورته اړتیا لري، او زمونږ مبارک دین داسې دین دی چې نه افراط خوښوي اونه تفریط، معتدل او منځلاری دین دی، الله جل جلاله چې په انسان کې کومې غرېزې او بشري غوښتنې پیدا کړې دي دهرې غرېزې دمړولو لپاره یې لاره او ګودر ښودلی دی، له همدې کبله کله چې له هغه دریو صحابوو رضی الله عنهم نه یو وویل چې زه به تل روژه نیسم، هغه بل وویل چې زه به ټوله شپه لمونځ کوم او نه به بېدېږم، او هغه بل وویل چې زه به بېخي واده نه کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه کار نه ایسار کړل، او ورته ویې ویل چې زه له تاسو ټولو نه زیات پرهیزګار یم، مګر زه واده هم کوم، کله روژه نیسم او کله مې بوزه وي، دشپې څه برخه په لمانځه تېروم او څه برخه یې بیدېږم، نو له همدې کبله واده کول، څښل، خوراک دا له پیغمبرۍ سره څه په ټکر کې نه دي، دا چې پیغمبر به نه څه خوري او نه به څه څښې او نه به په بازارونو کې ګرځي دا تصور دکفارو او
 
مشرکینو و، الله جل جلاله داتلسمې پارې په پای کې دالفرقان دسورې په اووم آیت کې داسې فرمایي: (وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا )  او وویل ( کفارو ) دا څه رنګه پیغمبر دی؟! ډوډۍ خوري! او په بازارونو کې ګرځي! چې له ده  سره یو ملک هم را کوز کړای شوی وای  تر څو دده دخبرو ملاتړ يې کولای او له ده سره په چارو کې مرستندوی وای، ځکه دا دومره لوی کار په یوازې سر سرته رسول خو ګران دي، او بل دا چې باید زمونږ اودده تر منځ توپیر وای، دا نو څه رنګه پیغمبر دی چې زمونږ په څېر ژوند کوي!! دده ژوند خو له مونږ نه باید توپیر ولري ځکه دی له مونږ نه غوره دی، باید داسې یو څه وي چې مونږ په هغه سره پر خپلو ځانونو دده غوره والی ومنو، دغه ساده ګانو دېته پام نه کولو چې هغه خو هم بشر دی، او په بشري اړتیاوو کې کې ټول انسانان سره ګډ دي، همدې خبرې ته په اشارې سره الله جل جلاله دهمدې الفرقان دسورې دشلم آیت په سر کې دکفارو دهمدغه بې ځایه پوښتنې اوهیلې په ځواب کې خپل نازولي استازي صلی الله علیه وسلم ته داسې ډاډګیرنه ورکوي: (وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ...  )  او مونږ نه دی لېږلی له تا نه مخکې هېڅ یو پیغمبر، مګر دا چې هغوی هرومرو ډوډی خوړله او په بازارونو کې دخپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره ګرځېدل، په دې معنی چې د بشري اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ له تانه مخکې پیغمبرانو صلوات الله علیهم اجمعین هم خوراک کولو او هم دخپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره بازارونو ته تلل، دوی هم خوراک، څښاک، خوب او کور ته اړتیا لري او نور انسانان یې هم ورته لري.
دریم‎: دغه کوم ناسم او بې ځایه تصور چې  موحد صیب ته پیدا شوی دی، له دوهمې پېړۍ نه رانیولې تر ننه پورې هغو سترو سترو محدثینو کرامو چې احادیث يې په ګڼو کتابونو کې راغونډ کړي،داحادیثو شرحې یې لیکلې دي ددغه حدیث شریف په اړه داسې بې ځایه او ناسم تصور نه دی کړی، ځکه هغوی ټول په احادیثو پوهېدل، په عربي ژبه پوهېدل، دعربي ژبې په دلالاتو پوهېدل، دا چې  موحد صیب ته داسې یو بې ځايه تصور پیدا شوی، چې په دغه دولسو پېړیو کې دامت لویو اوسترو نومیالیو او وتلو متبحرو او په احادیثو کې متخصصو علمای کرامو ته نه دی پیدا شوی، دادهغه خپله ځانګړې ستونزه ده، ددې پر ځای چې صحیح او ثابت احادیث دیو ناسم تصور لپاره ناسم وبلل شي ښه به دا وي چې سړی پر خپل ځان، خپله پوهه او خپل عقل باندې بد ګومانه شي، ځکه انسان هر وخت له کمزورۍ او کمي سره تړلی دی، انسان تل پر یو حال نه وي، رنګا رنګ حالات پرې راځي، او بل دا چې شیطان چې څومره پر یو کس باندې بر لاسی کېدای شي، پر ډېرو کسانو باندې دومره نه وي او نشي برلاسی کېدای.
دغه خبره چې موحد صیب یې تش په تشه درسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې یو ناروا! ظالمانه! او جسورانه! توراو اتهام! ګڼي، یوازې امام بخاري نه ده روایت کړې بلکې داحادیثو ګڼو امامانو راوړې ده، چې دا دي دلته به یو څو دبیلګې په توګه را واخلو:
دامام مسلم روایت:
باب جواز نوم الجنب واستحباب الوضوء:
\"وَحَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ أَحْمَدَ بْنِ أَبِى شُعَيْبٍ الْحَرَّانِىُّ حَدَّثَنَا مِسْكِينٌ - يَعْنِى ابْنَ بُكَيْرٍ الْحَذَّاءَ - عَنْ شُعْبَةَ عَنْ هِشَامِ بْنِ زَيْدٍ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ بِغُسْلٍ وَاحِدٍ \"
دامام نسایي روایت:
باب ذکر أمر رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ في النكاح:
 \"  أَخْبَرَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ مَسْعُودٍ عَنْ يَزِيدَ - وَهُوَ ابْنُ زُرَيْعٍ - قَالَ حَدَّثَنَا سَعِيدٌ عَنْ قَتَادَةَ أَنَّ أَنَسًا حَدَّثَهُمْ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى اللَّيْلَةِ الْوَاحِدَةِ وَلَهُ يَوْمَئِذٍ تِسْعُ نِسْوَةٍ \"
دامام ابو داود روایت:
باب الوضوء لمن أراد أن يعود:
\" حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ حَدَّثَنَا حَمَّادٌ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ سَلْمَى عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ ذَاتَ يَوْمٍ عَلَى نِسَائِهِ يَغْتَسِلُ عِنْدَ هَذِهِ وَعِنْدَ هَذِهِ. قَالَ فَقُلْتُ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِدًا قَالَ « هَذَا أَزْكَى وَأَطْيَبُ وَأَطْهَرُ \".
دامام ابن ماجه روایت:
باب فيمن يغتسل عند كل واحدة غسلا:
\"حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ أَنْبَأَنَا عَبْدُ الصَّمَدِ حَدَّثَنَا حَمَّادٌ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ سَلْمَى عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ فِى لَيْلَةٍ وَكَانَ يَغْتَسِلُ عِنْدَ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ فَقِيلَ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِدًا فَقَالَ « هُوَ أَزْكَى وَأَطْيَبُ وَأَطْهَرُ\".
او له دېنه مخکې یې دا روایت راوړی :
 باب ما جاء فيمن يغتسل من جميع نسائه غسلا واحدا:
\" حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى أَبُو مُوسَى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِىٍّ وَأَبُو أَحْمَدَ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ \"
دامام احمد روایت:
مسند أنس بن مالك:
\" حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ حَدَّثَنِى أَبِى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ عَنْ ثَابِتٍ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ فِى لَيْلَةٍ وَاحِدَةٍ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ\"
حديث أبي رافع:
\" حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ حَدَّثَنِى أَبِى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ وَأَبُو كَامِلٍ قَالاَ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ جَمَعَ فِى يَوْمٍ وَاحِدٍ وَاغْتَسَلَ عِنْدَ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ غُسْلاً فَقُلْتُ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِداً فَقَالَ « إِنَّ هَذَا أَزْكَى وَأَطْهَرُ وَأَطْيَبُ \".
دامام ترمذي روايت:
باب ما جاء في الرجل يطوف على نسائه بغسل واحد:
\"حَدَّثَنَا بُنْدَارٌ مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا أَبُو أَحْمَدَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ. قَالَ وَفِى الْبَابِ عَنْ أَبِى رَافِعٍ، قَالَ أَبُو عِيسَى حَدِيثُ أَنَسٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ بِغُسْلٍ وَاحِدٍ. وَهُوَ قَوْلُ غَيْرِ وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ مِنْهُمُ الْحَسَنُ الْبَصْرِىُّ أَنْ لاَ بَأْسَ أَنْ يَعُودَ قَبْلَ أَنْ يَتَوَضَّأَ \"
پاتې دې نه وي چې له دغو روایاتو نه په ځينو کې شپه یاده شوې او په ځينو کې ورځ، مګر دا څه ستونزمنه خبره ځکه نه ده، چې کېدای شي کله یې دشپې دا کار کړی وي او کله دورځې، لنډه دا چې دا لږ اختلاف ددې لامل نشي کېدای چې حدیث دې له بنسټ او اساس نه ونه منل شي.
دا دي په دغه څو روایاتو کې ګورو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه شوې ده، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړی دی، نو له دې کبله دا هم نشي ویل کېدای چې دا خبره خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ده کړې.
اوس دې نو خپله هر کس سر په ګريوان کړي چې دغه لوی نومیالي، وتلي متبحر او داحادیثو متخصص علمای کرام چې ټول ژوند يې په علم کې تېر کړی ټول له یوې مخې ناسم پوه شوي، او داسې یو ناروا! ظالمانه! او جسورانه! تور او اتهام یې ـ والعیاذ بالله ـ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې تړلی او یا یې منلی؟!!! او که موحد صیب چې په هېڅ ډول ددغو سترو سترو هستیو ځای ته نه شي رسیدای تېروتی دی؟! ځکه دی نه داحادیثو دعلم متخصص دی او نه هم دومره پوهه لري چې ددغو ټولو علمای کرامو سهوه او غلطي پرې معلومه کړای شي.
څلورم: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له نورو خلکو سره په توان او طاقت کې توپیر درلود او که ددوی په څېر وو؟ په دې هکله امام بخاري یو حدیث راوړی: ( عَنْ عَائِشَةَ - رضى الله عنها - قَالَتْ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - عَنِ الْوِصَالِ ، رَحْمَةً لَهُمْ فَقَالُوا إِنَّكَ تُوَاصِلُ ، قَالَ: إِنِّى لَسْتُ كَهَيْئَتِكُمْ ، إِنِّى يُطْعِمُنِى رَبِّى وَيَسْقِينِ ) له بي بي عایشي رضی الله عنها روایت دی، دې ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک دوصال له روژې نه پر دوی باندې دزړه سوي له امله ایسار کړل، دوی ورته وویل چې ته خو دوصال روژه نیسې؟ ده وویل: زه ستاسو په څېر نه یم، بېشکه ما ته مې خپل پالونکی ډوډی راکوي او اوبه راکوي، دهمدغه حدیث پر بنسټ علمای کرام وايي چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسې ځانګړی توان او ځواک ورکولو چې په لوږه او تنده به نه پوهېدو، نو له همدې نه جوتېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله ځانګړی توان او ځواک ورکړی و، دوصال روژه دېته ویل کېږي چې دوه ورځې پرله پسې روژه ونیول شي، یعني په منځ کې يې څه خوراک او څښاک ونه شي، دا حدیث امام مسلم، امام ابو داود، امام مالک او امام احمد هم راوړی دی.
پنځم: کوم حدیث چې د موحد صیب عقل يې نه مني دوو وتليو او نومیاليو صحابوو حضرت ابورافع رضی الله عنه چې دمصر له قبطیانو نه و، او دحضرت عباس رضی الله عنه مریی و بیا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډالی  کړ، کله چې حضرت عباس اسلام راوړ او ابو رافع پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې دعباس داسلام راوړلو زیری وکړ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دزیري په بدل کې آزاد کړ، او بیا یې خپله وینځه سلمی چې دده صلی الله علیه وسلم دزوی حضرت ابراهیم علیه السلام قابله وه ابو رافع ته په نکاح کړه هغه هم قبطۍ وه، لنډه دا چې حضرت ابو رافع درسول الله صلی الله علیه وسلم خادم اوغلام و، اوبل حضرت انس بن مالک رضی الله عنه، هغه لس کلن و چې مور يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروستلو تر څو دده خدمت وکوي، نوموړی مبارک صحابي لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په چوپړ کې پاتې شوی، لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې پاتې شوی، دی وايي چې ما لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې تېر کړل، یوه ورځ یې هم نه وهلی یم، او نه یې راته ویلي چې دغه کار دې ولې  وکړ؟ او دغه دې ولې  ونه کړ! نو دا څه لرې خبره نه ده چې انس رضی الله عنه یې کوي، ځکه لس کاله چې څوک دیو چا په کور کې پاتې شي، په ډېرو څېزونو خبرېږي، او د انس رضی الله عنه یوه ځانګړنه دا ده چې دی درسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې ماشوم را لوی شوی دی، او له ماشوم نه خو په شریعت کې
ښځینه وو ته د پردې کولو حکم هم نشته، دا سمه ده چې په ځانګړو حالاتو کې آن چې خپل ماشومان هم د مور او پلار دخوب خونې ته پرته له اجازي باید دننه نه شي، مګر هوښيار ماشومان او بیا په تېره چې دنهو، لسو کلونو وي کله کله دکور په ډېرو پېښو که څه هم چې پټې وي له نښو نښانو نه پوهېږي، او کېدای شي په دې خبره هر څوک دخپل ماشومتوب په را یادولو سره ښه پوه شي، کله کله داسې پېښېږي چې ماشوم دیوې پېښې په لیدو دهغې په مطلب ونه رسېږي، مګر چې کله لوی شي بیا پرې پوه شي، درسول الله صلی الله علیه وسلم دهرې بي بي ځانله ځانله خونه وه، نو درسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې خونې نه وتل او بلې ته تلل هرو مرو انس رضی الله عنه لیدل، ځکه خادم یې و په کور ورسره و، نو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په نوبت سره له یوې خونې وتلې او بلې ته تلی او په پای کې یې غسل کړی وي نو خبره خو ښکاره ده، او دا هم لرې نه ده چې انس رضی الله عنه بیبیانې هم لیدلې وي چې غسل یې کړی وي، نو ځکه یې خبره بالکل پر ځای او سمه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ټولو بیبیانو سره له کورواله کولو نه وروسته یو ځل غسل کړی دی، او ابورافع رضی الله عنه خو ښکاره وايي لکه پاس چې تېر شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ پر خپلو ټولو بیبیانو باندې را وګرځېد، او له هر ځل کور واله نه وروسته یې غسل وکړ، ما ورته وویل چې که په پای کې دې یو ځل غسل کړی وای، ده وویل چې په دې (هر ځل غسل کولو ) سره ډېر ښه پاکوالی او ستره والی راځي.
 او ددغه دواړو روایتونو تر منځ توفیق داسې کېږي چې کله به یې په پای کې یو ځل غسل کولو، او کله به یې له هر ځل نه وروسته غسل کولو، په دې معنی چې دواړه روا دي، خو غوره دا ده چې له هر ځل نه وروسته غسل وشي.
 موحد صیب دپورتنۍ خبرې کولو ته ځکه اړ شوی چې نه دآیت په مفهوم سم پوه شوی اونه هم دحدیث په معنی پوره رسېدلی ، نو یې له قرآن کریم سره په ټکر کې بللی، اوحال دا چې دغه مبارک حدیث له قرآن کریم سره کله هم په ټکر کې نه دی، ځکه په آيت شریف کې داسې کوم څه نشته چې وښيي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دشپې کورواله نه کول او یوازې مونځ به يې کولو، بلکې له ‌آیت نه په رسا توګه را څرګندېږي چې کله کله به یې دشپې له دریمې برخې نه هم کم وخت په لمانځه تېرولو، او دا دهغه قراءت پر بنسټ چې ( نصفه وثلثه ) مجرور لولي، یعنې په ( ثلثی اللیل ) باندې یې ور عطف بولي، که دا هم نه وي او همدا د نصب قراءت ته وکتل شي نو بیا هم کله کله به یې دشپې دریمه برخه په لمانځه تېروله، او دشپې دریمه برخه په ژمي کې څلور او په اوړي کې درې ساعته راځي، نو په پاتې اتو یا شپږو ساعتو کې خوب هم کېدای شي او کورواله هم کېدای شي، او چې حدیث ته راشو نو په هغه کې هم داسې نه دي راغلي چې ( کل یوم ) او یا ( کل لیلة ) او يا ( دائما ) او يا ( غالبا ) تر څو دا ترېنه واخیستل شی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه او یا هره ورځ او یا تل او یا ډېر وخت له خپلو ټولو بیبیانو سره کور واله کول، بلکې کله کله به داسې و، او دا خبره دحدیث له لفظ نه ښکاره جوتېږي، ځکه په حدیث  کې راغلي چې  (کان یطوف)، دلته فعلیه جمله راغلې ده، او فعلیه جمله دبلاغت دعلم له پلوه په تجدد او حدوث باندې دلالت کوي، نه په همېشني ثبوت او استمرار باندي، بلکې اسمیه جمله  په استمرار او ثبوت باندې دلالت کوي، که اسمیه جمله راغلې وای نو دښاغلي موحد صیب دغه بد ګومانۍ ته به یو څه ځای و، مګر هر کله چې داسې نه ده نو دبد ګومانۍ لپاره هم هېڅ کومه سمه او معقوله وجه نه تر سترګو کېږي، دا لا څه چې د ابوداود په حدیث کې لکه پاس مو چې ولیدل کوم چې أبورافع رضی الله عنه روايت كړی راغلي چې ( ذات یوم ) یعني یوه ورځ، او په هغه روایت کې دا هم راغلي چې له هر ځل نه وروسته يې غسل وکړ، او دامام بخاري او دامام احمد په یو بل په روایت کې راغلي چې: (فِى السَّاعَةِ الْوَاحِدَةِ مِنَ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ) په دې معنی چې ټوله شپه او ټوله ورځ به يې له خپلو بیبیانو سره په کورواله نه تېروله بلکې دشپې یا ورځې په یوه برخه کې به يې دا کار کولو، علمای کرام وايي چې دلته له ساعت نه دغه اوسنۍ شپېته دقیقې نه دي مراد بلکې یوه برخه اویوه حصه ترېنه مراد ده، که موحد صیب دا حدیث نه مني او له قرآن کریم سره یې په ټکر کې بولي بیا نو داحدیث هم باید ونه مني چې په صحیح بخاري کې راغلی:( عن عائشة رضي الله عنها قالت : إن كان رسول الله صلى الله عليه و سلم ليقبل بعض أزواجه وهو صائم ثم ضحكت ) له عایشې رضی الله عنها نه روایت دی دې ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلې ځینې بیبیانې په داسې حال کې ښکلولې چې دی به روژتی و، او بیا یې وخندل ) یعنې عایشې رضی الله عنها چې کله دا خبره وکوله نو ویې وخندل، محدثین کرام فرمایي چې ددې معنی دا کېدای شي چې دا به یې ښکلوله ، په یو بل روایت کې راځي چې عروه داسماء رضی الله عنها زوی او دبې بې عایشې رضی الله عنها خوریي ورته وویل ـ او دا حدیث هم هغه روایت کړی ـ چې دا خو پرته له تانه بل څوک نشي کېدای نو دې وخندل، په دې معنی چې هو، دلته له دغه مبارک حدیث نه دا مقصد نه دی چې جنسي غریزې ته پکې بلنه شویده، او یا درسول الله صلی الله علیه وسلم دکورني راز دلوڅولو هڅه شوې ده، بلکې دلته یو شرعي حکم مراد دی چې په هر ځای کې ډيرمسلمانان ورسره مخ کېږي، هغه دا چې دمېرمنې په ښکلولو سره روژه ماتېږي او که نه؟ دا دي په دې حدیث کې راغلي چې نه پرې ماتېږي، کېدای شي موحد صیب دا حدیث ځکه ونه مني چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دکورنۍ راز پکې جوت شوی، او په
قرآن کریم کې کوم شاهد هم نشي ورته موندل کېدای نو ځکه دا سم حدیث نه دی!! مګردېته باید پام وشي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند لکه مخکې مو چې وویل دخپل امت لپاره شرعي بڼه لري، له همدې کبله پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نور خلک باید خپل کورني مسایل  پټ وساتي او ښکاره کول یې نا روا دي، ځکه چې ددوی ژوند او کړنې شریعت نه دي،  که دغه رنګه کورني مسایل درسول الله صلی الله علیه وسلم له کور نه معلوم نشي نو بله کومه لار شته چې په هغې سره دا رنګه او دېته ورته کورني مسایل معلوم کړای شي؟ او درسول الله صلی الله علیه وسلم دزیاتو مېرمنو په نکاح کولو کې یو حکمت همدغه و، تر څو مسلمانانو ته هغه کورني مسایل په بشپړه او سمه توګه ورسېږي کوم چې نارینه یې سم نشي رسولی.
دلته هم دغه حدیث چې موحد صیب یې له خپل عقل او په خپل ګومان له قرآن کریم سره په ټکر کې بولي دیو شرعي حکم دبیانولو لپاره راغلی دی، او هغه دا چې که یو کس له یوې نه زیاتې مېرمني ولري، او وغواړي له ټولو سره په یوه شپه یا یوه ورځ کې کورواله وکوي نو دی به وروسته له هر ځل کور واله نه غسل کوي او که نه په پای  کې به له ټولو نه یو ځل غسل کوي؟ او دا هغه څه دي چې هر هغه کس چې دوه یا درې یا څلور مېرمني ولري ورسره مخ کېدای شي، آن تر دې چې هغه کس هم ورسره مخ کېدای شي چې یوه مېرمن ولري، او وغواړي له یو ځل نه زیات کورواله وکوي، په دغه حدیث کې دا خبره په ډاګه شوېده چې دا ضرور نه ده چې دهر ځل لپاره ځانګړی ځانګړی غسل وشي، بلکې په پای کې دې یو ځل غسل وشي، او دا خبره له همدغه حدیث نه را څرګندېږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله کله همداسې کول، هو له هر ځل کورواله نه وروسته که اودس وشي یا کم تر کمه استنجا وشي نو ښه خبره ده، او ځينې علمای کرام خو یې لازم بولي، او که غسل وکوي هم څه بده خبره نه ده بلکې ښه کار دی، خو لازم او ضروري نه دی.
 موحد صیب باید هغه روایات هم ونه مني چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دخوراک او څښاک په هکله راغلي دي، ځکه دده په ګومان که یو کس ووايي زه داسې پیغمبر نه منم چې دخپل ژوند زیاته برخه یې په خوراک او څښاک کې تېره کړې وي، بلکې زه داسې پیغمبر منم چې دخپل ژوند زیاته برخه يې په دعوت او عبادت کې تېره کړې وي، نو موحد صیب به بیا دغسې یو کس ته څه ځواب وايي؟ او دهغه دایمان نه راوړلو پړه به دچا پر غاړه ور اچوي؟  ځکه کوم وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوراک او څښاک کې تېرولو دهغه خورا لږ برخه یې هم له خپلو بیبیانو سره په کورواله کې نه تېروله، ځکه خوراک او څښاک هره ورځ بلکې په ورځ کې څو ځله وي، او کورواله خو نو هره ورځ نشي کېدای، موحد صیب ته له همدې ځایه اشتباه پرېوتې ده، ده داسې فکر کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هره ورځ او یا هره شپه دا رنګه کورواله کول، او حال دا چې نه دحدیث په لفظ کې داسې ویل شوي او نه هم داسې کوم دلیل او نښه شته چې داسې نیمګړی او غیر معقول فهم ترېنه وشي،  په اصل کې دا دښاغلي موحد صیب خپله نیمګړتیا ده چې له حدیث نه يې دا رنګه مفهوم اخیستی، که لږ په غور سره پام وشي، نو په حقیقت کې د یو ناسم او بې ځایه تصور لپاره دیو صحیح حدیث نه منل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې جسارت، بې ادبي، ظلم او ګوستاخي ده.
موحد صیب باید دا هم ونه مني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یا یوولس بیبیاني درلودې، ځکه که یو کس ووايي زه داسې پیغمبر نه منم چې دخپل ځان لپاره له څلورو نه زیاتې مېرمنې خوښوي او نورو ته بیا له څلورو نه دزیاتو مېرمنو په نکاح کول روا نه بولي، او نه داسې کتاب منم چې دا خبره یې کړې وي! نو ددارنګه کس دایمان نه راوړلو پړه به بیا د چا پر غاړه وي؟ او دا هغه څه دي چې مستشرقین یې همدا اوس وايي، دغه ظالمان داسلام ویاړلی پیغمبر صلی الله علیه وسلم  والعیاذ بالله شهوت پرست بولي، ځکه چې دومره زیاتې مېرمنې یې په نکاح کړې وې، ددې شبهې ځواب علماوو کړی مګر دلته یې راوړل شوني نه دي، دېته باید پام وشي چې که دفرضي او خیالي شبهاتو ددفع کولو لپاره ثابت او صحیح شرعي نصوص په خورا بې پروايۍ سره په لته ووهل شي نو بیا خو دمعاندو کفارو دخوشحالولو لپاره باید دقرآن کریم په آیتونو کې هم ګوتې ووهل شي! تر څو ددغه ناسم تصور پر بنسټ دهغوی دایمان نه راوړلو پړه دچا پر غاړه پرې نوزي! دکفارو ځینې شبهات لا په هغه وخت کې هم همداسې بې ځوابه پاتې شوي دي په کوم وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوی تر منځ شتون درلود، لکه دروح مساله، لکه دا چې باید له پیغمیر صلی الله علیه وسلم سره یو ملک را لېږل شوی وای، الله جل جلاله ځکه ددوی ټولو پوښتنو ته ځواب نه ویلو چې دوی اصلا ایمان نه راوړلو، ددوی به چې یوه پوښتنه ځواب شوه نو بله به یې را پورته کړه، او چې بله به ځواب شوه بله به یې راپورته کړه، هسې بې ځایه لګیا وو، هغه څوک چې ایمان راوړي هغوی  کېدای شي په داسې خیالي شبهاتو خبرهم نه وي، او که بیا خبر شي نو دخپل ایمان له غوښتنې سره سم به هرو مرو علماوو ته ورځي او خپله ستونزه به هواروي، که د موحد صیب غواړي دکفارو ټول نامعقول او ناسم شبهات ځواب کړي نو باید هېر نه کړي  چې دا کار الله جل جلاله لا په هغه وخت کې نه دی خوښ کړی په کوم وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژوندی و، نو اوس به یو څوک څه رنګه دداسې بې بنسټه او پوچو فرضي او خیالي شبهاتو لرې کولو ته په خپل عقل او دالله جل جلاله د خوښې پر خلاف بډې را ووهي؟
 موحد صیب! که ستا منطق او استدلال را مخې ته کړو نو دغه ستا خیالي او فرضی کس چې ستا په ګومان او
ستا دناسم فهم پر بنسټ وايي زه داسې پیغمبر نه منم چې زیات وخت یې په جنسي اړیکو کې تېر کړی وي، بلکې داسې پیغمبر منم چې زیات وخت يې په عبادت اودعوت کې تېر کړی وي، دی باید مخکې له دې چې دا خبره وکوي لومړی باید داسې ووايي: زه داسې پیغمبر نه منم چې نه یا یوولس مېرمنې يې په نکاح کړې وي، ځکه په جنسي اړیکو کې زیات وخت تېرول له زیاتو مېرمنو نه را پورته کېږي، له نهو مېرمنو سره کورواله کول که څه هم چې په یو وار نه وي وخت خو غواړي، او داسې خو کېدای نشي چې وویل شي رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو سره کورواله کول او له ځینو نورو سره يې بېخې نه کول، ځکه دا بیا بې انصافي ده کوم څه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې یې تصور کول هم ناروا دی، هو په ځينو روایاتو کې راځي چې بی بی سودې رضی الله عنها خپل نوبت بي بي عایشې ته په خپله خوښه ورکړی و، ځکه دا بوډۍ وه تر اتیاوو کلو اوښتې وه، نو بیا دا هم باید وویل شي چې ټول هغه روایات  چې وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یا یوولس مېرمنې لرلې درسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې جسارت، اتهام او ظلم دی!! ځکه دا دځینو له عقل سره مخالف او ستا په  ګومان باید  له قرآن کریم سره په ټکر کې شي، ځکه په قرآن کریم کې راځي چې: (فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنی وثلاث ورباع...) او بل داسې کوم آیت نه دی راغلی چې په هغه کې نه یا یوولس یادې شوې وي، هو په قرآن کریم کې دازواج لفظ راغلی دی، مګر ازواج کله هم یوازې او یوازې پر نهو یا یوولسو باندې دلالت نشي کولای، ځکه دازواج اطلاق پر درېو هم کېدای شي، پر څلورو هم کېدای شي پر پنځو هم کېدای شي، پر شپږو هم کېدای شي او..،  نو دنهو یا یوولسو لپاره باید صریح او ښکاره دلیل وي تر څو دغه خیالي او فرضي کس یې ومني!!
یو بل څه چې موحد صیب يې داسې بې ځایه تېروتنې ته اړ ایستلی هغه دا دي چې ده دغه حدیث ته دپښتنو دعرف او عاداتو له کړکۍ نه ور کتلي دي، ځکه په پښتنو کې ـ کېدای شي په ځینو نورو ټبرونو کې هم وي ـ دا رنګه کار یو ډول عیب ګڼل کېږي، مګر دلته نه دپښتنو عرف معیار دی او نه دبل چا، ځکه که دټبرونو او ټولنوعرفونو اوعاداتو ته وکتل شي نو بیا خو هر ټبر او هره ټولنه ځانله ځانله عرفونه اوعادات لري، ټبرونه او ټولنې باید خپل عرفونه او عادات له اسلام سره برابر کړي ځکه دمسلمانانو لپاره اساس او معیار اسلام او شریعت دی نه هر عرف او عادت، او په دې کار کې هېڅ رنګه شرعي ستونزه نشته، نو چې نشته، پر کوم بنسټ ناروا، ظالمانه او جسورانه اتهام او تور ورته ویل کېږي؟؟؟ ځکه ناروا، ظلم، تور او اتهام هغه دی چې شریعت ورته ناروا، ظلم، تور او اتهام ویلی وي، نه دا چې هر څوک له خپله ځانه مشرع جوړ کړي په خپل عقل او له خپله ځانه روا ته ناروا اوظلم، حقیقت ته توراو تهام ووايي! کوم څه چې په خپله دالله جل جلاله او درسول صلی الله علیه وسلم پر حق بربنډ تېری او لوی ظلم دی