ميرزكوال كه هرڅوك وي پښتون دى

له كومه وخته چي دهلمندولايت مرستيال ښاغلى عبدالستارميرزكوال دولسمشرلخواله دندي ګوښه سوى نودغه كارهغوكسانوته چي پدې موقع پسې ګرځيدل ښه زمينه برابره كړه ترڅوټول هيوادكي داسي آوازې خپرې كړي چي ګواكې ښاغلي ميرزكوال له فرزانه نازسره نامشروع اړيكي لرلې خودغه كنګوسې په واقعيت كي له اسلام اوانسانيت سره ټكرلري اوبيله اسنادوكوم څه ويل كبيره ګناه ده.
 
زه ديوه داسي شخص په توګه چي دفرزانه نازپلار ښاغلى ډګروال نورآغاسره ښه پيژنم او ورسره هم هر وخت وينم خو له كومه وخته څخه چي نوموړئ له هلمندڅخه تللي ورسره مي بياهم خبري كړي خوداسي يوه موضوع چي فاسدخلك يې اوازې خپروي هيڅكله هم نه ده رامنځته سوې اوهغوى له هلمندوالوڅخه خوښ اوراضي ځكه دي چي په امنيتي فضاكي يې كنسرت اجراكړ.
زه داوايم كه ميرزكوال يوڅودګوتوپه شماردښمنان لري چي په فيس بوك اونوروسايټونوكي تبليغات كوي خوغوښتنه مي داده چي ګرانو دانټرنټ كاروونكواوهيوادوالوپه تشوآوازو ځان په تيرباسئ اودكوم چا شخصيت ته ضربه مه وركوئ.
ميرزكوال كه هرڅوك وي خويوپښتون اوپرپښتوكلك ولاړسړى دى.
هغه په نظآمي اوملكي برخه كي لسګونه كاله خدمت كړئ نوبياولي يې په تشو ګنګوسو بدنامه كوو اوورپسې هرڅه ليكو.
په هلمندكي موقع پلټونكوخلكونه يوازي په ميرزكوال پسې ګنګوسي خپرې كړي بلكه دكلتوررئيس مظلوميارصاحب يې هم بې سپكاوئ نه دى پرايښي.
په نوموړي پسې آوازه ګډه سوه چي دى هم له دندي ليري سوى پداسي حال كي چي هغه دتيري شنبې په ورځ دمشرانوجرګې لخواپدې موخه غوښتل سوى وو چي دهلمنددتاريخي سيمواورسنيوپه اړه ورسره خبري وكړي اوستونزي په ګوته كړي چي ملي تلويزيون كي يې هم راپورخپورسو.
مګردغه فاسدواوخرڅ سويوكسانوداسي آوازې خپرې كړې چي دكورښځولاهم پدې اړه خبري كولې.
خودتاسف اوخواشينۍ ځاى دى چي ولي يوه داسي موضوع په بدو واوړو اوپښتانه پكښې بدنامه سي.
كه چيري په واقعيت كي ښاغلي ميرزكوال يوداسي كړنه ترسره كړې واى نوفرزانه نازبياولي په آرياناتلويزيون كي له هلمندوالومننه وكړه اوډيره خوشحاله ښكاريده،دغه موضوع يې ولي هلته ونه ويله چي دخلكوپه وينادكابل هوايي ډګركي يې دچارواكوسره دغه خبره شريكه كړه چي ګواكي ورسره نارواسوې ده.
اول خودكابل په ډګركي داسي چارواكي نسته چي ورسره داډول موضوع شريكه كړي بل داچي دغه ميلمانه دميرزكوال يانوروچارواكولخوانه وه بلل سوي.
يوه مهم خبره داده كه چيري له فرزانه نازسره نامشروع اړيكي ټينګي سوي وي نوبايددښځوټولنوپه كابل اوولايتونوكي دغه خبره كړې واى خوپه حقيقت كي دغه موضوعګاني تشي اوازې اودرواغ دي، چي داشخاصوترسپكاوي تيره بل څه نلري.
زه وايم كه يوشميرخلك دهلمندچارواكوته سپكاوى كوي اودروغ ورپسي وايي نو دغه كار خپله دغوخلكوته چي په اصل كي دهلمنددي سپكاوى دى.
زه له ټولوخلكوغواړم چي ددې ډول آوازوله خپرولوڅخه ډډه وكړي اودخپل وطن دراتلونكي په اړه فكرته ځان وهڅوي.
 
سلام بستى